تازه خبرونه
ملا برادر او د آذربایجان لومړي وزیر د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
په دې کتنه کې، چې د دې هېواد په پلازمېنه باکو کې تر سره شوې شوې؛ دواړو خواوو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه بحث او اندونه تبادله کړل.
د افغانستان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، چې د اقتصادي همکاریو ټولنې (ایکو) په اووهلسمه غونډه کې د ګډون او وینا لپاره آذربایجان جمهوریت ته تللی؛ د دې هېواد له لومړي وزیر علي اسدوف سره د لیدنې پر مهال د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې، چې د دې هېواد په پلازمېنه باکو کې تر سره شوې شوې؛ دواړو خواوو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه بحث او اندونه تبادله کړل.
ملا برادر د آذربایجان له رسمي بلنې او تود هرکلي مننه کړې ده.
د یوې رسمي رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ ملا برادر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکې کچې د لوړولو غوښتنه وکړه او وړاندیز وشو، چې د آذربایجان جمهوریت دې رسماً د اسلامي امارت وړاندیز شوی سفیر ومني. هغه له آذربایجان څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د تېلو او ګازو استخراج، د اوسپنېپټلۍ شبکې پراختیا، د لمریزې او بادي انرژۍ تولید او د کرنې میکانیزم په برخه کې پانګونه وکړي او خپلې تجربې شریکې کړي. هغه د لاجورد دهلیز د فعال ساتلو پر اړتیا هم ټینګار وکړ او دا یې د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیمهییزې اړیکې او سوداګرۍ د پراختیا لپاره اړین یادکړ.
په دې رسنیزې خبرپاڼه کې راغلي: « د آذربایجان لومړي وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ پر مذهبي او کلتوري مشترکاتو ټینګار وکړ. »
دغه راز هغه د کانونو د اکتشاف، د نوي کیدونکې انرژۍ، د اوبو مدیریت، ټرانسپورټ او تخصصي روزنې په برخو کې د همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړ.
نوموړي د آذربایجان له لارې ترکیې ته د افغانستان د ډبرو سکرو له لېږد ملاتړ وکړ او د افغان سوداګرو لپاره د ویزې آسانتیاوې، د زدهکوونکو لپاره بورسونه او په دې هېواد کې یې د افغان بندیانو د قضیو د تعقیب ژمنه وکړه.
دواړو خواوو خپله غونډه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د عملي اقداماتو د پیل کولو لپاره یو ښه فرصت وباله.
تازه خبرونه
په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.
هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.
محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بېاحتیاطي بللې ده.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.
تازه خبرونه
د قطر یوه لوړپوړي چارواکي له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل
په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوستانه اړیکو د پراختیا، د افغانستان د رغنده رول، له نړیوالې ټولنې سره د مثبت تعامل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې او اندونه وړاندې شوي دي.
د قطر ملي امنیت شورا د سرمنشي مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي په کابل کې د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر خلیفه سراجالدین حقاني سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوستانه اړیکو د پراختیا، د افغانستان د رغنده رول، له نړیوالې ټولنې سره د مثبت تعامل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې او اندونه وړاندې شوي دي.
دې قطري چارواکي پرون د افغانستان له دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد سره هم لیدلي وه. دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا پر غځېدا خبرې کړې دي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان اوس هم د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد دی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه5 days agoد ایران پولې ته نږدې ۱۷ افغان کډوال له تندې مړه شوي
-
تازه خبرونه5 days agoد طب افغان زدهکړیالانو د پاکستان د طبي شورا پر پرېکړه خپله دعوه ثبت کړه
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان له امریکا سره د رسمي اړیکو غوښتونکی دی- عبدالقهار بلخي
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان او هند د طبي توکو او درملو د تولید او برابرولو پر پیاوړتیا خبرې پیل کړې
-
لوبی4 days agoهند افغانستان ته په دوهیمه شلآوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoاقتصادي کمیسیون د ۶۶ کورنيو معیارونو مسوده تائید کړه
