Connect with us

نړۍ

روسیې او اوکراین د اوربند په اړه له سمدستي خبرو اترو سره هوکړه وکړه – ټرمپ

ټرمپ ټروټ پاڼه کې ویلي، چې هغه دا پلان د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او همدارنګه د اروپایي اتحادیې، فرانسې، ایټالیا، جرمني او فنلینډ مشرانو ته د روسیې له مشر سره له خپلې غونډې وروسته په یوه ګډه ټیلیفوني اړیکه کې وړاندې کړ.

خپور شوی

د

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره له خپلې ټیلیفوني اړیکې وروسته ویلي، چې روسیه او اوکراین به سمدلاسه د اوربند لپاره خبرې اترې پیل کړي؛ خو کرملین ویلي، چې دا بهیر به وخت ونیسي.

ټرمپ ټروټ پاڼه کې ویلي، چې هغه دا پلان د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او همدارنګه د اروپایي اتحادیې، فرانسې، ایټالیا، جرمني او فنلینډ مشرانو ته د روسیې له مشر سره له خپلې غونډې وروسته په یوه ګډه ټیلیفوني اړیکه کې وړاندې کړ.

ټرمپ وایي: “روسیه او اوکراین به سمدلاسه د اوربند او تر ټولو مهم د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خبرې اترې پیل کړي.” هغه وروسته په سپینه ماڼۍ کې زیاته کړه، فکر کوي، چې “یو څه پرمختګ شونی دی.”

پوتین له ټرمپ څخه مننه وکړه، چې د مسکو او کیف ترمنځ یې د مستقیمو خبرو اترو له بیا پیل ملاتړ وکړ. دواړو خواوو تېره اوونۍ په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې اترې وکړې؛ خو د دوشنبې له ټیلیفوني خبرو اترو وروسته هغه یوازې دا ویلي، چې هڅې “په ټوله کې پر سمه لار” روانې دي.

پوتین د تورې بحیرې تفریحي سیمې سوچي ته نږدې خبریالانو ته وویل: “مونږ د امریکا له ولسمشر سره هوکړه کړې، چې روسیه به اوکراین ته د سولې د احتمالي راتلونکي تړون په اړه همکاري وکړي.”

د جرمني لومړي وزیر فریډریش مرتس د دوشنبې پر ورځ ناوخته په پاڼه کې ولیکل، چې اروپايي مشرانو پرېکړه وکړه، چې د بندیزونو له لارې پر روسیه فشار زیات کړي.

ټرمپ پر روسیې د بندیزونو په اړه خبریالانو ته وویل: “ښه! فکر کوم، چې د یو څه ترسره کولو چانس شته او که تاسې دا کار کوئ، شونې ده، چې ورسره وضعیت نور هم خراب کړئ؛ خو کېدی شي هغه وخت راشي، چې دا پېښه شي.”

ټرمپ ویلي، چې “ځینې په ځانځانۍ کې ښکېل دي.” له پرمختګ پرته زه یوازې شاتګ کوم. “دا زما جګړه نده.”

د کرملین مرستیال یوري اوشاکوف ویلي، چې ټرمپ او پوتین د اوربند لپاره د مهال‌ویش په اړه بحث ندی کړی؛ خو د بندیانو په تبادله کې یې د نهه امریکایانو په بدل کې د نهو روسانو د تبادلې په اړه بحث کړی. هغه ویلي، چې د امریکا مشر د مسکو او واشنګټن ترمنځ د اړیکو امکانات “اغېزمن” وبلل.

د روسیې دولتي خبري آژانسونو د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې مسکو او کیف د سولې او اوربند د یادښت د یو ګډ متن د پراختیا لپاره له “پیچلو اړیکو” سره مخ دي.

د ریا خبري سرچینې د هغه د څرګندونو له مخې ویليو چې: ” کوم ځانګړی ضرب الاجل نشه او نه به وي.

د سویډن پخواني لومړي وزیر کارل بیلډټ په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې له ټرمپ سره ټیلیفونې اړیکه ” له شک پرته د پوتین لپاره بریا وه.”

هغه ویلي، چې د روسیې مشر “د بېړني اوربند غوښتنه رد کړه او پرځای یې کولی شي په ورته وخت کې نظامي عملیات روان وساتي.”

له ټرمپ سره له خبرو وروسته زیلینسکي ویلي، چې کیف او د هغه ملګري ممکن د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هڅو د یوې برخې په توګه د اوکراین، روسیې، امریکا، اروپایي اتحادیې هېوادونو او انګلستان ترمنځ د لوړې کچې د غونډې غوښتنه وکړي.

زیلینسکي په ایکس کې ولیکل: “اوکراین له روسیې سره په هر ډول مستقیمو خبرو اترو کې، چې پایلې ولري خبرو ته چمتو دی.”

هغه ویلي، چې دا ناسته د ترکیې، واټیکان یا سویس پر کوربتوب ترسره شي.

ټرمپ ویلي، چې پاپ لیو په واتیکان کې د خبرو اترو کوربتوب ته لېوالتیا ښودلې وه؛ خو واټیکان سمدلاسه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ونه وایه.

د کرملین پیسکوف ویلي، چې مسکو هم د واټیکان له وړاندیز هرکلی وکړ؛ خو د “ممکنه راتلونکو اړیکو” لپاره هېڅ پرېکړه نده شوې.

یو کس، چې د اوکراین او اروپایی مشرانو سره د ټرمپ له ټیلیفوني خبرو خبر دی ویلي، چې ګډونوال “حیران” ول، چې ټرمپ نه غواړي پر پوتین بندیزونه ولګوي.

د ایکس په یوه لیکنه کې د اروپایی کمیسیون مشرې اورسولا فون ډر لاین یوازې څرګنده کړېو چې له ټرمپ سره خبرې اترې “ښې” وې او دا “مهمه د،ه چې امریکا تعامل روان وساتي.”

ویل کیږي، چې که ټرمپ پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي؛ نو دا به د پام وړ شېبه وي، ځکه هغه ورسره خواخوږي ښودلې ده.

نړۍ

د امریکا د ټاکنو پایلې؛ یو شمېر جمهوري‌غوښتونکو د ټرمپ په سیاستونو کې د بدلون غوښتنه وکړه

د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي، چې نه‌غواړي نوم یې خپور شي؛ پرون( چارشنبه د نومبر څلورمه) رویټرز ته ویلي: کورنیو نظرپوښتنو له ټاکنو شپږ اوونۍ مخکې وښودله، چې جمهوري‌‌غوښتونکي په دواړو جرګو کې د ماتې له ګواښ سره مخ دي؛ خو ټرمپ د ایران جګړې د سیاسي پایلو په اړه له خبرداریو سره – سره د خپل دریځ له بدلولو ډډه وکړه.

Published

on

 

په امریکا کې د سنا او استازو جرګې د ټاکنو له پایلو وروسته، چې« سیاسي زلزله» بلل شوې؛ د ډونالډ ټرمپ یو شمېر جمهوري‌غوښتونکو متحدانو او سلاکارانو له هغه غوښتي، چې د سپینې ماڼۍ په پلویانو کې بدلون راولي او د ایران پر جګړه او تعرفو بیاکتنه وکړي.

د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي، چې نه‌غواړي نوم یې خپور شي؛ پرون( چارشنبه د نومبر څلورمه) رویټرز ته ویلي: کورنیو نظرپوښتنو له ټاکنو شپږ اوونۍ مخکې وښودله، چې جمهوري‌‌غوښتونکي په دواړو جرګو کې د ماتې له ګواښ سره مخ دي؛ خو ټرمپ د ایران جګړې د سیاسي پایلو په اړه له خبرداریو سره – سره د خپل دریځ له بدلولو ډډه وکړه.

د ټرمپ دې چارواکي ویلي:« په پای کې ورته دا مهمه نه‌وه او نه‌یې ‌غوښتل، چې د چا خبره واوري.»

ټرمپ د سې‌شنبې پر شپه ومنله، چې د ایران اته‌میاشتنۍ جګړې جمهوري‌غوښتونکو نوماندانو ته زیان رسولی؛ خو د جګړې د پیلولو له خپلې پرېکړې یې دفاع وکړه.

هغه فاکس‌نیوز ته ویلي:« زه دا پایله پر ځان ګوزار نه‌ګڼم.»

د جمهوري‌پالو تجربه‌کار سټراټیژیست جان فیهري د ټاکنو پایله د ټرمپ لپاره« ستر باورین» وګاڼه او څرګندوي:« هغه باید په کاري ډله کې بدلون راولي؛ له دې وروسته به یې هره ورځ ځواک نور هم کمیږي.»

د امریکا مرستیال ولسمشر جې‌ډي ونس، چې د ټرمپ احتمالي سیاسي ځایناستی بلل کېږي؛ چارشنبه د جمهوري‌غوښتونکو د ماتې لامل د ایران جګړه وبلله.

د سپینې ماڼۍ د لوړپوړي چارواکي د څرګندونو له مخې؛ د ټرمپ لوړپوړي مرستیالان د یو شمېر کارکوونکو د وتلو، په کابینه کې د احتمالي بدلونونو او د ډیموکراټانو له‌خوا د څېړنو لپاره چمتووالی نیسي.

هغه وایي:« په دې ورځو کې دلته پاتې کېدل رښتیا هم ډېر بد دي او له دې څخه د رواني حالت نور هم خرابېدای نه‌شي.»

یو جمهوري‌غوښتونکي سیاسي سلاکار رویټرز ته ویلي:« که ټرمپ راتلونکي دوه کاله هم پر نااړینو موضوعاتو ټینګار روان وساتي؛ په راتلونکو ټاکنو کې به بیا هم درنده ماتې وخورو.»

ډیموکراټان به د راتلونکي کال له پیل سره د دواړو جرګو د اکثریت پر ترلاسه کولو وکولی شي د ټرمپ د ملاتړ وړ لایحو د تصویب مخه ونیسي، د حکومتي دندو لپاره د هغه د وړاندیز شویو کسانو له تائید څخه ډډه وکړي او د هغه د حکومت پر کړنو څېړنې وکړي.

Continue Reading

نړۍ

په فلوریډا کې وسله‌وال برید؛ یوه ښځه وژل شوې او څلور کسان ټپیان دي

د فاکس نیوز د راپور له مخې؛ بریدګر په موټر کې د بانک انګړ ته ننوتی او لومړی یې یوه ښځه وژلې او بیا د بانک خوړو خونې ته ننوتی او هلته یې له یوه امنیتي ساتونکي سره ډزې تبادله کړې دي.

Published

on

 

د امریکا د فلوریډا ایالت په ټمپا ښار کې د یوه بانک په انګړ کې د یوه وسله‌وال کس د ډزو له کبله یوه ښځه وژل شوې او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

د فاکس نیوز د راپور له مخې؛ بریدګر په موټر کې د بانک انګړ ته ننوتی او لومړی یې یوه ښځه وژلې او بیا د بانک خوړو خونې ته ننوتی او هلته یې له یوه امنیتي ساتونکي سره ډزې تبادله کړې دي.

د راپور له مخې، د پېښې پر مهال د بانک په انګړ کې شاوخوا درې زره او ۲۰۰ کارکوونکي موجود ول.

تر اوسه د بریدګر د هویت او د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات خپاره شوي نه‌دي او د پېښې پر انګېزه هم څېړنې روانې دي.

ویل کیږي، چې په امریکا کې دا ډول پېښې تر ډېره په ښوونځيو، بازارونو، مذهبي ځایونو او له خلکو څخه په ډکو سیمو کې کیږي.

Continue Reading

نړۍ

ډیموکرات عبدال السید د امریکا د مشرانو جرګې لومړنی مسلمان غړی شو

عبدال السید د ډیټرایټ ښار په یوه غونډه کې، چې سلګونه پلویان یې د بریا نمانځلو لپاره ورغونډ شوي وه؛ وویل: «میشیګان، بریالي شو!»

Published

on

 

د امریکا ټلوېزیوني شبکو د راپورونو له مخې، د ډیموکرات ګوند نوماند عبدال السید د میشیګان ایالت د سنا څوکۍ وګټله او خپل جمهوري‌غوښتونکی سیال او پخواني قانون‌جوړوونکي مایک راجرز ته یې ماتې ورکړه. له دې بریا سره نوموړی د امریکا په تاریخ کې د مشرانو جرګې لومړنی مسلمان غړی شو.

عبدال السید د ډیټرایټ ښار په یوه غونډه کې، چې سلګونه پلویان یې د بریا نمانځلو لپاره ورغونډ شوي وه؛ وویل: «میشیګان، بریالي شو!»

نوموړی، چې ۴۲ کلن دی؛ زیاته کړې:« ویاړم او د خوښۍ احساس کوم، چې د میشیګان ایالت د خلکو استازیتوب کوم.»

هغه د ټاکنیز کمپاین په وروستیو کې له یوې ستونزې سره هم مخ شو؛ د ډیموکراټ ګوند د کانګرس غړې هیلي سټیونز په ګوندي ټاکنو کې له عبدال السید څخه ماتې خوړلې وه، د ټاکنو له ورځې لږ مخکې د هغه د سیال مایک راجرز ملاتړ اعلان کړ.

عبدال السید، چې پخوا د یوې روغتیايي ادارې چارواکي و؛ په خپل کمپاین کې د ټولو لپاره د روغتیايي چوپړتیاوو، په سیاست کې د پیسو د نفوذ کمولو او د ژوند د مخ پر لوړېدونکو لګښتونو د راټیټولو ژمنې کړې وې.

نوموړی د ډیموکراټ سناټور ګیري پیټرز ځای ناستی کېږي، چې له خپلې دندې تقاعد کوي. د امریکا ټلویزیونونو د ټاکنو د پایلو د اعلان پر مهال څرګنده کړه: هغه د راجرز پر پرتله نږدې شپږ سلنه ډېرې رایې ګټلې وې.

د هغه ټاکنیز کمپاین د میشیګان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د خلکو پراخ ملاتړ ترلاسه کړ. ان په هغو سیمو کې، چې په دودیز ډول د جمهوري‌پالو پلویان په کې ډېر دي. د کارګرانو اتحادیو، فعالانو او ځوانو رای‌ورکوونکو هم د نوموړي ملاتړ کړی و.

جمهوري‌غوښتونکو د عبدال السید پر وړاندې سخت ټاکنیز کمپاین پیل کړی و او هغه یې توندلاری بللی و او پر هېوادپالنې یې شکونه راپورته کړي وه. نوموړی د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس له‌خوا د اسلام‌ضد بریدونو او د عربي نوم د ملنډو له کبله هم له نیوکو سره مخ شوی و.

عبدال السید د بریا په غونډه کې د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس ته په خطاب کې وویل، چې د اساسي قانون له مخې هغه مکلف دی، چې په راتلونکي جنورۍ کې د ده د لوړې مراسم ترسره کړي.

د عبدال السید بریا په داسې مهال ده، چې ډیموکرات ګوند په څو نورو ټاکنیزو سیالیو کې هم ښه پایلې ترلاسه کړې دي. د نوموړي په ټاکنیز مرکز کې راټولو شویو پلویانو د خوښۍ پر څرګندولو نارې وهلې: «سونامي! سونامي!»

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!