سوداگري
ایراني شرکتونو د افغانستان د اوسپنې او تېلو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه
د کانونو او پټرولیم وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې د شنبې پر ورځ ترسره شوې، دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، دوه اړخیزو اړیکو پراخولو او په بېلابېلو سکټورونو کې د همکارۍ پراختیا، په ځانګړي توګه د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه نظرونه تبادله کړل.
سوداگري
په هرات کې د برښنا د ۴ پروژو کار پیل او ۵ نورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
په دې نویو پيل شویو پروژو کې « د پُل هاشمي سبسټېشن جوړول، د ۲۴ حوت شهیدانو سبسټېشن پراختیا، د نورالجهاد سبسټېشن د بې لین ایجاد او همداراز د پُل هاشمي، نورالجهاد او د ۲۴ حوت شهیدانو سبسټېشنونو ترمنځ د برښنا انتقالي لین غځول شامل دي.»
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند لهخوا نن( پنجشنبه د مرغومي څلورمه ) د ۳.۹۸ میلیارډ افغانیو پر ارزښت د برښنا له ۹ لویو پروژو څخه د ۴ چارې پيل او پېنځه نورې ګټې اخیستې ته وسپارل شوې.
په دې نویو پيل شویو پروژو کې « د پُل هاشمي سبسټېشن جوړول، د ۲۴ حوت شهیدانو سبسټېشن پراختیا، د نورالجهاد سبسټېشن د بې لین ایجاد او همداراز د پُل هاشمي، نورالجهاد او د ۲۴ حوت شهیدانو سبسټېشنونو ترمنځ د برښنا انتقالي لین غځول شامل دي.»
د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیالۍ لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ ملا برادر دغه پروژې د افغانستان د صنعتي او اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې او څرګندوي، چې د یادو پروژو پر مټ به د هرات ولایت ټولو صنعتي پارکونو ته ۲۴ ساعته برښنا برابره، سوداګریز مرکزونه، کلیوالي سیمې او استوګنځي له برښنا برخمن شي او په کور دننه به د باثباته برښنا لرونکي شوو.
دغه راز نوموړي ټولو هغو پانګوالو ته، چې د سړو خونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوي؛ زیری ورکړ، چې له یوې خوا ورته پېنځه کلن مالیات بښل کیږي او هم به ورته دایمي برېښنا ورسول شي.
هغه له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل، چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال همدارنګه له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې له افغانستان سره د محدودوونکو سیاستونو پر ځای تعاملي لار غوره او د دغه هېواد نننی امنیتي ثبات ته د یو مهم فرصت پر سترګه وګوري.
ملا برادر وایي: نړیوال دې له اسلامي امارت څخه پر ارزښتونو د تعامل کولو تمې نهکوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره متوازن سیاست غوره کړی او ټول تمرکز یې د افغانستان پر اقتصادي وده، امنیتي ثبات او غوره حکومتولۍ دی.
دغه راز هغه د قراردادي شرکتونو له مسوولینو او تخنیکي ډلو وغوښتل، چې د نویو پیل شویو پروژو چارې په پوره کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې کړي.
ویل کیږي، چې له ترکمنستان څخه د ۱۳۰ کیلومټره پر اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ لین غځول او په کرُخ، پشتون زرغون، اوبې او چشت شریف ولسوالیو کې د څلورو سبسټېشنونو جوړول هغه پروژې دي، چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یادو پروژو له لارې ۴۰ زره کورنیو ته برښنا رسول کېږي.
تازه خبرونه
ملا برادر په هرات ولایت کې د المونیمي ډبیو د تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده
د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن پنجشنبه( د مرغومي څلورمه ) د هرات ولایت په صنعتي پارک کې د المونیمي ډبیو د یوه تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده.
د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.
ویل کیږي، چې دغه شرکت په ۱۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي او ۱۷۰۰ هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.
سوداگري
افغان او قزاق چارواکو پر بانکي همکاریو خبرې وکړې
د افغانستان بانک د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ صدیق الله خالد په دې غونډه کې زیاته کړې؛ دا اداره غواړي له قزاقستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره منظمې او اغېزمنې بانکي اړیکې رامنځته کړي.
-
تازه خبرونه4 days agoله افغانستان څخه د امریکا وتل ښکاره ماته ده – د بایډن زوی
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان پر جوماتونو او مدرسو نه د ترهګرو پر وړاندې عملیات کوي – خواجه آصف
-
تازه خبرونه3 days agoد امریکا پر ملي ګارډ شکمن ډزې کوونکي ته ممکن د مرګ سزا ورکړ شي
-
تازه خبرونه4 days agoد ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته د داعش په اړه افشاګرۍ پایله ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه ترکیه کې د داعش ۱۱۵ شکمن غړي ونیول شول
-
تازه خبرونه4 days agoآلمان یو افغان او یو سوریایي له خپل هېواده وایستل
-
تازه خبرونه3 days agoله افغانستان سره پولې ته نږدې د تاجکستان دوه سرتېري ووژل شول
-
نړۍ3 days agoد نایجریا په یوه جومات کې چاودنې ۳۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
