Connect with us

تازه خبرونه

په اسلام کې د نجونو د زده‌کړې مخنیوی مقابلې ته اړتیا لري – د مسلمانانو د اتحادیې رییس

العیسی افزود: «از طریق این توافقنامه‌ها، هدف ما برداشتن گام‌های مشخص در جهت دسترسی به آموزش برای زنان و رفع موانعی است که مانع از ادامه تحصیل آنها می‌شود.»

خپور شوی

د

د اسلام نړیوالې اتحادیې (MWL) عمومي منشي محمد بن عبدالکریم العیسی د شنبې پر ورځ ( د مرغومي دوه‌ویشتمه) د نجونو د تحصیل د مخنیوي په اړه د ځینو ډلو لخوا له خپرو شویو عقایدو سره د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ.

نوموړي په اسلامي ټولنو کې د نجونو د زده‌کړې په اړه د نړیوال کنفرانس د پرانیستې له غونډې وروسته رسنیو ته په وینا کې ویلي: ” په ځینو مسلمانو ټولنو کې ناسم تصورات شته؛ خو د دې کنفرانس موخه دا ده، چې د دغو عقایدو د ردولو لپاره عالمان راټول او یوه اعلامیه خپره کړي.”

هغه زیاته کړې: “زمونږ هدف دا دی، چې دا پیغام په نړیواله کچه خپور کړو. په ځانګړي توګه په اسلامي هېوادونو کې، چې د ځینو ډلو لخوا له ناسمو تعبیرونو سره مقابله وشي.”

د پاکستان بزنس ریکارډر د هغه د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې دا غونډه د اسلام نړیوالې اتحادیې د نوښت یوه برخه ده، چې د ښځو تعلیم ته وده وربښي او پر اړتیا یې ټینګار کوي.

عبدالکریم العیسی وایي: ” پرون د بېلابېلو اسلامي مذاهبو د عالمانو په شتون کې یوه دوه ورځنی کنفرانس پیل شو. دوی پر یوه خوله هوکړه وکړه، چې د ښځو لپاره زده‌کړه نرینه وو ته ورته اړینه ده.”

العیسی ټینګار کړی، چې کنفرانس به د اسلام‌آباد له اعلامیې سره پای ته ورسیږي.

هغه زیاته کړې: ” دا اعلامیه به نړۍ ته یو پیغام وي او ټینګار کوي، چې ټول اسلامي عالمان او فکري مکتبونه د ټولنې د پرمختګ لپاره د ښځو د زده‌کړې پر اړتیا د نظر اتفاق لري.”

العیسی ویلي، چې د دې هڅو د دوام لپاره د اسلام نړیوالې اتحادیې، د اسلامي همکاریو ټولنې او نورو ټولنو ترمنځ د ښځو لپاره د بورسونو او تعلیمي فرصتونو د برابرولو تړونونه لاسلیک کړل.

العیسی زیاته کړې: ” د دې تړونونو له لارې مو موخه د ښځو لپاره زده‌کړو ته د لاسرسي پر لوري کوټلي ګامونه اخیستل او د هغو خنډونو لرې کول دي، چې د دوی د زده‌کړې د دوام مخه نیسي.”

په دې کنفرانس کې پاکستانيو چارواکو ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت ته یې په دې کنفرانس کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې؛ خو اسلام‌آباد ځواب ترلاسه نکړ.

د پاکستان د اسلام‌‌آباد په دې سرمشریزه کې د ګډون لپاره له ۱۵۰ څخه ډېر نړیوال شخصیتونه، چې په کې د ۴۴ اسلامي هېوادونو وزیران، سفیران او پوهان ګډون کړی او همدارنګه د نړیوالو ټولنو لکه یونیسکو، یونیسف، نړیوال بانک او د اسلامي همکاریو ټولنې استازي برخه لري.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت

Published

on

د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت ویلي، چې په تېرو څلور کلونونو کې د پوځ ملي اسلامي ځواکونو په پوره زړورتیا تېري کوونکو ته ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې که څوک پر افغانستان یو برید وکړي سل چنده ځواب ورکول کیږي.

د دفاع وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ فصیح الدین فطرت دا څرګندونې له رسنیو استازو، سیاسي شنونکو او یو شمېر چارواکو سره د همکارۍ او همغږۍ او د پیاوړتیا په غونډه کې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: “هغه ملتونه، چې نشي کولی پخپلو پښو ودریږي او پر نورو تکیه وکړي؛ ان که وده وکړي رښتینی پرمختګ نشي کولی.”

فطرت د امنیت په برابرولو او د هېواد له دفاعي ځواکونو سره د ملګرتیا په برخه کې د رسنیو له رول ستاینه وکړه او وایي، چې: “مونږ او تاسې د دې خاورې د بچیانو په توګه باید لاسونه سره ورکړو او په ګډه هېواد جوړ کړو، پخپلو ځواکونو وویاړو او پر ټول وس د هېواد د پرمختګ لپاره هڅه وکړو. مونږ یو داسې پوځ جوړ کړی، چې د هېواد له عزت، ځمکني بشپړتیا او سرحدونو دفاع کوي او آزادۍ مو ساتي.”

هغه ټینګار کړی؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې پر عصري وسلو سمبال پوځ جوړ او په هر راز شرایطو کې د هېواد له خاورې دفاع وکړي.

د هېواد اردو د خلکو، خاورې او دین دښمنانو ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګاونډیانو ته هم ثابته شوې، چې د افغانستان پر وړاندې هر راز یرغل به څو اړخیز غبرګونونه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!