Connect with us

تازه خبرونه

نشستی به منظور جلب کمک‌ها در بخش زراعت در کابل برگزار شد

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د قرغزستان سفیر تورداکان صدیقوف، د ازبکستان سفارت درېیم سکرتر فرخد تورابوف، د ترکمنستان د سفارت قونسل ویپانوباتوف، د ملګرو ملتونو دفتر «یوناما» استازي شین اچي، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د بدیل معیشت برخې مسوول ارداکوستیم او د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام “یو ان ډي پي” مرستیال عبدالحمید عمر ګډون کړی و.

خپور شوی

د

Last Updated on: غبرګولى ۲۹, ۱۴۰۴

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو په برخه کې د مرستو راجلبولو او  نړۍوالو بنسټونو سره د همغږۍ لپاره د کرنې او مالدارۍ وزارت د مرستیال صدراعظم عثماني پر مشرۍ، په کابل کې یوه ناسته جوړه شوه.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې د قرغزستان سفیر تورداکان صدیقوف، د ازبکستان سفارت درېیم سکرتر فرخد تورابوف، د ترکمنستان د سفارت قونسل ویپانوباتوف، د ملګرو ملتونو دفتر «یوناما» استازي شین اچي، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د بدیل معیشت برخې مسوول ارداکوستیم او د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام “یو ان ډي پي” مرستیال عبدالحمید عمر ګډون کړی و.

په خبرپاڼه کې راغلي: صدراعظم عثماني دې ناستې ته د وزارت د تېرو درې کلونو د فعالیتونو راپور وړاندې کړ او د کوکنارو د کښت پر وړاندې مبارزه، د کرنې سکټور پیاوړتیا، د بزګرانو او مالدارانو اړتیاوې او له نړۍوالې ټولنې سره د اسلامي امارت ژمنې تشریح کړې.

هغه زیاته کړې: «دغه ناسته مو د دې لپاره جوړه کړې، چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکټور اړتیاوې له ملګرو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره شریکې کړو، چې څنګه له مونږ سره مرسته کولی شي. همداراز، چې د جون پر دېرشمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې کومه نړیواله ناسته ترسره کېږي، یوه ښه موقع ده، چې د مرستو اعلان په کې وشي.»

د کرنې مرستیال زیاته کړې، چې اسلامي امارت د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره جدي او مؤثر ګامونه اخیستي او اوس بزګرانو بدیلې کرنې ته مخه کړې ده.

نوموړي له نړۍوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې د بدیل کرنې د پیاوړتیا لپاره هر اړخیزې همکارۍ وکړي.

همدارنګه د نړۍوالو بنسټونو استازو او ډیپلوماټانو د کرنې او مالدارۍ سکټور ملاتړ ته ژمنتیا وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د قطر په ناسته کې به د مرستو خپلې  کڅوړې اعلان کړي.

د یوناما استازي “شین اچي” ویلي، چې د بزګرانو او پلي شویو پروژو د وضعیت له ارزونې او کتنې وروسته، اړتیاوې تر پخوا زیاتې احساسېږي.

هغه ژمنه وکړه، چې دغه پیغام به مرسته کوونکو هېوادونو ته ورسوي او د نړیوالو پام به افغانستان ته راواړوي.

دغه راز د کرنې وزارت د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب د دې برخې د چمتو شویو ستراتیژیو په اړه معلومات ورکړل او د غنمو تولید، کرنیزو څېړنو، بڼوالۍ، د کیمیاوي سرو کارولو، د اوبو لګولو نوې ټکنالوژۍ ترویج، د لبنیاتو پروسس، صنعتي بوټو، د څړځایونو بیارغونې، د ځنګلونو ساتنې، د کارکوونکو روزنې، د اصلاح شویو تخمونو برابرولو او د نباتي آفتونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې له اړتیاوو یادونه وکړه.

ویل کیږي، چې د قطر نړیواله ناسته به د ۲۰۲۵ کال د جون پر دېرشمه ترسره شي، چې تمرکز به یې د خصوصي سکټور پر ملاتړ، بدیل معیشت او له نشه‌يي توکو سره مبارزه وي.

تازه خبرونه

پاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.

Published

on

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له پاکستان غوښتي، چې د کابل د روږدو د درملنې پر روغتون دې د برید څېړنه وکړي.

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.

د یادې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ دا برید د روژې په وروستیو لس شپو کې رامنځته شوی، چې په کې د ژوند پر درناوي ټینګار کیږي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د روغتیایي ودانیزو بنسټونو پر نښه کول له نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده او باید په هر حالت کې روغتونونه خوندي پاتې شي.

دې ټولنې د پاکستان پر حکومت او پوځي مشرتابه غږ کړی، چې سمدلاسه دا ډول کړنې ودروي، خپل مذهبي، اخلاقي او بشري مسوولیتونه درک کړي او د ملکي تلفاتو د څېړلو لپاره یوه بې‌پرې او رڼه کمیټه جوړه کړي.

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له دواړو لوریو وغوښتل، چې دښمني ودروي؛ د قرآن کریم له آیتونو سره سم پخلا شي او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې بیا پیل کړي.

دغه راز ټینګار شوی، چې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او همکاري دواړه مذهبي دنده او د سیمه‌ییز ثبات لپاره یوه اړتیا ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.

Published

on

بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ امیر خان متقي د اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلګریو له استازیو سره په انلاین ناسته کې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري او د روږدو د درملنې پر امید روغتون د ترسره شوي ظالمانه هوایي برید په اړه، چې په کې سلګونه هېوادوال شهیدان او زخمیان شول معلومات وړاندې کړل او هغه یې له بشري اصولو ښکاره سرغړونه وګڼله.

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.

ویل کیږي، چې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت د روښانه دریځ، بهرني سیاست او راتلونکو اقداماتو په تړاو خپلو استازولیو ته لازمې سپارښتنې هم کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین

سهیل شاهین له انډیا ټوډی سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلام‌آباد ممکن د افغانستان لپاره نور پلانونه ولري او پر ملکي وګړو پراخ بریدونه د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې پر کابل خپلې غوښتنې ومني.

Published

on

په قطر کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین ويلي، چې پاکستان نه غواړي افغانستان د هند په ګډون له نورو هېوادونو سره عادي اړیکې ولري.

سهیل شاهین له انډیا ټوډی سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلام‌آباد ممکن د افغانستان لپاره نور پلانونه ولري او پر ملکي وګړو پراخ بریدونه د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې پر کابل خپلې غوښتنې ومني.

دې ډیپلوماټ له ان‌ډي‌ټي‌وي خبري سرچینې سره په یوه بله مرکه کې د کابل د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان برید سخت وغانده او دا یې “د انسانیت پر وړاندې جنایت” وباله.

په دې برید کې له ۴۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.

د شاهین د څرګندونو له مخې؛ پاکستان ادعا کوي، چې په افغانستان کې یې له بریدونو  موخه د ټي‌ټي‌پي د غړو پر نښه کول دي؛ خو دا ادعاوې بې بنسټه دي.

شاهین د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د پردې تر شاه د خبرو تورونه هم رد کړل.

هغه وایي: « اوسمهال د پردې تر شاه خبرې اترې نشته. دوی پوځي لار غوره کړې ده. په داسې حال کې، چې مونږ تل د مسایلو لپاره سوله‌ییز حل غوښتی دی. هغو لومړی پر افغانستان برید غوره کړی؛ نو فکر کوم، چې دا مسله به د هغو پخپله ژبه ځواب شي.”

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!