تازه خبرونه
د افغانستان د ختیځ زلزله ځپلو ته د هند ۲۱ ټنه مرسته ورسېده
د هند بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر وبلي، چې په دې جوپه کې ۲۱ ټنه بېلابېل توکي، چې په کې کمبلې، خېمې، طبي تجهیزات، د اوبو زیرمې، اړین درمل او نور د اړتیا وړ توکي رانغاړي.
د هند بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې، چې د افغانستان د ختیځ زلزله ځپلو ته د هند هېواد د بشري مرستو لومړۍ جوپه کابل ته رسېدلې ده.
د هند بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر وبلي، چې په دې جوپه کې ۲۱ ټنه بېلابېل توکي، چې په کې کمبلې، خېمې، طبي تجهیزات، د اوبو زیرمې، اړین درمل او نور د اړتیا وړ توکي رانغاړي.
هغه زیاته کړې، چې نوی ډیلي په افغانستان کې د بشري وضعیت څارنه کوي او په راتلونکو ورځو کې به نورې مرستې هم ولېږل شي.
څو ورځې مخکې د افغانستان ختیځ ولایتونه د رښتر پر کچه ۶.۲ درجې زلزلې ولړزول، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۱۱ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ، له ۳ زره څخه ډېر نور ټپیان او له ۵ زره ډېر کورونه ویجاړ شول.
تازه خبرونه
Tahawol: Discussion on fear of internal disputes in Iran
تازه خبرونه
عمومي عفو د دې لپاره ده، چې افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي – د اسلامي امارت رهبر
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده ویلي، چې د اسلامي امارت عمومي عفو د دې لپاره اعلان شوې، چې غچاخیستنه ونهشي او افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي.
هغه زیاته کړې: «مونږ مجاهدین له غچاخیستنې راګرځولي او له دې کاره مو منع کړي دي.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شیخ هبةالله آخوندزاده د څرګندونو له مخې لیکلي، چې نوموړي دا څرګندونې له والیانو، د علماوو شورا له رییسانو، د استیناف محکمو له رییسانو او د هېواد د شمال ختیځ او شمال لویدیځو زونونو د نهه ولایتونو له یو شمېر مشرانو او علماوو سره په ناسته کې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې ناسته کې د کندهار والي، د علماوو شورا مسوولان، د سترې محکمې نظامي مرستیال، د مرکزي دارالافتا عمومي رییس، د دیني خپرونو د ارزونې رییس او یو شمېر استادانو او مدرسو مسوولانو هم ګډون کړی و.
د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: « مونږ هغوی ته وویل، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېدئ؛ مونږ به تاسې نه وژنو او حساب به درسره نهکوو. هغوی خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او مونږ هم وبښل. وروسته مو هم حساب ورسره ونهکړ او اوس هم داسې کار نهکوو. کله، چې مونږ له شل کلونو جګړې وروسته، چې په کې ډېر ظلمونه شوي وه؛ دومره ستره عفو وکړه؛ تاسې هم هڅه وکړئ خلک وهڅوئ، چې یو بل وبښي؛ ځکه د تېر وخت ډېرې بدۍ او کینې اوس هم د خلکو ترمنځ پاتې دي.»
نوموړي د خپلو پارښتنو پر مهال ټینګار وکړ: اړینه ده، چې اوس هڅه وکړئ؛ خلک له دښمنیو او کینو څخه تېرېدا ته وهڅوئ، په خپلو کې سوله او پخلاينه وکړي او یو بل وبښي. دا دښمنۍ او کینې باید راتلونکو نسلونو ته ونهلېږدېږي، چې راتلونکي نسلونه د وژنو، غچاخیستنو او نښتو ښکار نهشي.»
د خپلي وینا په وروستۍ برخه کې یې مسوولانو ته د تقوا، تواضع، عاجزي او د خلکو تر منځ د عدالت پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او سپارښتنه کوي، چې په خپلو مسوولیتونو کې یوازي د الله تعالی رضاء مقصود وګرځوئ او د خلکو د هدایت وغواړئ.
تازه خبرونه
د څه باند ې۲۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د هرات د مالګې کان د استخراج تړون لاسلیک شو
دا تړون نن پنجشنبه( د غبرګولي څوارلسمه ) د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د «رېډګولډ آسیا» د کانونو د استخراج او پروسس شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
-
لوبی5 days agoافغانستان د «الماس جوبیلي» په پرانیستونکې سیالۍ کې له مالډیف سره مخامخ کېږي
-
لوبی3 days agoشپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ ته غوره شول
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او روسیې ترمنځ دې ویزې لغوه شي- روسي چارواکی
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د تنباکو کارېدنه مخ پر زیاتېدو ده؛ د روغتیا نړیوال بنسټ پر ګډو اقداماتو ټینګار وکړ
-
نړۍ4 days agoد احمد الشرع او ټرمپ ټیلیفوني خبرې؛ دمشق د امریکا د بندیزونو د پوره لرې کېدا غوښتنه وکړه
-
لوبی3 days agoافغانستان به په ډیلي کې د ۲۰ اوریزو سیالیو د لړۍ کوربه وي – راپورونه
-
تازه خبرونه2 days agoپه قطر کې د افغان پناهغوښتونکو منلو ته لږ تر لږه پېنځه هېوادونه لېواله دي – مارکو روبیو
-
International Sports3 days agoد ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام د لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان شو
