Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان پر افغانستان د امریکا د بریدونو لپاره د خپلې خاورې کارول رد کړل

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري له یو شمېر خبریالانو سره په یوه خبري غونډه کې په دې اړه راپورونه “بې بنسټه او ناسم” وبلل.

خپور شوی

د

د پاکستان پوځ هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې امریکا د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې هوايي بریدونه کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري له یو شمېر خبریالانو سره په یوه خبري غونډه کې په دې اړه راپورونه “بې بنسټه او ناسم” وبلل.

دا څرګندونې د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد د هغو څرګندونو په ځواب کې راپورته شوي، چې ویلي یې ول: د امریکایي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریم څخه افغانستان ته راننوځي.

ذبیح الله مجاهد ویلي؛ کابل له اسلام‌آباد څخه غوښتنه کړې، چې د افغانستان پر ضد د عملیاتو لپاره د خپلې خاورې او هوايي حریم څخه د کار اخیستو مخه ونیسي.

د پاکستان د پوځ ویاند دا هم ویلي، چې د هېواد ځواکونو په تېرو درې یا څلور میاشتو کې ۱۱۲ بهرني جنګیالي وژلي دي. دا یو حقیقت دی، چې پاکستان په خپلواکه توګه له ترهګرۍ سره مبارزه کوي او له امریکا سره هیڅ راز پوځي همکاري نلري.

کارپوهانو ويلي؛ دا نوی دریځ یو ځل بیا د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د امنیتي او سیاسي اړیکو پېچلتیاوې روښانه کوي، چې د اوربند او د سولې خبرو خنډ هم ګڼل کیږي.

تازه خبرونه

په کابل ښار کې د چاودنې له کبله مرګ او ‌ژوبله رامنځته شوه

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدران په ایکس پاڼه  کې لیکلي، چې دا چاودنه په شهرنو سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

امنیتي سرچینو ویلي، چې نن له غرمې وروسته(دوشنبه د مرغومي نهه‌ویشتمه) د کابل ښار د لسمې ناحیې د ګل‌فروشۍ په اړوند کوڅه کې چاودنه رامنځته شوې، چې کبله یې یو شمېر کسانو ته مرګ او ‌ژوبله اوښتې ده.

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدران په ایکس پاڼه  کې لیکلي، چې دا چاودنه په شهرنو سیمه کې رامنځته شوې ده.

د یوشمېر راپورونو له مخې؛ چاودنه د یوه رسټورانټ مخې ته شوې، خو نورو بیا ویلي، چې پېښه په یوه هوټل کې رامنځته شوې ده.

د ځدراڼ د څرګندونو له مخې؛ د دغې پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

د کابل ایمرجنسي روغتون څرګنده کړې، چې د شهر نو له چاودنې وروسته ۲۰ کسان روغتون ته راوړل شوي، چې اووه کسانو یې سا ورکړې ده.

یوې سرچینې آریانا نیوز ته تائید کړه، چې په چاودنه کې چینایي اتباع هم ټپیان شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان لوی درستیز د قطر په نړیوال دفاعي نندارتون کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي زیاته کړې؛ دغه نندارتون له ۲۰۰۸ راپدېخوا هر کال د قطر په پلازمېنه کې ترسره او د دفاعي سکټور له مهمو نړیوالو پېښو څخه شمېرل کېږي، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو لوی درستیزان، لوړپوړي پوځي چارواکي او د معتبرو دفاعي شرکتونو استازي ګډون کوي.

Published

on

د ملي دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز محمد فصیح‌الدین فطرت پرون پر یوه رسمي سفر قطر هېواد ته تللی او نن یې په دوحه ښار کې د «ډیمډیکس» نړیوال دفاعي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي زیاته کړې؛ دغه نندارتون له ۲۰۰۸ راپدېخوا هر کال د قطر په پلازمېنه کې ترسره او د دفاعي سکټور له مهمو نړیوالو پېښو څخه شمېرل کېږي، چې په کې د بېلابېلو هېوادونو لوی درستیزان، لوړپوړي پوځي چارواکي او د معتبرو دفاعي شرکتونو استازي ګډون کوي.

خوارزمي ټینګار کړی، چې په دې نړیواله پېښه کې د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو د لوړپوړي استازي ګډون؛ له هېوادونو او نړیوالو شرکتونو سره د پوځي او دفاعي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت برابروي او افغانستان ته دا امکان ورکوي، چې د پوځي ټکنالوژۍ او وروستیو لاسته راوړنو په اړه له نږدې خبر شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هرات ولایت کې د جګړو له مهال پاتې ۵۰۰ کیلوګرامه بم شنډ شو

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د خلکو له خبر ورکولو وروسته سیمه د تخنیکي دلې له لوري وپېژندل شوه او د هیلو ټرسټ نړیوالې مؤسسې عملیاتي ځواکونه د اړوند ادارو پر همغږۍ سیمې ته ولېږل شول. یادو کاري ډلو له اړینو څېړنو وروسته؛ بم د بشپړو امنیتي اصولو په پام کې له نیولو سره یوې نامېشتې سیمې ته ولېږداوه او بیا هلته خوندي له منځه یووړ شو.

Published

on

د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي چمتووالي ادارې مسوولانو خبر ورکړی، چې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د تېرو جګړو له مهاله پاتې یو ۵۰۰ کیلوګرامه بم بریالی شنډ شوی دی.

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د خلکو له خبر ورکولو وروسته سیمه د تخنیکي دلې له لوري وپېژندل شوه او د هیلو ټرسټ نړیوالې مؤسسې عملیاتي ځواکونه د اړوند ادارو پر همغږۍ سیمې ته ولېږل شول. یادو کاري ډلو له اړینو څېړنو وروسته؛ بم د بشپړو امنیتي اصولو په پام کې له نیولو سره یوې نامېشتې سیمې ته ولېږداوه او بیا هلته خوندي له منځه یووړ شو.

دغه بم هغه مهال وموندل شو، چې د سیمې یو اوسېدونکی د کور جوړولو لپاره د ځمکې د کېندنې پر مهال ورسره مخ او د مسوولو ادارو پر هڅو شنډ شو او د یوې شونې انساني ناورین مخه ونیول شوه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!