تازه خبرونه
د افغانستان سفارت په اسلامآباد کې د افغانانو د جبري ایستلو له امله پر پاکستان نیوکه وکړه
د افغانستان سفارت زیاته کړې: لکه څنګه، چې تاسې پوهیږئ په دې وروستیو کې د اسلامآباد او راولپنډۍ میشتي افغانان نیول شوي؛ د پولیسو لخوا تلاشي شوي او له دې ښارونو څخه د پاکستان نورو برخو ته اړ او کډه شوي دي.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت د نننۍ (چارشنبه د کب لومړۍ) خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان سفارت له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه د افغان کډوالو جبري ایستل غندلي دي.
د افغانستان سفارت زیاته کړې: لکه څنګه، چې تاسې پوهیږئ په دې وروستیو کې د اسلامآباد او راولپنډۍ میشتي افغانان نیول شوي؛ د پولیسو لخوا تلاشي شوي او له دې ښارونو څخه د پاکستان نورو برخو ته اړ او کډه شوي دي.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت تر اوسه د دې پروسې په اړه کوم رسمي یا لیکلي معلومات ندي ترلاسه کړي او دا بهیر نا اعلان شوي پیل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې پدې اړه د افغانستان سفارت له اړوند پاکستانيو ادارو او چارواکو سره څو غونډې وکړې، چې د دې موضوع په اړه اړین وضاحت ترلاسه کړي. که دا اقدام په انفرادي ډول ترسره شي؛ نو باید مخنیوی یې وشي او که دا یوه رسمي پالیسي وي، نو باید په عامه توګه اعلان شي.
همدارنګه د ملګرو ملتونو له کډوالو عالي کمیشنر (UNHCR) سره په ترسره شویو غونډو کې دا څرګنده شوه، چې دا اداره هم له اوسني وضعیت څخه بې خبره وه.
سفارت زیاته کړې؛ په پای کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت چارواکو تائید کړه، چې په نږدې راتلونکي کې له اسلامآباد او راولپنډۍ او همدارنګه له ټول پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پلان وروستی او قطعي دی.
سفارت وایي؛ دا د پاکستان د حکومت رسمي پرېکړه ده، چې له دې وروسته یوازې قانوني او ویزه لرونکي افغانان کولی شي؛ په اسلامآباد او راولپنډۍ کې ژوند وکړي.
پاکستانيو چارواکو څرګنده کړې؛ حکومت پرېکړه کړې، چې ټول افغان کډوال، د ACC او PoR کارت لرونکي سمدلاسه له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه او په نږدې راتلونکي کې له ټول پاکستان څخه وباسي.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت چارواکو له پاکستانيو چارواکو او نړیوالو ټولنو سره په خپلو غونډو کې د ټولو افغان کډوالو د شړلو او په دې برخه کې د پاکستان د یو اړخیزې پرېکړې په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي: “د افغانستان سفارت پدې موضوع له کابل سره خبرې کړې دي، چې زمونږ د هېوادوالو د باعزته ستنولو او په دې برخه کې د ننګونو په اړه اړینې څېړنې ترسره شي.”
دغه راز د مهاجرت نړیوالې ټولنې ویلي، چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ څخه تر پایه پورې، له ۱۸ زره څخه ډېر افغانان د پاکستان له اسلامآباد او راولپنډۍ ښارونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کډوالۍ نړیوالې ټولنې(IOM) د چارشنبې پر ورځ (د کب لومړۍ) یو راپور خپور کړ، چې په کې څرګنده شوې؛ یوازې د جنورۍ په دوهیمه نیمایي کې له دې ښارونو څخه ۹ زره ۸۴۶ کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.
تازه خبرونه
امیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سره د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو ټولنې د نوي سرمنشي د ټاکل کېدا له کبله مبارکي وړاندې شوه او د دې ټولنې په لیدلوري کې د افغانستان پر ځای او له افغانستان سره پر رغنده تعامل خبرې وشوې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې( OIC) د سرمنشي له مرستیال سفیر طارق علي بخیت سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو ټولنې د نوي سرمنشي د ټاکل کېدا له کبله مبارکي وړاندې شوه او د دې ټولنې په لیدلوري کې د افغانستان پر ځای او له افغانستان سره پر رغنده تعامل خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د لیدنې پر مهال د افغانستان او سیمې پر وضعیت، له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره پر سیاسي او اقتصادي پرمختګونو او په بېلابېلو برخو کې د نویو فرصتونو پر رامنځته کېدا خبرې وشوې.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د افغانستان او اسلامي همکاریو ټولنې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د همکاریو د نویو لارو پر پرانیستلو ټینګار شوی دی.
تازه خبرونه
افغانستان د ناچاودو توکو د مرګ او ژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی – یوناما
یوناما په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ماینپاکۍ مؤسسو ته د مالي ملاتړ د برابرولو هڅې روانې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) خبرداری ورکړی، چې افغانستان د جګړې پر ناچاودو توکو د مرګ او ژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی او اوس هم پراخې سیمې پر ماینونو او مهماتو ککړې پاتې دي.
یوناما په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ماینپاکۍ مؤسسو ته د مالي ملاتړ د برابرولو هڅې روانې دي.
دا مؤسسې د ځمکنیو ماینونو او نورو وژونکو چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره هره ورځ کار کوي او دغه راز د هېواد پر کچه خلکو ته د دغو توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکوي.
د دې پیغام له مخې، ماشومان د دې ګواښ پر وړاندې تر ټولو زیانمنونکي دي او د دغو توکو له کبله د ټولې مرګ او ژوبلې ۸۰ سلنه جوړوي. ډېر ماشومان له ناچاودو توکو سره د لوبو پر مهال ټپیان کیږي او یا خپل ژوند له لاسه ورکوي.
یوناما ټینګار کړی، چې عامه پوهاوی او ګډه همکاري د وژونکو پېښو په مخنیوي او د انسانانو د ژوند په ژغورلو کې مهم رول لوبولی شي.
دې ادارې له خلکو غوښتي، چې د هر ډول ناپېژندل شوي یا شکمن شي د لیدلو په صورت کې لاس ور نهوړي او سمدستي یې په اړه اړوند چارواکو او امنیاي ځواکونو ته خبر ورکړي.
تازه خبرونه
د لویدیځ زون والیانو پر کاري فرصتونو او د جنايي جرمونو کمولو ټینګار وکړ
په دې غونډه کې ګډونوالو ځوانانو ته د کاري فرصتونو پر برابرولو، د جنايي جرمونو پر کمولو، د نشهيي توکو د کښت او قاچاق پر مخنیوي او په امارتي ادارو کې د خلکو د چارو د رسېدنې بهیر پر ښهوالي خبرې وشوې او نظرونه وړاندې شول.
په هرات کې د هېواد د لویدیځ زون د چارواکو د همغږۍ غونډه د هرات والي مولانا اسلامجار پر مشرۍ د بادغیس، غور، فراه او نیمروز ولایتونو د والیانو او یو شمېر امنیتي او قضايي چارواکو پر ګډون ترسره شوې ده.
په دې غونډه کې ګډونوالو ځوانانو ته د کاري فرصتونو پر برابرولو، د جنايي جرمونو پر کمولو، د نشهيي توکو د کښت او قاچاق پر مخنیوي او په امارتي ادارو کې د خلکو د چارو د رسېدنې بهیر پر ښهوالي خبرې وشوې او نظرونه وړاندې شول.
د هرات والي د لویدیځو ولایتونو د کرنې، صنعت او ودانیزو چارو په اړوند برخو کې د کاري زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ او د خلکو د ستونزو د حل لپاره یې د چارواکو ترمنځ د ډېرې همغږۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز په دې غونډه کې ګډونوالو د اړوند ولایتونو د اداري، امنیتي او د خلکو د ژوند د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښهوالي لپاره یې پر هڅو ټینګار وکړ.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoسوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي
-
سوداگري4 days agoملا برادر په کابل کې د امام ابوحنیفه پېنځم نړیوال نندارتون پرانیست
-
تازه خبرونه3 days agoپه مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي
-
تازه خبرونه3 days agoشهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په لیدنه کې پر ترهګرۍ خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان د کرنې وزیر په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تلی
-
تازه خبرونه4 days agoله پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل باید په خپله خوښه او له درناوي سره وي ـ ګوټرش
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت پلاوی په دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی
-
نړۍ3 days agoروسیې د ډنمارک پر دفاعي شرکتونو ورانوونکي بریدونه پیل کړي
