نړۍ
ټرمپ د ۱۷۵ میلیارډ ډالرو پر ارزښت د سرو ګمبزې د دفاعي ډال له طرحې مخکتنه وکړه
دا پروګرام، چې لومړی ځل په جنورۍ کې د ټرمپ پر سپارښتنه پیل شو؛ موخه یې د سپوږمکیو یوه شبکه ده، چې احتمال لري شمېر یې سلګونه وي جوړه او وکولی شي توغول شوي توغندي کشف، ودروي او که امکان ولري له منځه یوسي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هغه د ۱۷۵ میلیارډ ډالرو پر ارزښت د توغندیز دفاعي ډال پروژې “د سرو ګمبزه” د پلي کولو لپاره یوه طرحه جوړه کړې او د دې مهم پروګرام مسوول یې د امریکا د فضايي ځواکونو یو جنرال ټاکلی دی. د دې پروګرام موخه د چین او روسیې له توغندیزو ګواښونو سره مبارزه ګڼل شوې ده.
دا پروګرام، چې لومړی ځل په جنورۍ کې د ټرمپ پر سپارښتنه پیل شو؛ موخه یې د سپوږمکیو یوه شبکه ده، چې احتمال لري شمېر یې سلګونه وي جوړه او وکولی شي توغول شوي توغندي کشف، ودروي او که امکان ولري له منځه یوسي.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د امریکا د فضايي ځواکونو جنرال مایکل ګټلاین د دې پروګرام د اصلي مدیر په توګه غوره شوی دی. دا پروګرام د ټرمپ د پوځي پلان جوړونې بنسټ ګڼل کیږي.
ټرمپ ویلي: ” د سرو زرو کمبزه به زمونږ له مورني هېواده ساتنه وکړي.” هغه دا هم ویلي، چې کاناډا هم په دې پروګرام کې د شاملېدو غوښتنه کړې ده.
د کاناډا د لومړي وزیر مارک کارني له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه او د هغه وزیران له خپلو امریکایي سیالانو سره د نویو امنیتي او اقتصادي اړیکو په اړه پر خبرو اترو اخته دي.
په دې خبرپاڼه کې ټینګار شوی: “په دې بحثونو کې به په طبیعي ډول د نوراد NORAD بنسټ پیاوړتیا او اړوند نوښتونه لکه د سرو کمبزه شامله وي.”
ټرمپ ویلي؛ هغه تمه لري، چې دا ډال به د ۲۰۲۹ کال په جنورۍ کې د هغه د ولسمشرۍ تر پایه فعال شي؛ خو د دفاعي صنایعو کارپوهان یې د وخت او لګښت په اړه شک لري.
هغه زیاته کړې: “رونالډ ریګن کلونه وړاندې داسې یو څه غوښتل؛ خو هغه وخت دې ټکنالوژي شتون نه درلود.” ټرمپ د ” ستوریز جنګ” فضايي توغندیز دفاعي پروګرام ته نغوته( اشاره) کوي، چې ریګن په ۱۹۸۰ لسیزه کې وړاندیز کړی و.
د سرو ګمبزې پروګرام له سیاسي ننګونو او د بودجې په اړه له ناڅرګندتیاوو سره مخ دی. د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو له مرکز څخه ټام کاراکو ويلي: “اصلي ټکی د دې پروژې لپاره د ۱۷۵ میلیارډ ډالرو بودجه ده؛ خو پوښتنه دا ده، چې د پیسو دا کچه به په څومره وخت کې ولګول شي. ښايي په لس کلونو کې.”
هغه زیاته کړې، چې د سیلیکونولي سافټویر تخصص د دې پروګرام د پرمختګ لپاره کارول کیدی شي او د توغندیو د دفاعي سیسټمونو موجوده سیسټمونه هم کارول کیدی شي.
د امریکا د کانګرس بودجې دفتر له دې مخکې اعلان کړی و، چې د سرو ګمبزې پروګرام لګښت ممکن په دوه لسیزو کې ۸۳۱ میلیارډ ډالرو ته ورسیږي.
نړۍ
پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.
نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.
هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.
ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».
نړۍ
د امریکا-اسلامي اړیکو شورا د افغانانو پر وړاندې اسلام ضد څرګندونې وغندلې
دې بنسټ په یوه خبرپانه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د پروګرام په اړه د امریکا د سنا د قضايي کمیټې غونډه د سیاسي بریدونو، د ناسمو تورونو خپرولو او د مسلمانانو د خدمت کوونکو ټولنو پر نښه کولو لپاره یوه مرحله ګرځېدلې ده.
د امریکا-اسلامي اړیکو شورا (CAIR) او د هغې د کالیفورنیا څانګې د امریکا د کانګرس د فرعي کمیټې په ګډه غونډه کې اسلام ضد څرګندونې او د افغانانو ملامتول پر کلکه غندلي دي.
دې بنسټ په یوه خبرپانه کې ویلي، چې د افغان کډوالو د پروګرام په اړه د امریکا د سنا د قضايي کمیټې غونډه د سیاسي بریدونو، د ناسمو تورونو خپرولو او د مسلمانانو د خدمت کوونکو ټولنو پر نښه کولو لپاره یوه مرحله ګرځېدلې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې؛ د غونډې په بهیر کې د امریکا-اسلامي اړیکو شورا پر وړاندې “بې بنسټه او بدناموونکي” تورونه ولګول شول او د مسلمانانو ضد نظرونو لرونکی یوه افراطي څېره د شاهد په توګه غونډې ته بلل شوې ده.
د امریکا-اسلامي اړیکو شورا ټینګار کړی؛ دا ډول څرګندونې د امریکایي مسلمانانو، افغان کډوالو او هغو بنسټونو د بدنامولو لپاره د پراخ کمپاین یوه برخه ده، چې د کډوالو او بشري حقونو په ځانګړي توګه له فلسطیني حقونو څخه ملاتړ کوي.
د امریکا-اسلامي اړیکو شورا مرستیال اډوارډ احمد میچل ویلي، چې یو شمېر سناتورانو له غونډې څخه د مهاجرینو، کډوالو او امریکایي مسلمانانو پر وړاندې د نفرت د راپارولو لپاره کار واخیست.
دغه راز د امریکا-اسلامي اړیکو د کالیفورنیا شورا اجرائیوي رییس دا غونډه “شرموونکې سیاسي ننداره” وبلله او زیاتوي، چې پر اغېزمنې پالیسۍ جوړونې او عامه خوندیتوب د تمرکز کولو پرځای؛ دا د افغانانو او مدني ټولنې ادارو د بدنامولو لپاره کارول شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته لسګونه زره افغانان د ځانګړو پروګرامونو له لارې امریکا ته داخل شوي او د دوی د قانوني حیثیت او بیا میشتېدنې په اړه بحثونه روان ساتل شوي دي.
نړۍ
قطر د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو د اړیکو ډلې په تخنیکي غونډه کې ګډون وکړ
د غونډې استازیتوب د قطر بهرنیو چارو د وزیر د ځانګړي استازي د دفتر د لومړی منشي ډاکټر خالد عبدالعزیز الخلیفي پر غاړه و.
قطر د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو د اړیکې ډلې په لومړنۍ تخنیکي غونډه کې، چې د دې ټولنې د سعودي عربستان د جدې د مرکزي دفتر پر کوربتوب ترسره شوې؛ ګډون وکړ.
د غونډې استازیتوب د قطر بهرنیو چارو د وزیر د ځانګړي استازي د دفتر د لومړی منشي ډاکټر خالد عبدالعزیز الخلیفي پر غاړه و.
هغه په خپله وینا کې ټینګار کړی؛ دا غونډه په یوه حساس پړاو کې ترسره کیږي او د افغانستان د وضعیت لپاره یوه داسې متوازن او ګډ چلند ته اړتیا ده، چې بېړنۍ بشري مرستې، مسوولانه سیاسي تعامل او د افغانستان د ځانګړو شرایطو درک د اسلامي همکاریو ټولنې د اصولو په چوکاټ کې سره یوځای کړي.
الخلیفي زیاته کړې؛ دا غونډه د تخنیکي ارزونو د تبادلې، د هڅو د همغږۍ او د عملي وړاندیزونو د ترتیب لپاره یو مهم فرصت دی، چې د افغانستان په اړه د اغېزمنو او همغږو اقداماتو لپاره د وزیرانو د اړیکې ډلې وړتیا پیاوړې کوي.
هغه د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د “دوحې بهیر” کوربتوب ته هم نغوته(اشاره) وکړه او څرګندوي؛ دا اقدام د قطر د دې قوي باور پر بنسټ رامنځته شوی، چې د سولې د ترلاسه کولو لپاره ترټولو اغېزمنه لار رغنده خبرې اترې دي.
د هغه په وینا، د دوحې بهیر د افغانستان په اړه د نړیوالو هڅو یو مهمه لاسته راوړنه ده او د بېلابېلو لورو ترمنځ د خبرو اترو او همغږۍ لپاره یې یو واحد چوکاټ برابر کړی دی.
د قطر استازي زیاته کړې؛ د دوحې بهیر په درېیم پړاو کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکټور د رول په برخه کې دوه کاري ډلې جوړې شوې، چې موخه یې د افغانستان د چارسمبالي حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د عملي خبرو اترو جوړول او د هېواد بشري او پرمختیایي اړتیاوو ته لاسرسی دی.
ډاکټر الخلیفي هیله څرګنده کړې؛ دا غونډه به عملي او رغنده پایلې ولري، چې د اسلامي یووالي روحیه راوځلوي او د افغانستان په اړه د مسوولانه ګډ چلند لپاره لار اواره کړي.
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
لوبی1 day agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران د بندرعباس په یوه ودانۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه1 day agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تحول3 days agoتحول: د پاکستان په بلوچستان کې د بلوچ آزادي غوښتونکي پوځ همغږي بریدونه
-
تازه خبرونه1 day agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
-
تازه خبرونه1 day agoد اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی
-
تازه خبرونه1 day agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
