سوداگري
افغانستان او ترکیې د غالیو په اړه پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار څرګند کړ
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې غونډه کې د افغانستان د غالیو تولیدونکو او صادرونکو ټولنې د استازو په شتون کې ترسره شوه؛ دواړو خواوو د افغانستان لپاره د ملي سمبول او ارزښتناکه صادراتي توکو په توګه د غالیو صنعت پر اړتیا او ارزښت ټینګار وکړ.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د دې وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي د ترکیې د غالیو ټولنې له مشر احمد دیلر او مل پلاوي سره په لیدنه کې د ګډې همکارۍ پر پراختیا او د ترکیې له لارې اروپايي بازارونو ته د افغان غالیو د صادراتو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې غونډه کې د افغانستان د غالیو تولیدونکو او صادرونکو ټولنې د استازو په شتون کې ترسره شوه؛ دواړو خواوو د افغانستان لپاره د ملي سمبول او ارزښتناکه صادراتي توکو په توګه د غالیو صنعت پر اړتیا او ارزښت ټینګار وکړ.
احمد دیلر د افغان غالیو د کیفیت د ستاینې ترڅنګ پر ترکي غالیو یې اغېر ګټور وګاڼه او زیاتوي، چې ” د ترکي غالیو ټولنه، چې شاوخوا ۵۰۰ غړي لري؛ د افغان غالیو له سکټور ملاتړ کوي او پانګونې هڅولو ته چمتو ده.”
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي ټینګار وکړ، چې افغان غالۍ غوره کیفیت او ملي حیثیت لري.
نوموړي زیاته کړې؛: “د دواړو هېوادونو د اړوند ټولنو ترمنځ د همکارۍ پراختیا او د ترکیې حکومت لخوا پر افغان غالیو د مالیاتو له کمولو سره اروپايي هېوادونو ته د دې محصول صادرولو ته لار اواره شي او دواړو هېوادونو ته به ګټه ورسوي.”
نورالدین عزیزي زیاته کړې: “افغانستان چمتو دی، چې د ګډ بازار موندنې، ګډواعلاناتو، اوبپاڼو او نندارتونونو پر جوړولو، کلتوري پراختیا او سوداګریزو سفرونو په برخو کې فعاله همکاري وکړي.”
هغه د غالیو تولیدونکو هېوادونو، په ځانګړي توګه د افغانستان، ترکیې او ترکمنستان ترمنځ د ګډ پروګرام د پیل غوښتنه وکړه، چې د غالیو خپلواک وزارت لري، چې په نړیواله کچه د غالیو کارولو کلتور ته وده ورکړي.
د دې ناستې په پای کې د افغانستان او ترکیې دواړو ټولنو کابل ته د ترکي غالیو ټولنې د مشر د سفر پر مهال د ګډو فعالیتونو او همکارۍ د پراختیا په اړه د هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د یادونې ده، چې د ترکي پلاوي سفر د افغان غالیو جوړونکو او صادرونکو ټولنې پر رسمي بلنه ترسره شو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او کلتوري اړیکو پیاوړتیا ګڼل کیږي.
سوداگري
هره ورځ ۲۸۰ باروړونکي واګونونه د حیرتان بندر اوسپنېپټلۍ ته راځي
د حیرتان– مزارشریف ۷۵ کیلومټره اوږده اوسپنېپټلۍ افغانستان له ازبکستان سره نښلوي او له منځنۍ آسیا، چین او نورو نړیوالو بازارونو څخه افغانستان ته د توکو د لېږد مهمه لار بلل کېږي.
د افغانستان په شمال کې د حیرتان بندر اوسپنېپټلۍ ته هره ورځ د منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه لږ تر لږه ۲۸۰ باروړونکي واګونونه راځي. دا د سیمهییزو او نړیوالو بازارونو له شبکې سره د افغانستان په نښلولو کې د دغه بندر د مخ پر زیاتېدونکي ارزښت ښکارندويي کوي.
د حیرتان– مزارشریف ۷۵ کیلومټره اوږده اوسپنېپټلۍ افغانستان له ازبکستان سره نښلوي او له منځنۍ آسیا، چین او نورو نړیوالو بازارونو څخه افغانستان ته د توکو د لېږد مهمه لار بلل کېږي.
د حیرتان بندر د اوسپنېپټلۍ د ټرانسپورټ مشر سید قدیم کریمي د چین شینهوا خبري آژانس ته ویلي، چې سږ کال سوداګریز فعالیتونه زیات شوي او هره ورځ پر منځنۍ کچه له ۲۸۰ څخه تر ۳۰۰ پورې واګونونه دغه بندر ته رسېږي.
هغه زیاته کړې، د دې اوسپنېپټلۍ له لارې افغانستان ته بېلابېل توکي؛ جامې، طبي وسایل، ماشینآلات او برښنايي وسایل لېږدول کېږي او په وروستیو کلونو کې له چین سره سوداګري هم پراخه شوې ده.
افغان سوداګر وايي، چې دې اوسپنېپټلۍ له چین او د سیمې له نورو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او د وارداتي توکو لېږد یې آسانه کړی دی.
افغان سوداګر احمد آغا شینهوا خبري آژانس ته ویلي:« زمونږ توکي له چین څخه د قزاقستان او ازبکستان د اوسپنېپټلۍ له لارې رالېږدول کیږي او بیا یې په حیرتان بندر کې ترلاسه کوو.»
هغه هیله څرګنده کړې، چې د اوسپنېپټلۍ پراختیا به له قزاقستان، روسیې او اروپايي هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.
احمد آغا زیاته کړې، د توکو د لېږد د کچې زیاتوالي د سیمې اوسېدونکو ته د کار ډېر فرصتونه برابر کړي او هره ورځ سلګونه کارګران په دې بندر کې د کانټینرونو د تشولو او لېږدولو په برخه کې کار کوي، چې د خپلو کورنیو لګښتونه برابر کړي.
د حیرتان اوسپنېپټلۍ د افغانستان او چین ترمنځ په سوداګرۍ کې له ۲۰۱۶ز.کال راپدېخوا مهم رول لوبوي؛ هغه مهال په یوه تجربوي پروګرام کې د چین لومړني باروړونکي واګونونه حیرتان ته راورسېدل. په ۲۰۱۹ز.کال کې افغانستان هم چین ته د تالک پوډرو د څو کانټینرونو پر لېږلو خپل لومړني صادراتي واګونونه واستاوه.
د حیرتان اوسپنېپټلۍ اوس هم د افغانستان د وارداتو او صادراتو له مهمو ټرانسپورټي لارو څخه ده، چې هېواد له قزاقستان، قرغزستان، روسیې، چین او اروپا سره نښلوي.
سوداگري
د افغانستان-امریکا سوداګرۍ خونې د اقتصادي همکاریو او پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د څرګندونو له مخې، دا لیدنه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د تلې پر نولسمه( یکشنبه) د دې خونې په مرکزي دفتر کې ترسره شوې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي په کابل کې د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې له رییس جیفري ګریکو او د دې خونې له یو شمېر غړیو سره وکتل او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او پانګونې فرصتونو خبرې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د څرګندونو له مخې، دا لیدنه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د تلې پر نولسمه( یکشنبه) د دې خونې په مرکزي دفتر کې ترسره شوې ده.
سید کریم هاشمي له امریکايي پلاوي څخه د هرکلي ترڅنګ د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د لویو اقتصادي پروژو د تمویل لپاره یې د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو پر ګډون د لویو شرکتونو د ونډو جوړولو لپاره اغېزمنه لاره بللې ده.
نوموړي د افغانستان اقتصادي ظرفیتونو ته په نغوته کې له امریکايي سوداګرو او پانګهوالو غوښتي، چې په بنسټیزو او صنعتي برخو؛ د نفتو تصفیه، د کانونو استخراج او پروسس او د لویو تولیدي پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.
دغه راز د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې رییس جیفري ګریکو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هڅې ستایلې او د امام ابوحنیفه(رح) د پېنځم ملي او نړیوال نندارتون جوړېدل او په کې د سوداګرو، صنعتکارانو او د ګاونډ او سیمې د هېوادونو د استازو پراخ ګډون یې د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو د ورپېژندلو او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ارزښتناک ګام بللی دی.
ګریکو همدارنګه وړاندیز کړی، چې ځانګړې اقتصادي ناستې او بحثونه جوړ شي، سوداګر په سیمهییزو او نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون وکړي او د نړۍ له اقتصادي بنسټونو سره اړیکې پراخې شي.
د لیدنې په پای کې د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې یو شمېر غړیو هم د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او ګډې پانګونې د فرصتونو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړي دي.
#افغانستان #امریکا #سوداګري #پانګونه #اقتصاديهمکاري
سوداگري
افغانستان، ازبکستان او هند د نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې
د دې خونې د څرګندونو له مخې، دغه هوکړې د جمعې د ورځې پر ماښام د کابل امام ابوحنیفه (رح) د پېنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو د استازو ترمنځ لاسلیک شوې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی، چې د افغانستان د خصوصي سکټور او د مېلمنو هېوادونو د استازو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په غونډو کې د نږدې ۴۰۰ میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې هوکړې لاسلیک شوې دي.
د دې خونې د څرګندونو له مخې، دغه هوکړې د جمعې د ورځې پر ماښام د کابل امام ابوحنیفه (رح) د پېنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو د استازو ترمنځ لاسلیک شوې دي.
په دې غونډه کې د افغانستان خصوصي سکټور استازو، د سیمې د هېوادونو سوداګرو او ډیپلوماټانو، د ازبکستان، هند، قزاقستان، ترکمنستان او قرغزستان استازو ګډون کړی و.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې؛ ګډونوالو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د ګډې پانګونې زیاتوالي او د سوداګرۍ د تخنیکي او اداري خنډونو لرې کولو ټینګار وکړ.
د دې خونې چارواکو د افغانستان جغرافیاوي موقعیت، طبیعي سرچینې، کرنیز او صنعتي ظرفیتونه او کورني محصولات د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو مهم فرصتونه وبلل او د سیمې له سوداګرو یې وغوښتل، چې د هېواد په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.
د پروګرام په لړ کې د افغان او بهرنیو سوداګرو او پانګهوالو ترمنځ دوهاړخیزې سوداګریزې غونډې جوړې او د نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت هوکړې هم لاسلیک شوې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دغه هوکړې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې د راجلبولو او د نویو اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو زمینه برابرولی شي؛ خو په خپره شوې خبرپاڼه کې د پانګونې د مشخصو برخو او د دغو هوکړو د عملي کېدا د مهالوېش جزئیات روښانه شوي نهدي.
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي امارت پلاوی په دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی
-
تازه خبرونه5 days agoیو افغان وګړی د انلاین ځانمرګي برید د ګواښ پر تور مجرم وپېژندل شو
-
سوداگري5 days agoپه ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګري ۱۵۰ سلنه زیاته شوې
-
تازه خبرونه2 days agoامیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سره د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه ریاض کې د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر د برید له کبله ۳۲۱ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه3 days agoد اوبو او انرژۍ وزیر د نړیوالې انرژۍ په اوولسمه غونډه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoهوايي شرکتونه دې د سعودي عربستان له هوايي ډګرونو ډډه وکړي -حوثیان
-
سوداگري5 days agoپه سعودي عربستان کې د افغانستان له محصولاتو هرکلی وشو
