لوبی
عمرزی د بنګله دېش پر وړاندې ډېر ښه وځلېد
عمرزي د بنګله دېش د درې اړینو ویکټو پر ګټلو د بنګلهدېش د توپوهنې بنسټ ولړزاوه او بیا یې پخپلو چټکو منډو د افغانستان لپاره د منډو ټاکل شوی ۲۲۲ هدف پوره او ۴۰ چټکې منډې یې جوړې کړې.
عظمت الله عمرزی په ابوظبي کې د لومړۍ یو ورځنۍ لوبې پر مهال زړهراکښونکې توپوهنه او توپاچونه وکړه او بنګله دېش ته یې د پېنځه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.
عمرزي د بنګله دېش د درې اړینو ویکټو پر ګټلو د بنګلهدېش د توپوهنې بنسټ ولړزاوه او بیا یې پخپلو چټکو منډو د افغانستان لپاره د منډو ټاکل شوی ۲۲۲ هدف پوره او ۴۰ چټکې منډې یې جوړې کړې.
افغانستان په اتهڅلوېښتم اور کې لوبه وګټله؛ لوبډلمشر حشمت الله شاهیدي ۳۴ منډې جوړې کړې او محمد نبي پخپله شپږیزه لوبه پای ته ورسوله.
راشد خان لومړنی افغان شو، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۰۰ ویکټې ترلاسه کړې. په داسې حال کې، چې رحمت شاه هم د ۴۰۰۰ منډو هدف پوره کړ.
راشد د بنګله دېش د لوبډلمشر مهدي حسن میراز په ګډون درې ویکټې واخیستې.
بنګله دېش په ۴۸.۵ اورونو کې پر ۲۲۱ منډو وسوځېد.
ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګربز ښه پیل وکړ؛ خو له دوه ویکټو وروسته رحمت شاه او ګربز د ۵۰ منډو لوبه مساوي کړه او بیا عمرزي بریا ته لار اواره کړه.
له دې بریا سره افغانستان په لړۍ کې ۱ـ۰ مخکښ شو.
لوبی
افغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ۱۶۰ غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو وزنونو کې یې سیالۍ وکړې.
د دودیزو غېږنیونې نړیوالې سیالۍ، چې د افغانستان پر کوربهتوب په کابل کې له درې ورځنیو سیالیو وروسته د اووه هېوادونو د لوبغاړو پر ګډون پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ۱۶۰ غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو وزنونو کې یې سیالۍ وکړې.
دې سیالۍ درې برخې لرلې: کورش، رستمي غېږنیونه او کشتینګېري، چې د سیمې د دودیزو رزمي ورزشونو ښکلی انځور یې وړاندې کړ.
د کورش په برخه کې ازبکستان لومړی مقام، تاجکستان دوهیم مقام او افغانستان درېیم مقام خپل کړ.
د رستمي غېږنیونې په برخه کې افغانستان لومړی، ازبکستان دوهیم او تاجکستان درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
په کشتینګېري برخه کې تاجکستان لومړی، ازبکستان دوهیم او افغانستان درېیم مقامونه وګټل.
لوبی
د یو بل سپورټي پړاو پیل؛ له آریانا ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ تړون لاسلیک شو
د دې تړون له مخې؛ د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ به د ۱۰ ورځو لپاره په لس وزني کټګوریو کې له ۳۵۰ څخه د زیاتو لوبغاړو پر ګډون ترسره شي.
نن(چارشنبه د غویي دوهیمه) د هېواد د غېږنیونې ملي فډراسیون د چارواکو په شتون کې له آریانا نړیوال راډیو ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ د لومړي پړاو تړون لاسلیک شو.
د دې تړون له مخې؛ د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ به د ۱۰ ورځو لپاره په لس وزني کټګوریو کې له ۳۵۰ څخه د زیاتو لوبغاړو پر ګډون ترسره شي.
دا سیالۍ د پېنځه پړاویز پروګرام پر بڼه په پام کې نیول شوي او تړون یې د راتلونکو پېنځه پړاوونو لپاره لاسلیک شوی دی.
دغه راز دا سیالۍ به د ۲۰۲۶ ز.کال د جون له لومړۍ نېټې پیل او د همدې میاشتې تر لسمې پورې به هره شپه د ماښام له ۶:۰۰ څخه تر ۹:۰۰ پورې په ۲زره ۵۰۰ کسیز ورزشي سالون کې ترسره شي.
دا هڅه په هېواد کې د رزمي سپورټ د ودې او د لوبغاړو د ملاتړ په برخه کې یو اړین ګام ګڼل شوی دی.
ویل کیږي، چې دا سیالۍ به د آریانا نړیوالې راډیو ټلوېزیون له لارې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرې شي.
لوبی
آریانا ټلویزیون د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوهیم پړاو خپروي
د سیالیو دوهیم پړاو به د غوایي له یوویشتمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ پورې د دوه اوونیو لپاره ترسره شي. سیالۍ به هره ورځ د ماسپښین له ۱:۰۰ څخه د ماښام تر ۶:۰۰ پورې په کابل کې د آریانا ټلویزیون له پراخې سټوډیو څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
آریانا ټلویزیون د تېر کال د لومړۍ پړاو له بریالي خپراوي وروسته د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوهیم پړاو د تولید او خپرولو حقونه ترلاسه کړي دي.
د سیالیو دوهیم پړاو به د غوایي له یوویشتمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ پورې د دوه اوونیو لپاره ترسره شي. سیالۍ به هره ورځ د ماسپښین له ۱:۰۰ څخه د ماښام تر ۶:۰۰ پورې په کابل کې د آریانا ټلویزیون له پراخې سټوډیو څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.
تمه ده، چې په دې سیالیو کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د تنکیو، ځوانو او تجربه لرونکو لوبغاړو په ګډون شاوخوا ۶۰ لوبغاړي برخه ولري.
دا سیالۍ به د ګروپي پړاو پر جوړښت پیل شي او تر پایلوبې ورسیږي. دا پړاو به یو ځل بیا د ۶ توپونو چټک سنوکر بڼه ولري.
په لومړي پړاو کې نوید نادري د رییس خان هوتک پر وړاندې ۷ پر ۶ اتلولي وګټله. ۳۲ کلن نادري له غوره یو اوونیزې سیالۍ وروسته اتلولي ترلاسه کړه.
د هېواد شپاړس غوره لوبغاړو، چې ډېری یې تنکي ځوانان ول؛ په پرانیستونکې سیالۍ کې برخه واخیسته او خپل ځلیدونکي استعدادونه یې نندارې ته وړاندې کړل.
د ملي سنوکر فډراسیون رییس وحیدالله اصغري هغه مهال له لوبغاړو داسې ستاینه وکړه، چې ځوانو لوبغاړو پیاوړې وړتیا ښودلې او د دې سپورټ راتلونکی هیله بښونکی دی.
د ټورنمنټ لومړی پړاو د آریانا ټلویزیون لهخوا په ټول هېواد کې تنظیم او خپور شواو په دې اړه یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه او د سیالیو پوښښ یې د پام وړ لیدونکي راجلب کړل.
سنوکر د افغانستان په ښاري سیمو کې ځوان نسل پر ځان راټول کړی؛ ځانګړي کلپونه لري او سیالیو ته جمتو کیږي. تمه ده، چې د آریانا سنوکر اتلولۍ جام بیا هم زړه راکښونکی شي او خپل پیاوړي لوبغاړي وځلوي.
تنظیم کوونکي وايي، چې دوهیم پړاو به هم تېر کال ته ورته بریالی ترسره شي او لوبغاړي به پر ملي کچه خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.
-
International Sports5 days agoآریانا ټلویزيون افغانانو ته د آسیا جام غوره لوبډلو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي
-
تازه خبرونه5 days agoآلمان پر بېلابېلو جرمونو محکوم ۲۵ افغانان کابل ته راولېږل
-
تازه خبرونه4 days agoپه امریکا کې د کابل هوايي ډګر د برید پر تور یو افغان مجرم وپېژندل شو
-
تحول4 days agoتحول: د افغانستان د بېثباتۍ په اړه د روسیې ادعا
-
تازه خبرونه3 days agoاټریش له ازبکستان سره د افغان کډوالو د ایستلو د آسانتیا لپاره تړون لاسلیکوي
-
تازه خبرونه4 days agoد لسګونو رسنیزو سرغړونو ارزونه؛ د سلګونو رسنیزو جوازونو صادرول او غځول
-
پرمختګ او بشپړتیا4 days agoپه پنجشېر کې له شمال ختیځو ولایتونو سره د هېواد د مرکزي ولایتونه د نښلولو هڅې روانې دي
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې ناورین؛ ځمکې ښویېدنې پېنځه کانکېندونکي له ژوند بېبرخې کړل
