Connect with us

تازه خبرونه

د بهرنیو مرستو د کمښت له کبله به نږدې ۱۲ میلیون کډوال له اړینو بشري مرستو بې برخې شي- م.م

ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې د مرستو له چټک کمښت وروسته یو اعشاریه ۹ میلیونه راستندېدونکي کافي مرستې نه ترلاسه کوي او له ګاونډ هېوادونو یې غوښتي، چې په داسې حالت کې افغان کډوالو ته شا نکړي.

خپور شوی

د

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې نږدې ۱۱.۶ میلیون کډوال به له اړینو بشري مرستو بې برخې پاتې او ۱.۹ میلیون راستنېدونکي افغان کډوال د مرستو له کمښت وروسته کافي مرستې ترلاسه کولی نشي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې د مرستو له چټک کمښت وروسته یو اعشاریه ۹ میلیونه راستندېدونکي کافي مرستې نه ترلاسه کوي او له ګاونډ هېوادونو یې غوښتي، چې په داسې حالت کې افغان کډوالو ته شا نکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانانو له جبري ایستلو څخه ډډه وکړي او له هغوي سره د بشري او نړیوالو اصولو له مخې چلند ترسره کړي.

دا نږدې درېیمه برخه هغه کډوال دي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له‌خوا خدمات ورکول کیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د بهرنیو اړیکو د څانګې مشرې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د راستنېدونکو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د بهرنیو اړیکو د څانګې مشره ډومینیک هیډ وایي: ” د افغانستان په څېر هېوادونو کې، چې کډوال راستنېدو ته اړ کیږي او د دوی کوربه هېوادونه جبري دوی را باسي؛ وضعیت د اندېښنې وړ دی. دا بېرته راستنېدنه په خورا لوی شمېر او سختو شرایطو کې ترسره کیږي؛  ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر زیانمن کیږي او د مرستو وضعیت خراب دی. مونږ اندېښمن یوو، چې شاوخوا ۱۱.۶ میلیون کډوال اړینو مرستو ته لاسرسی له لاسه ورکړي. دا په دې معنا ده؛ د هغو خلکو درېیمه برخه، چې مونږ یې دمخه مرسته کوله نور به هیڅ شی ترلاسه نکړي.”

بل لورته، په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویاندې د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې ډاډ ترلاسه کړي؛ افغانستان ته د کډوالو ایستل پخپله خوښه، خوندي او له نړیوالو قوانینو سره سم ترسره شي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکې د سیمې حکومتونو ته ویلي، چې دوی باید په اوس وخت کې افغانانو ته شا نکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویانده راوینا شامداساني ویلي:«  د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ له ټولو هېوادونو څخه د افغانانو د جبري ایستلو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کړې ده. د سیمې هېوادونه باید ډاډ ترلاسه کړي، چې د افغان کډوالو راستنېدل په خپله خوښه، باعزته او خوندي ډول او له نړیوالو قوانینو سره سم وي. په تېرو اووه میاشتو کې، شاوخوا یو اعشاریه ۹ میلیون کسان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. یوازې له ایران څخه، د کال له پیل راپدېخوا یو اعشاریه ۵ میلیون کسان راستانه شوي، چې ۶۰ سلنه یې جبري را ایستل شوي دي.”

دغه راز د بشري حقونو ساتونکي او ملګري ملتونه د سیمې له هېوادونو څخه له افغان کډوالو سره عادلانه او انساني چلند غواړي، افغان راستنېدونکي د راایستلو پرمهال له سختو شرایطو او ناسم چلند څخه شکایت کوي.

په داسې حال کې، چې د ایران ولسمشر تائید کړې؛ د افغان کډوالو د ایستلو په بهیر کې ستونزې شته، خو مسعود پزشکیان وایي: هېواد یې هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي، چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له درناوي سره ترسره شي.

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ دوام هیڅ لوري ته ګټه نه‌لري – ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد، چې نن یې د «حکومت د رسنیو په هېنداره کې» نومي پروګرام کې خبریي ناستې ته ویلي؛ اسلامي امارت نه غواړي له هیڅ هېواد سره سیاسي او اقتصادي کړکېچ رامنځته شي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ دوام د دواړو هېوادونو په ګټه نهدی او اسلامي امارت هڅه کوي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ شته ستونزې د خبرو او رغنده تعامل له لارې اوارې کړي.

مجاهد، چې نن یې د «حکومت د رسنیو په هېنداره کې» نومي پروګرام کې خبریي ناستې ته ویلي؛ اسلامي امارت نه غواړي له هیڅ هېواد سره سیاسي او اقتصادي کړکېچ رامنځته شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، پاکستان د افغانستان د ټرانزیټي لارو له تړلو سره افغان سوداګرو او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته ستونزې جوړې کړې دي.

هغه وایي:« وروستۍ هڅې روانې دي، چې د دغو ستونزو د بنسټیز اواري لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي.»

د اسلامي امارت ویاند د خپلو خبرو په بله برخه کې «متحدې جبهې» نومې ډلې ته په نغوته کې ویلي، دغه ډله یوازې په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت لري او د افغانستان دننه اغېزناک حضور نه‌لري.

ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې، افغان امنیتي ځواکونه به هیچا ته اجازه ورنه‌کړي، چې د هېواد امنیت او ثبات وګواښي.

هغه همداراز ویلي، ورته ډلو پخوا هم په بېلابېلو نومونو په افغانستان کې فعالیت کاوه او اوس یې یوازې نومونه بدل کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې د کورني امنیت ټینګښت او له ګاونډ هېوادونو سره د باثباته اړیکو ساتل د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بغلان کې دوه زره کلنه لرغونې سکه ولایتي موزیم ته وسپارل شوه

د بغلان اطلاعاتو او کلتور رییس اسدالله مصطفی هاشمي ویلي، دا لرغونې سکه یوه ماشوم هلک د برکې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د څارویو د څرولو پر مهال موندلې وه.

Published

on

 

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي؛ یوه شاوخوا دوه زره کلنه لرغونې سکه، له موندل کېدا او قانوني پړاوونو له بشپړېدا وروسته د دې ولایت ولایتي موزیم ته سپارل شوې ده.

د بغلان اطلاعاتو او کلتور رییس اسدالله مصطفی هاشمي ویلي، دا لرغونې سکه یوه ماشوم هلک د برکې ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د څارویو د څرولو پر مهال موندلې وه.

د اسدالله مصطفی هاشمي د څرګندونو له مخې؛ دغه تاریخي سکه د قانوني پړاوونو له بشپړېدا وروسته د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته سپارل شوې او اوس د همدې ریاست په ولایتي موزیم کې ساتل کېږي.

هاشمي زیاته کړې: لومړنۍ څېړنې ښيي، چې دا سکه د یونان ـ باختري دورې پورې اړه لري او شاوخوا دوه زره کاله لرغونې ده؛ خو د هغې د کره نېټې، ځانګړنو او اصالت د معلومولو لپاره به نورې څانګیزې څېړنې هم ترسره شي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس د دې ولایت له اوسېدونکو غوښتي، که لرغوني آثار ومومي؛ نو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته دې وسپارل شي، چې د هېواد له فرهنګي میراث څخه په سمه توګه ساتنه وشي او راتلونکو نسلونو ته خوندي پاتې شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اروپا اسلامي امارت ته له انزوا څخه تعامل ته نږدې کېږي – د هند څېړنیز بنسټ

دغه بنسټ په یوه خپره شوې لیکنه کې لیکلي، چې د ۲۰۲۶ز. کال په جون کې د اروپايي ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ په اړیکو کې مهم بدلون رامنځته شو؛ هغه مهال، چې اروپايي چارواکو په بروکسل کې د اسلامي امارت د پېنځه کسیز پلاوي کوربه‌توب وکړ. دغه پلاوی د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقاهر بلخي پر مشرۍ، د بلجیم له لوري د یوې ورځې ویزې له ترلاسه کولو وروسته دغه هېواد ته ولاړ.

Published

on

د «آبزرور» څېړنیز بنسټ د افغانستان اسلامي امارت او اروپايي ټولنې د اړیکو په اړه په یوه شننه کې لیکلي، چې د دواړو لوریو وروستي تعاملات ښيي، چې اروپا ورو ورو د انزوا له پالیسۍ عملي تعامل ته مخه کوي.

دغه بنسټ په یوه خپره شوې لیکنه کې لیکلي، چې د ۲۰۲۶ز. کال په جون کې د اروپايي ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ په اړیکو کې مهم بدلون رامنځته شو؛ هغه مهال، چې اروپايي چارواکو په بروکسل کې د اسلامي امارت د پېنځه کسیز پلاوي کوربه‌توب وکړ. دغه پلاوی د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقاهر بلخي پر مشرۍ، د بلجیم له لوري د یوې ورځې ویزې له ترلاسه کولو وروسته دغه هېواد ته ولاړ.

د دې شننې له مخې، دغه خبرې د جنورۍ په میاشت کې د اتریش د سفر پر مهال د دواړو لوریو د لومړۍ لیدنې پر دوام ترسره شوې او تمرکز یې پر کډوالۍ، افغانستان ته د افغان وګړو بېرته ستنېدا او د هغو پناه غوښتونکو د ایستلو پر بهیر و، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي یا د کوربه هېوادونو له لوري امنیتي ګواښ ګڼل شوي دي.

«آبزرور» څېړنیز بنسټ ټینګار کړی، چې اروپايي کمیسیون دغه لیدنې د اسلامي امارت د رسمي پېژندنې پر معنا نه‌ګڼي؛ خو دا ناسته د اسلامي امارت لپاره مهمه ډیپلوماټیکه لاسته راوړنه بلل کېږي، ځکه په ۲۰۲۱ز.کال کې واک ته د اسلامي امارت له بېرته ستنېدا وروسته د لومړي ځل لپاره د اسلامي امارت رسمي پلاوي په اروپا کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره خبرې وکړې.

په شننه کې راغلي، چې د کابل لپاره د دې سفر ارزښت یوازې د کډوالۍ تر موضوع محدود نه‌و، بلکې موخه یې د باور رامنځته کول، په اروپا کې د ډیپلوماټیک حضور ساتل او د افغان وګړو د باعزته ستنېدا د بهیر ډاډ ترلاسه کول ول.

دغه راز په لیکنه کې راغلي، د اسلامي امارت پلاوي د دې حکومت له لوري د ټاکل شویو ډیپلوماټانو لپاره د افغانستان په اروپايي سفارتونو کې د فعالیت د اجازې غوښتنه بیا مطرح کړې ده. په داسې حال کې، چې د دغو استازولیو ډېری یې له جرمني پرته اوس هم د ۲۰۲۱ز.کال له اګست مخکې د ټاکل شویو ډیپلوماټانو له‌خوا اداره کېږي.

دغه بنسټ لیکلي، چې له اسلامي امارت سره د اروپايي ټولنې تعامل په داسې حال کې زیاتېږي، چې اروپايي هېوادونه له کورني فشار سره مخ دي، چې د کډوالۍ پالیسۍ سختې او د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر چټک کړي.

د اروپايي ټولنې د څرګندونو له مخې، د دې ټولنې غړو هېوادونو د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ز.کلونو ترمنځ د افغان وګړو د پناه غوښتنې شاوخوا یو میلیون غوښتنلیکونه ترلاسه کړي، چې نږدې نیمايي یې منل شوي دي.

په شننه کې ویل شوي: له دې کبله، چې اسلامي امارت اوس هم افغانستان اداره کوي؛ د افغان کډوالو د بېرته ستنېدا، قونسلۍ خدمتونو او بشري مرستو د همغږۍ په اړه هر ډول پراخ تړونونه له کابل سره له همکارۍ پرته ستونزمن دي.

دغه بنسټ زیاتوي؛ اروپايي چارواکو ټینګار کړی، چې دا لیدنې تخنیکي وې او د اسلامي امارت د پېژندنې معنا نه‌لري؛ خو ځینې نیوکه کوونکي باور لري، چې د ویزې ورکول او له اسلامي امارت سره خبرې کول ښايي د تدریجي تعامل او د دغه حکومت د عملي پېژندنې نښه وي.

په شننه کې راغلي، چې د اروپايي ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ همکاري له سیاسي او بشري ننګونو سره مخ ده. دغه بنسټ په تېر یو کال کې له پاکستان او ایران څخه د څه باندې درې میلیون افغانانو جبري ستنېدا ته په نغوته کې ویلي، چې له اروپا څخه د افغانانو د ایستلو زیاتوالی به پر افغانستان ډېر فشار راوړي؛ هغه هېواد، چې له اقتصادي ستونزو، نړیوالو بندیزونو او بشري کړکېچ سره مخ دی.

«آبزرور» څېړنیز بنسټ زیاته کړې؛ د بشري حقونو بنسټونو له اروپايي ټولنې غوښتي، چې له اسلامي امارت سره د کډوالۍ په تړونونو کې د بشري حقونو په اړه د خپلې بهرنۍ پالیسۍ اصول په پام کې ونیسي او له هغو کړنو ډډه وکړي، چې د افغانستان د اوسني حکومت د مشروعیت ورکولو په توګه تعبیرېدی شي.

ویل کیږي، چې بروکسل ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر تر ډېره د یوه ستر ډیپلوماټیک پرمختګ پر ځای، د دې ښکارندوی دی، چې د کډوالۍ مدیریت، قونسلي چارې او د بشري مرستو همغږي له کابل سره له تعامل پرته  حل کېدی نه‌شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117