Connect with us

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پلاوي په کازان کې د روسیې د پوهنې له مرستیال وزیر سره وکتل

د پوهنې وزارت نن (چارشنبه د غبرګولي یوویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې ناسته کې اندرې کورنیف د افغانستان د پوهنې په برخه کې د همکارۍ لپاره د خپل هېواد بشپړ چمتووالی اعلان کړ.

خپور شوی

د

د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو یوه ګډ پلاوي د تاتارستان په کازان کې د روسیې فډراسیون د پوهنې له مرستیال وزیر اندرې کورنیف سره وکتل.

د پوهنې وزارت نن (چارشنبه د غبرګولي یوویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې ناسته کې اندرې کورنیف د افغانستان د پوهنې په برخه کې د همکارۍ لپاره د خپل هېواد بشپړ چمتووالی اعلان کړ.

هغه زیاته کړې، چې روسیه غواړي د افغانستان د پوهنې نظام د یو غوره ملاتړي په توګه عملي هڅې پیل کړي.

په دې لیدنه کې دواړو اړخونو له یو بل سره د تجربو شریکولو ته لېوالتیا وښوده او د افغانستان او روسیې پوهنتونونو تر منځ د ګډو علمي همکاریو، هوکړه لیکونو، پروتوکلونو او تړونونو پر لاسلیکولو خبرې وشوې.

د روسیې د پوهنې وزارت مرستیال ویلي؛ د روسیې پوهنتونونه د افغانستان له پوهنتونونو سره پخوانۍ هوکړې لري.

د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي ویلي: «بهتره ده؛ پر یادو هوکړه لیکونو بیاکتنه وشي، چې د اوسني عصر غوښتنې او د افغانستان اړتیاوو ته په کې پام وشي.»

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو علمي مرستیال ‌ضیاءالرحمن الاریوبي او د پوهنې وزارت مرستیال سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د کازان له تاریخي او کلتوري موزیم، قل‌شریف او کبانایا تاریخي جوماتونو او کازان کرملین ماڼۍ څخه لیدنه وکړه.

د یادونې ده، چې پلاوي، څو ورځې مخکې پر رسمي بلنه د روسیې تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزیرانو درېیم نړیوال فورم کې د ګډون لپاره فډراتیف روسیې ته سفر کړی دی.

تازه خبرونه

غړي هېوادونه اوس‌مهال د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په لټه کې نه‌دي -ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند فرحان حق د سې‌شنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د حکومتونو د رسمیت پېژندلو پرېکړه هېوادونه کوي؛ نه ملګري ملتونه.

Published

on

 

ملګرو ملتونو ویلي؛ اوس‌مهال داسې هیڅ نښه نه‌لیدل کېږي، چې د دې ټولنې غړي هېوادونه دې د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ویاند فرحان حق د سې‌شنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د حکومتونو د رسمیت پېژندلو پرېکړه هېوادونه کوي؛ نه ملګري ملتونه.

هغه ویلي:« دا هېوادونه دي، چې پرېکړه کوي؛ کوم حکومت پر رسمیت وپېژني. تر اوسه واکمن چارواکي پر رسمیت پېژندل شوي نه‌دي او تر کومه، چې زه خبر یم؛ د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو له لوري د رسمیت پېژندلو لپاره هیڅ هڅه نه‌ده شوې.»

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) خبرداری ورکړی، چې که څه هم امنیتي وضعیت ښه شوی؛ خو اوس هم په افغانستان کې میلیونونه کسان له لوږې، بېوزلۍ او نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.

په افغانستان کې د اوچا ویاندې اولګا چروکو ویلي، افغانستان اوس هم د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ له تر ټولو زیان‌منو هېوادونو څخه دی.

هغې د نورستان وروستیو سېلابونو ته په نغوته کې ویلي، چې ډېرو کورنیو خپل عزیزان، کورونه، شتمنۍ او د عاید سرچینې له لاسه ورکړې دي.

د نوموړې د څرګندونو له مخې، مرستندویه بنسټونو له دغو سېلابونو وروسته زیانمنو شویو کسانو ته  خوراکي توکي، سرپناه، روغتیايي خدمتونه، د څښاک اوبه او نورې بېړنۍ مرستې چټکې رسولې دي.

اولګا چروکو زیاته کړې؛ پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه اوس هم د هغوی د ژوند ډېرې برخې لکه: زده‌کړې، کار او خدمتونو ته لاسرسی اغېزمن کړی او په ټولنه کې یې ونډه محدوده ده.

هغې زیاته کړې، په سرحدي سیمو کې نښتې او نه‌چاودېدونکي توکي اوس هم د ملکي وګړو ژوند ګواښي او د افغانستان د ډېرو سیمو ماشومان له خوارځواکۍ کړیږي.

د اوچا ویاندې ټینګار کړی، چې مرستندویه ادارې به خپلې مرستې روانې وساتي؛ خو یوازې بشري مرستې د افغانستان بنسټیزې او اوږدمهالې ستونزې اوارولی نه‌شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

کوچني هېوادونه په نړیوال سیاست کې لږ غوراوي لري – عبدالحي قانت

قانت د سې‌شنبې پر ورځ په ایکس‌پاڼه کې هېوادونه پر درې ډلو وېشلي دي: ستر ځواکونه، منځني ځواکونه او کوچني هېوادونه.

Published

on

 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس عبدالحي قانت ویلي؛ د امریکا، چین او روسیې په څېر ستر ځواکونه د جګړې، سولې او نورو نړیوالو چارو بهیر ټاکي او کوچني هېوادونه اړ دي، چې خپله بهرنۍ تګلاره د دغو هېوادونو له پرېکړو او سټراټیژیو سره برابره کړي.

قانت د سې‌شنبې پر ورځ په ایکس‌پاڼه کې هېوادونه پر درې ډلو وېشلي دي: ستر ځواکونه، منځني ځواکونه او کوچني هېوادونه.

د عبدالحي قانت د څرګندونو له مخې: منځني ځواکونه لکه ترکیه، هند، ایران، جرمني، فرانسه، بریټانیا، انډونیزیا او برازیل که څه هم د سترو ځواکمنو هېوادونو له سیاستونو اغېزمنیږي؛ خو په خپلو سیمو کې د سیاسي بدلونونو په رامنځته کولو کې د پام وړ ونډه لري.

نوموړي ویلي، کوچني هېوادونه په ټوله کې درې ډوله بهرنۍ تګلارې غوره کوي: د سیالو سترو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د توازن ساتل، له یوه ستر ځواک سره همغږي«هجینګ » یا هم داسې تګلاره، چې له څو سترو یا سیمه‌ییزو ځواکمنو هېوادونو سره اړیکې وساتي؛ خو د کوم یوه بشپړ ملاتړ ونه‌کړي.

قانت د امریکا او ایران وروستۍ شخړې ته په نغوته کې ویلي، عمان یوه داسې بریالۍ بېلګې ده، چې د همدې درېیمې تګلارې له غوره کولو سره یې له امریکا، لویدیځو هېوادونو او ایران سره اړیکې ساتلي او هم یې خپل امنیت خوندي کړی او هم د کړکېچ پر مهال د منځګړيتوب رغنده رول لوبوي.

هغه په پای کې ویلي؛ کوچني هېوادونه په نړیوال نظام کې لږ غوراوي لري او بریالیتوب هغه مهال ترلاسه کولی شي، چې روښانه تګلارې(سټراټیژي) کافي سرچینې، پیاوړي بنسټونه او سنجول شوی مشرتابه ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان د افغانستان او هند له اړیکو څخه د ناامنۍ احساس کوي – هند

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري له څه وخت راپدېخوا د افغانستان او هند اړیکو ته په نغوته کې ویلي، چې مسلمانان باید له«کافرانو» سره دوستي ونه‌کړي. هغه همداراز د افغانستان او هند ترمنځ تاریخي او فرهنګي اړیکې هم تر پوښتنې لاندې راوستې وې.

Published

on

د هند حکومت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ څرګندونې، چې د افغانستان او هند د اړیکو په اړه یې کړې وې؛ غندلې دي او ښيي، چې اسلام‌آباد د کابل او نوي ډیلي د اړیکو له پراختیا څخه د ناامنۍ او اندېښنې احساس کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري له څه وخت راپدېخوا د افغانستان او هند اړیکو ته په نغوته کې ویلي، چې مسلمانان باید له«کافرانو» سره دوستي ونه‌کړي. هغه همداراز د افغانستان او هند ترمنځ تاریخي او فرهنګي اړیکې هم تر پوښتنې لاندې راوستې وې.

نوموړي یو ځل بیا د پاکستان پخوانۍ ادعاوې تکرار کړې او دا ادعا یې وکړه، چې نوی ډیلی د پاکستان دننه د وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي.

د دغو څرګندونو په غبرګون کې د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د سې‌شنبې ورځې په خبري غونډه کې ویلي؛ د پاکستان دا څرګندونې ښيي، چې دغه هېواد د افغانستان او هند د مخ پر پراخېدا او مثبتو اړیکو له بهیر څخه د ناامنۍ او اندېښنې احساس کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117