Connect with us

تازه خبرونه

 ټرمپ پر سوریې د بندیزونو لرې کولو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا هڅه د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو پېنځه اجرائیوي فرمانونه پای ته رسوي، چې پر سوریې یې بندیزونه لګولي وه.

خپور شوی

د

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر شپه یو داسې اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ، چې پر سوریې یې ډېر بندیزونه لرې کړل.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا هڅه د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو پېنځه اجرائیوي فرمانونه پای ته رسوي، چې پر سوریې یې بندیزونه لګولي وه.

امریکایي چارواکو ویلي، چې د ټرمپ اجرائیوي فرمان حکومت ته سپارښتنه کوي، چې سوریې ته د صادراتو معافیت او د دې هېواد پر وړاندې د کانګرس بندیزونه او نور مسایل په پام کې ونیسي.

د ټرمپ په اجرائیوي فرمان کې راغلي: “دا فرمان پر سوریې بندیزونه لرې کوي؛ خو پر بشارالاسد، د هغه متحدینو، بشري حقونو سرغړونکو، مخدره توکو قاچاق وړونکو او له کیمیاوي وسلو سره د تړلو اشخاصو هڅې، داعش او د هغه ملګرو او ایراني نیابتي ډلو بندیزونه اوس هم پخپل ځای دي.”

دا فرمان د ځینو توکو پر صادراتو کنټرول کموي او سوریې ته د ځینو بهرنیو ځانګړو مرستو په اړه معافیتونه په پام کې نیول کیږي.

په دې اجرائیوي فرمان کې ویل شوي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته لارښوونه کوي، چې هیات تحریر الشام د بهرنۍ ډلې په توګه نومولو، د نړیوال ترهګر په توګه د احمد الشرع نومولو او د ترهګرۍ د دولتي ملاتړ کوونکو په نوملړ کې د سوریې پر شاملولو بیاکتنه وکړي.

په فرمان کې دا ادعا هم شوې، چې ټرمپ د سوریې د ثبات او یووالي، د هغې د داخلي سولې او له ګاونډیانو سره د سولې ملاتړ ته ژمن دی.

ټرمپ له دې مخکې اعلان کړی؛ امریکا پرېکړه کړې، چې پر سوریه لګول شوي اقتصادي بندیزونه کم کړي او د بېخبناوو د بیارغونې، د اقتصادي وضعیت ښه کولو او د هېواد د خلکو د ملاتړ لپاره اړین شرایطو ته زمینه برابره کړي.

د امریکا خزانې وزارت په دې وروستیو کې یو جواز صادر کړ، چې د سوریې پر وړاندې د پخوانیو بندیزونو یوه مهمه برخه یې لرې کړه او اعلان یې وکړ: دا پرېکړه په سوریه کې د سوداګرۍ او پانګونې معاملو د آسانتیا لپاره شوې ده.

د دې نوي جواز له مخې؛ د بندیزونو تر مقرراتو لاندې د سوریې ټولې منع شوي معاملې (له اشخاصو او ادارو پرته) مجاز ګڼل کیږي.

همدارنګه د دې جواز له صادرولو سره اوس به له سوریې حکومت، مرکزي بانک، لویو دولتي شرکتونو او ځینو مالي او رسنیزو ادارو سره مالي معاملې شونې شي.

تازه خبرونه

په افغانستان کې خپل‌سرې ډلې د فعالیت اجازه نه‌لري – ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد د سې‌شنبې پر ورځ په یوه غږیز پیغام کې ویلي؛ د امنیت په اړه د افغانستان دریځ روښانه دی او اجازه نه ورکوي، چې د دغه هېواد خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

Published

on

 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چین او پاکستان د ځانګړو استازو لهخوا د راپورته شویو امنیتي اندېښنو په غبرګون کې ویلي؛ په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ دی او هیڅ فرد یا ډلې ته اجازه نهورکول کېږي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.

مجاهد د سې‌شنبې پر ورځ په یوه غږیز پیغام کې ویلي؛ د امنیت په اړه د افغانستان دریځ روښانه دی او اجازه نه ورکوي، چې د دغه هېواد خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

هغه زیاته کړې، که ځینې هېوادونه د افغانستان په اړه تبلیغات یا اندېښنې رامنځته کوي؛ دا د هغوی خپله موضوع ده او د هېوادونو کورنۍ ستونزې له اسلامي امارت سره تړاو نه‌لري.

هغه ویلي:« افغانستان سراسري امنیت لري. هیڅ خپل‌سرې ډله دلته د فعالیت اجازه نه‌لري او د افغانستان خاوره هم د هیڅ هېواد پر ضد نه‌کارول کېږي، بلکې د دې موضوع مخنیوی شوی دی. که ځینې لوري د افغانستان په اړه اندېښنې رامنځته کوي یا تبلیغات کوي، دا د هغوی خپله موضوع ده. په افغانستان کې واقعي وضعیت دا دی؛ هیڅ داسې خپل‌سرې ډله نشته، چې د کوم لوري لپاره ګواښ وي او د فعالیت اجازه هم نه‌لري.»

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ د دوشنبې پر ورځ د سیمې د امنیت او د افغانستان اړوند وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې وې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د پاکستان د ادعا له مخې، له افغانستان څخه د تحریک طالبان پاکستان او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د ګواښونو په اړه هم نظرونه شریک کړي وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

په خوست کې ۱۵۱ جریبه ځمکه امارتي اعلان شوه

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، یاده ځمکه د ګربز ولسوالۍ د باري په کلي کې موقعیت لري او له دې مخکې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون هم ارزولې وه.

Published

on

د عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د غصب شویو امارتي ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې د اسنادو او شواهدو له ارزونې وروسته د خوست ولایت د ګربز ولسوالۍ ۱۵۱ جریبه ځمکه د اسلامي امارت ملکیت تثبیت کړ.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، یاده ځمکه د ګربز ولسوالۍ د باري په کلي کې موقعیت لري او له دې مخکې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون هم ارزولې وه.

د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې، د ځینو کسانو له‌خوا د دغې ځمکې د امارتي‌والي په اړه د قناعت نه‌لرلو له کبله؛ د دې ځمکې دوسیه د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو قانون د اووه‌لسمې مادې له مخې د مرکزي زون ځانګړې محکمې ته سپارل شوې وه.

یادې محکمې د متصرفانو او کمیسیون اسناد، د ملکیت دفترونه او د اړوند ادارو معلومات وڅېړل او پرېکړه یې وکړه، چې ټوله ۱۵۱ جریبه ځمکه د اسلامي امارت ملکیت دی.

د محکمې د حکم له مخې، پدې ځمکه متصرف کسان اړ شوي، چې یاده ځمکه د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون ته وسپاري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کړکېچ د ژورېدا په حال کې دی ـ د خوړو نړیوال پروګرام

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د هلمند، کندهار، بغلان او لوګر په ګډون په ۱۲ ولایتونو کې د ماشومانو سخته(حاده) خوارځواکي بحراني کچې ته رسېدلې او اټکل کېږي، چې دا وضعیت به تر اکټوبر میاشتې نور هم خراب شي. اوس‌مهال د افغانستان نږدې یو پر درېیمه ولایتونه د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ له کړکېچ سره مخ دي، چې دا تر اوسه تر ټولو لوړه ثبت شوې کچه ده.

Published

on

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کړکېچ نور هم ژورېږي او د بودجې کمښت دې ته اړ کړي، چې د اړتیا تر ټولو حساس پړاو کې خپلې د ژوند ژغورنې اړوند خوړو او تغذیې مرستې راکمې کړي.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د هلمند، کندهار، بغلان او لوګر په ګډون په ۱۲ ولایتونو کې د ماشومانو سخته(حاده) خوارځواکي بحراني کچې ته رسېدلې او اټکل کېږي، چې دا وضعیت به تر اکټوبر میاشتې نور هم خراب شي. اوس‌مهال د افغانستان نږدې یو پر درېیمه ولایتونه د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ له کړکېچ سره مخ دي، چې دا تر اوسه تر ټولو لوړه ثبت شوې کچه ده.

د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کړی، که بېړنۍ مرستې ونه‌رسېږي؛ سږکال به په افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان او ۱.۲ میلیون امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې پر حادې خوارځواکۍ اخته شي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام رییس جان ایلیف ویلي:« د افغانستان په روغتیايي مرکزونو کې د خوارځواکو ماشومانو کمزورې ژړاګانې اورېدل کېږي. په داسې حال کې، چې اندېښمنې میندې د لوږې له کبله کمزورې شوي او خپل ماشومان د درملنې لپاره دغو مرکزونو ته راولي. مونږ د راتلونکي نسل د روغتیا د له منځه تلو شاهدان یوو. آن په داسې فصل کې، چې باید د خوړو د ډېرښت وخت وي. دا دردناکه او د منلو وړ نه‌ده.»

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې؛ پرله‌پسې شخړې، بېکاري، د خوراکي توکو د بیو لوړېدا، د بشري مرستو کمېدا، په منځني ختیځ کې د جګړو له کبله د تغذیوي توکو د لېږد ګډوډي او د پاکستان د سوداګریزو لارو تړل کېدا د دې کړکېچ د ژورېدا مهم لاملونه دي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې په ۲۰۲۵ز.کال کې د بودجې د کمښت له کبله ۱۴۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او له ۱۳زره څخه ډېر ماشومان د خوارځواکۍ له درملنې بې‌برخې شوي دي. همدارنګه نږدې یو میلیون میندو او ماشومانو د روان کال د پېنځه میاشتو لپاره له اړینو تغذیوي خدمتونو ګټه نه‌ده اخیستې.

جان ایلیف خبرداری ورکړی، چې افغانستان اوس د نړۍ له تر ټولو سختو خوارځواکۍ کړکېچونو څخه له یوه سره مخ دی او که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي؛ د خوارځواکو ماشومانو او میندو شمېر به نور هم زیات او د ډېرو کسانو ژوند به له ګواښ سره مخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي؛ د راتلونکو شپږ میاشتو لپاره د خپلو تغذیوي پروګرامونو د دوام او پراختیا لپاره ۵۴۰ میلیون ډالرو بېړنۍ بودجې ته اړتیا لري او ټینګار یې کړی، چې له دې مرستې پرته به په افغانستان کې د خوارځواکۍ کړکېچ نور هم ژور شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117