Connect with us

تازه خبرونه

د پولیسو لپاره د رسمي یونیفورم اغوستل لازمي شول

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې پرېکړې موخه د نظم رامنځته کول، د خلکو لپاره د پولیسو ځواکونو پېژندل آسانه کول او د رسمي او غیر رسمي کارمندانو ترمنځ په روښانه توګه توپیر کول دي او دا اقدام د رهبرۍ د غونډې د پرېکړې او د وزارت د چارواکي د تصویب پر بنسټ رامنځته شوی دی.

خپور شوی

د

د افغانستان کورنیو چارو وزارت اعلان کړی؛ ټول پولیس منسوبین اړ دي، چې په رسمي ساعتونو کې د مشرتابه لخوا له منظور شوي یونیفورم سره خپلې دندې ترسره کړي.

د دې وزارت د ویاند عبدالمتین قانع د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني پر قانون پلي کولو او وظیفوي نظم د ټینګار ترڅنګ امر کړی: په کاري چاپېریال کې له رسمي لباس پرته هر ډول ګرځېدل منع دي او چارواکي مکلف دي، چې د دا موضوع پلې کلکه څارنه ترې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې پرېکړې موخه د نظم رامنځته کول، د خلکو لپاره د پولیسو ځواکونو پېژندل آسانه کول او د رسمي او غیر رسمي کارمندانو ترمنځ په روښانه توګه توپیر کول دي او دا اقدام د رهبرۍ د غونډې د پرېکړې او د وزارت د چارواکي د تصویب پر بنسټ رامنځته شوی دی.

تازه خبرونه

د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ غونډه؛ د امنیتي تدابیرو او د قانون پر پلي کېدا ټینګار وشو

په خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیفه سراج‌الدین حقاني د اسلامي امارت د رهبر له لوري د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوي توشیح شوي قانون پر پلي کېدا او په محرم الحرام کې د امنیتي تدابیرو پر نیولو ټینګار کړی دی.

Published

on

 

د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دې وزارت د وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني پر مشرۍ د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیفه سراج‌الدین حقاني د اسلامي امارت د رهبر له لوري د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوي توشیح شوي قانون پر پلي کېدا او په محرم الحرام کې د امنیتي تدابیرو پر نیولو ټینګار کړی دی.

نوموړي همداراز د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د بشپړ ټینګښت، د ولس د باور د پیاوړتیا او له جرمونو سره د مبارزې ریاست د تخنیکي امکاناتو او مسلکي وړتیاوو د لوړولو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې پر امنیتي موضوعاتو سربېره د بېلابېلو چارو پر اړوند برخو ټینګار وشو او مسوولانو هم د خپلو اړوند فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

ترکیې د داعش خراسان د یوه لوړپوړي غړي له نیولو خبر ورکړ

د اناتولي خبري آژانس د راپور له مخې، دغه عملیات د داعش خراسان د رسنیزې څانګې پر ضد ترسره شوي دي. نیول شوی کس «احمد کازانجي» نومېږي، چې د «ابوعبیده» او «ابراهیم» پر مستعارو نومونو هم پېژندل کېږي.

Published

on

د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې ویلي، چې د داعش خراسان څانګې یو لوړپوړی غړی یې نیولی او دې هېواد ته یې لېږدولی دی.

د اناتولي خبري آژانس د راپور له مخې، دغه عملیات د داعش خراسان د رسنیزې څانګې پر ضد ترسره شوي دي. نیول شوی کس «احمد کازانجي» نومېږي، چې د «ابوعبیده» او «ابراهیم» پر مستعارو نومونو هم پېژندل کېږي.

کازانجي په ترکیه کې د داعش د پخواني رسنیز مسوول له نیول کېدا وروسته د دغې څانګې مسوولیت پر غاړه اخیستی و. نوموړي د ترکیې له لارې د افغانستان او پاکستان سیمې ته سفر کړی، د داعش خراسان له ډلې سره یوځای شوی او د دې ډلې په روزنیزو مرکزونو کې یې فعالیت کړی دی.

ویل کېږي، چې کازانجي له ترکیې څخه افغانستان او پاکستان ته د داعش د غړو په لېږدولو کې هم ونډه لرله.

د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې دا ادعا هم کړې، چې نوموړي په پاکستان کې د داعش پر مرکزونو له هوايي بریدونو روغ وتلی و او غوښتل یې په ناقانونه توګه ترکیې ته ننوځي، خو پولې ته نږدې د ځانګړو عملیاتو پر مهال ونیول شو.

کازانجي د پلټنو پر مهال د داعش خراسان غړیتوب او د دې ډلې په رسنیزو او تبلیغاتي فعالیتونو کې خپله ونډه منلې ده.

د ترکي چارواکو د څرګندونو له مخې، دې عملیاتو د ترکیې پر ضد د داعش احتمالي طرحې شنډې کړې او دغې ډلې ته یې د جنګیالیو د لېږد شبکې هم افشا کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او پاکستان دې د کړکېچونو له زیاتېدا ډډه وکړي – بریټانیا

فالکنر ویلي: «د پرمختګ تر ټولو ښه او اغېزمنه لاره خبرې اترې دي.»

Published

on

یو بریټانوي چارواکي له پاکستان او افغانستان څخه غوښتنه کړې، چې د کړکېچونو د کمولو او د امنیتي اندېښنو د حل لپاره دې خبرو اترو او دوه‌اړخیزو همکاريو ته لومړیتوب ورکړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان په چارو کې مرستیال وزیر همیش فالکنر اسلامآاباد ته د سفر پر مهال له «ډان» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې بریټانوي چارواکي د وضعیت د ښه درک لپاره له پاکستانيو همکارانو سره نږدې اړیکې لري.

فالکنر ویلي: «د پرمختګ تر ټولو ښه او اغېزمنه لاره خبرې اترې دي.»

هغه زیاته کړې؛ کابل او اسلام‌آباد باید ډاډ ترلاسه کړي، چې د هیڅ یو هېواد له خاورې د بل هېواد پر ضد د ګواښ یا برید لپاره کار نه اخیستل کېږي.

نوموړي همدارنګه په سیمه کې د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه ښودلې او څرګندوي، چې هیڅ هېواد نه غواړي ملکي وګړي زیانمن شي، نه په پاکستان کې او نه په افغانستان کې.

فالکنر په پاکستان کې د افغان کډوالو موضوع ته په نغوته کې د نړیوالو حقوقي اصولو د رعایت غوښتنه کړې؛ خو دا مسئله یې پېچلې بللې ده.

هغه ویلي، د دې ستونزې حل تر ډېره د افغانستان او پاکستان ترمنځ له همکارۍ او همغږۍ سره تړاو لري.

د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچونه زیات شوي او پاکستانیو چارواکو تل په پاکستان کې د بریدونو لپاره د افغان خاورې د کارولو غږ پورته کړی دی؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې رد کړي او څرګندوي، چې هیڅ ډلې ته به د نورو پر وړاندې د افغان خاورې د کارولو اجازه ورنه‌کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!