سیمه ییز خبرونه
ایران د سیمې پر امریکای اډو د برید لپاره خپل توغندي چمتو کوي
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې لیکلي، چې ایران په سیمه کې د امریکا د اډو د پر نښه کولو لپاره ډېر چمتو ندی او د دوی توغندي کولی شي اسانه دغو اډو ته ورسیږي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې ویلي، چې که امریکا د ایران پر وړاندې د اسرائیلو په جګړه کې د ایران اټومي تاسیساتو په نښه کولو کې برخه واخلي؛ نو ایران په سیمه کې د امریکایي د اډو د پر نښه کولو لپاره توغندي چمتو کړي دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې لیکلي، چې ایران په سیمه کې د امریکا د اډو د پر نښه کولو لپاره ډېر چمتو ندی او د دوی توغندي کولی شي اسانه دغو اډو ته ورسیږي.
که برید وشي؛ نو ایران ممکن د هرمز په تنګي کې ماینونه ځای پر ځای کړي، چې د امریکا کښتۍ محاصره کړي.
امریکايي چارواکو دا هم ویلي، چې امریکایي ځواکونه د ټولې سیمې په اډو کې تیارسۍ دي.
ټرمپ، چې له دې مخکې یې ویلي وه؛ د هغه یوازنۍ غوښتنه دا ده، چې ایران اټومي وسلې ونلري او په تازه څرګندونو کې یې د ایران د ” تسلیمېدا ” غوښتنه کړې ده.
د دغه راپور له مخې؛ امریکا په منځني ختیځ کې له ۴۰ زره څخه ډېر سرتېري لري او دا ځواکونه د دې سیمې د متحده عربي اماراتو، اردن او سعودي عربستان په پوځي اډو کې تیارسۍ دي.
سیمه ییز خبرونه
پر هرمز تنګي هوکړه شوې؛ له ایران سره اټومي خبرې دوشنبه پیلېږي ــ ټرمپ
ټرمپ ویلي، ټاکل شوې، چې د امریکا او ایران ترمنځ اټومي خبرې د دوشنبې پر ورځ پیل شي او دا خبرې به د ایران پر اټومي بېوسلې کېدا راوڅرخیږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د هرمز تنګي د وضعیت په اړه هوکړه شوې او هیله یې څرګنده کړې، چې د ایران پر اټومي پروګرام به هم هوکړې ته ورسېږي.
ټرمپ ویلي، ټاکل شوې، چې د امریکا او ایران ترمنځ اټومي خبرې د دوشنبې پر ورځ پیل شي او دا خبرې به د ایران پر اټومي بېوسلې کېدا راوڅرخیږي.
هغه دا ادعا هم کړې، چې هغه برید یې لغوه کړی و، چې پر وینا یې« له دوهیمې نړیوالې جګړې راپدېخوا تر ټولو ستر برید» و.
د ټرمپ د څرګندونو له مخې؛ دا پرېکړه له هغې وروسته شوې، چې د فارس خلیج د سیمې یو شمېر مهمو متحدانو له واشنګټنه وغوښتل: د پوځي اقدام پر ځای د ډیپلوماسۍ او هوکړې لاره خپله کړي.
د امریکا ولسمشر د هرمز تنګي د هوکړې او له ایران سره د راتلونکو خبرو د چوکاټ په اړه نور جزئیات نهدي ورکړي.
دغه راز، ایراني چارواکو تر اوسه د ټرمپ دغو تازه څرګندونو ته رسمي غبرګون نهدی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده، چې په سیمه کې کړکېچ او د هرمز تنګي د بېړیو د تګ راتګ د امنیت او د ایران د اټومي پروګرام د راتلونکي په اړه اندېښنې اوس هم د منځني ختیځ له مهمو امنیتي او سیاسي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.
سیمه ییز خبرونه
په خیبرپښتونخوا کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي
دا پېښه د یکشنبې پر ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت د سوات ولسوالۍ د کبل په سیمه کې رامنځته شوې ده.
پاکستاني چارواکو ویلي، د خیبرپښتونخوا ایالت د پولیسو یوه مرکز ته نږدې په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
دا پېښه د یکشنبې پر ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت د سوات ولسوالۍ د کبل په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د چاودنې پر مهال په سیمه کې د پولیسو پر ملاتړ د ځايي اوسېدونکو یوه غونډه روانه وه؛ خو اوس هم څرګنده نهده، چې د برید اصلي موخه همدا غونډه وه که نه.
د سیمې د پولیسو یوه چارواکي فدا حسین رویټرز ته ویلي، په دې چاودنه کې پېنځه پولیس سرتېري او اته ملکي وګړي وژل شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، څوارلسم وژل شوی ښايي بریدګر وي.
پولیسو ویلي، په دې برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان نور هم ټپیان شوي دي.
پولیسو زیاته کړې؛ د هغو کسانو د نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي، چې ښايي په دې برید کې لاس ولري.
د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شریف په یوه خبرپاڼه کې د دې چاودنې له کبله خپله «ژوره خواشیني او خواخوږي» څرګنده کړې ده.
سیمه ییز خبرونه
په مسکو کې چاودنې ۲۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
د رویټرز د راپور له مخې پولیسو ویلي، چاودنه د ځايي وخت له مخې د ماښام له ۸ بجو مخکې د مسکو د کودرینسکایا څلورلارې یوه ایټالوي رسټورانټ ته څېرمه شوې ده. دغه رسټورانټ د سټالین د دورې د مسکو له اووه لوړو ودانیو څخه په یوه کې موقعیت لري.
د مسکو چارواکو ویلي، د شنبې پر ماښام د روسیې د پلازمېنې مسکو په مرکزي برخه کې د یوه لوکس رسټورانټ ترڅنګ د یوې ښځې له لوري لېږدول شوې کورني جوړ شوي چاودېدونکو توکو چاودنه کړې، چې له کبله یې درې کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۱ نور ټپیان دي.
د رویټرز د راپور له مخې پولیسو ویلي، چاودنه د ځايي وخت له مخې د ماښام له ۸ بجو مخکې د مسکو د کودرینسکایا څلورلارې یوه ایټالوي رسټورانټ ته څېرمه شوې ده. دغه رسټورانټ د سټالین د دورې د مسکو له اووه لوړو ودانیو څخه په یوه کې موقعیت لري.
د روسیې د ترهګرۍ ضد کمیټې ویلي، یوې نامعلومې ښځې هڅه کړې وه، چې رسټورانټ ته ننوځي؛ خو امنیتي ساتونکي یې مخه نیولې ده.
د روسیې دولتي خبري آژانس«ریا نووستي» د راپور له مخې؛ دغه ښځه امنیتي ساتونکی او د بالزي روسي ایټالوي رسټورانټ یو پېرېدونکی په ورپسې چاودنه کې وژل شوي دي.
پولیسو ویلي، ټپیانو ته د ټپونو کچه توپیر لري او روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د روسیې دولتي خبري آژانس«ریا نووستي» له پېښې څخه یوه ویډیو خپره کړې، چې په کې درندې وسلې سمبال امنیتي ځواکونه ښکاري. د پېښې ځای د خلکو پر مخ تړل شوی و.
چارواکو د وژل شویو او ټپیانو هویت نهدی څرګند کړی او نه یې ویلي، چې د دې پېښې تر شا د چا لاس دی.
روسیه له اوکراین سره د بشپړې کچې جګړې له پیل څخه نږدې پېنځه کلونه په جګړه کې ښکېله ده.
د روسیې د امنیت فډرالي ادارې(افاسبي) د روان کال په پیل کې ویلي وه، چې د هغو وژنو او د وژنې د هڅو له لړۍ وروسته، چې مسکو یې پړه پر کیف اچولې؛ د لوړپوړیو پوځي چارواکو د ساتنې چارې به نورې هم پیاوړې کړي.
د «کومرسنت» ورځپاڼې د خپلو سرچینو د څرګندونو له مخې ویلي، چاودېدونکې توکي د دې لپاره جوړ شوي وه، چې د رسټورانټ د دوبي په بهرنۍ چوتره کې ناست میلمانه ووژني یا ټپیان کړي.
ورځپاڼې اټکل کړی، چې ښايي چاودنه د لرې کنټرول له لارې شوې وي او هغه ښځه، چې وسیله یې لېږدوله؛ ښايي نه پوهېده، چې دا چاودېدونکې توکي یا وسیله ده.
د رسټورانټ په اوبپاڼه کې لیکل شوي، چې دغه ځای د شنبې پر ورځ د یوې ځانګړې غونډې لپاره تړل شوی و.
-
تازه خبرونه21 hours agoد نورستان سیلابځپلیو ته به هر اړخیزه رسېدنه وشي – ملا برادر په نورستان کې
-
Opinion2 days agoد چین د ۵ او ۱۵ کلنو پراختیايي پلانونه؛ د بريالیتوب رازونه او نړيوال درسونه
-
توسعه4 days agoتوسعه: د غوري سمنټو د تولید هڅې
-
لوبی2 days agoد آسیا فوټبال د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو لوبډلو د لوبو پچهاچونه د اګست پر اتهلسمه ترسره کیږي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoټرمپ پر ایران نوی برید وځنډاوه
-
روغتيا2 days agoپه کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه5 days agoپرلهپسې کړکېچونو په افغانستان کې د انساني قاچاق خطر زیات کړی ــ ملګري ملتونه
-
نړۍ2 days agoد امریکا آیډاهو ایالت په سوداګریز مرکز کې ډزې؛ درې کسان ووژل شول
