تازه خبرونه
په افغانستان کې ۶.۴ میلیون خلک د چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي
دې بنسټ د سېشنبې پر ورځ (د غبرګولي شلمه) یو راپور خپور کړ او څرګندوي؛ افغانستان د ماینونو له پلوه یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې تر ټولو ډېر ککړ دي.
د ماین پاکۍ هلو ټرسټ بنسټ وايي، چې په افغانستان کې ۶.۴ میلیون خلک د چاودېدونکو توکو له خطر سره مخ دي.
دې بنسټ د سېشنبې پر ورځ (د غبرګولي شلمه) یو راپور خپور کړ او څرګندوي؛ افغانستان د ماینونو له پلوه یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې تر ټولو ډېر ککړ دي.
د دې بنسټ د راپور له مخې؛ په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د ماینونو او له جګړې څخه پاتې چاودېدونکو توکو له کبله وژل کیږي او یا هم ټپیان دي.
د هلو ټرسټ بنسټ ویلي، چې د قربانیانو ۸۰ سلنه ماشومان دي.
د دې بنسټ چارواکی فرید همایون له نړیوالې ټولنې غواړي، چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام ملاتړ ته روان وساتي.
هغه زیاته کړې؛ دوی اندېښمن دي، چې دا مسله پر “هیره شوې بشري ستونزه” وانهوړي.
د هلو ټرسټ د څرګندونو له مخې؛ په هرو پېنځه افغانانو کې یو له ماین پاکۍ څخه ګټه پورته کوي.
دې بنسټ زیاته کړې؛ له ۱۹۸۸ ز. کال راپدېخوا دوی په افغانستان کې ۱۴۰۰ مربع کیلومټره ځمکه له ماینونو پاکه کړې ده، چې له ۱۷ میلیون څخه زیاتو خلکو سره مرسته کوي.
سږ کال د امریکا د مرستو د بندیدو له کبله په افغانستان کې د بشري پروګرامونو بودجه د ماین پاکۍ په ګډون، چټکه کمه شوې ده.
تازه خبرونه
د سفر بندیز د افغان کورنیو د یوځای کېدا خنډ نهشي کېدی ـ د امریکا محکمه
محکمې پرېکړه کړې، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د سفر بندیزونه د دوی له کورنیو سره په امریکا کې د یوځای کېدا مخه نهشي نیولی.
د امریکا یوې فډرالي محکمې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې د یو شمېر افغان کډوالو د مېرمنو او ماشومانو د سفر اسناد وڅېړي او صادر یې کړي.
محکمې پرېکړه کړې، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د سفر بندیزونه د دوی له کورنیو سره په امریکا کې د یوځای کېدا مخه نهشي نیولی.
د امریکا سیمهيیز قاضي انټوني ټرینګا د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د ۱۵ ورځو په موده کې د هغو پېنځه افغانانو د کورنیو د سفر اسناد صادر کړي، چې د کورنۍ غړو یې له دې مخکې امریکا ته د ننوتو اجازه ترلاسه کړې ده.
محکمې دغه وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د کورنۍ د نورو غړیو د وړتیا ارزونه دې د سفر د بندیز له پلي کولو پرته بیا ترسره کړي او د کورنیو د یوځای کېدا د بهیر تر بشپړېدو دې منظم راپورونه وړاندې کړي.
دا قضیه د ویرجینیا ایالت په محکمه کې د هغو افغان کډوالو له خوا ثبت شوې، چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و. دوی استدلال کړی، چې د امریکا د سفر بندیزونه، د کډوالو او پناه غوښتونکو له قانوني حقونو سره په ټکر کې، په ناحقه د دوی د مېرمنو او ماشومانو د ور یوځای کېدا مخه نیولې ده.
دا پرېکړه داسې مهال شوې، چې د افغانستان د وګړو پر وړاندې د امریکا د سفر بندیزونه اوس هم له حقوقي ننګونو سره مخ دي.
د دعوې د مدعیانو حقوقي ملاتړو د محکمې د دې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې ګڼې افغان کورنۍ له افغانستان څخه له وتلو وروسته د کلونو لپاره سره بېلې پاتې شوې دي.
ویل کیږي، چې د دغو کورنیو ځینې غړي اوس هم په درېیمو هېوادونو کې بې برخلیکه دي او ځینې نور د سفر د اجازې د ترلاسه کولو پر تمه بېرته ستنېدا ته اړ شوي دي.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا به واک ته د اسلامي امارت د بېرته رسېدا اغېزې وارزوي
نوموړې د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري ناسته کې ویلي؛ امنیت شورا به د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د ښځو او نجونو پر وضعیت راوڅرخیږي.
تازه خبرونه
چین او پاکستان د ترهګرۍ ضد همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
صادق د دوشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي؛ د چین ځانګړي استازي او ورسره پلاوي ته یې په اسلامآباد کې ښه راغلاست ووایه او دواړو لوریو د سیمې د امنیتي مسایلو په اړه؛ د هغه پر وینا، «رغنده خبرې» کړې دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، د افغانستان لپاره یې د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره د سیمې د امنیت او د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه هم خبرې کړې دي.
صادق د دوشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي؛ د چین ځانګړي استازي او ورسره پلاوي ته یې په اسلامآباد کې ښه راغلاست ووایه او دواړو لوریو د سیمې د امنیتي مسایلو په اړه؛ د هغه پر وینا، «رغنده خبرې» کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، دواړو لوریو د تحریک طالبان پاکستان او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ له ګواښونو سره اړوند نظرونه تبادله کړل؛ هغه ادعا کړې، چې دغه ډلې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.
هغه زیاته کړې؛ پاکستان او چین هوکړه کړې، چې دوهاړخیزه همغږي پیاوړې او د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي، سیمهییزې سولې، امنیت او ثبات لپاره خپلې همکارۍ پراخې کړي.
دا کتنه په داسې وخت کې کیږي، چې اسلامآباد او بېجینګ تل د افغانستان له خاورې د وسلوالو پر فعالیتونو اندېښنه ښودلې؛ خو د اسلامي امارت چارواکو دا ادعاوې څو ځله رد کړي او ټینګار یې کړی، چې د نورو پر ضد د افغانستان خاورې د کارولو اجازه هیڅ ډلې ته ورنهکړي.
-
تازه خبرونه22 hours agoد نورستان سیلابځپلیو ته به هر اړخیزه رسېدنه وشي – ملا برادر په نورستان کې
-
توسعه4 days agoتوسعه: د غوري سمنټو د تولید هڅې
-
Opinion2 days agoد چین د ۵ او ۱۵ کلنو پراختیايي پلانونه؛ د بريالیتوب رازونه او نړيوال درسونه
-
لوبی2 days agoد آسیا فوټبال د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو لوبډلو د لوبو پچهاچونه د اګست پر اتهلسمه ترسره کیږي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoټرمپ پر ایران نوی برید وځنډاوه
-
روغتيا2 days agoپه کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه5 days agoپرلهپسې کړکېچونو په افغانستان کې د انساني قاچاق خطر زیات کړی ــ ملګري ملتونه
-
نړۍ2 days agoد امریکا آیډاهو ایالت په سوداګریز مرکز کې ډزې؛ درې کسان ووژل شول
