Connect with us

سوداگري

افغانستان او ګاونډ هېوادونو ته د قزاقستان د غنمو صادرات ډېر شول

د قزاقستان د اوسپنې‌پټلۍ  شرکت (Kazakhstan Temir Zholy – KTZ) د معلوماتو پر بنسټ، چې د دغه هېواد د کرنې وزارت له‌خوا خپاره شوي؛ قزاقستان د ۲۰۲۵ ز.کال د سپټمبر له میاشتې څخه د ډسمبر تر نولسمې پورې په ټولیزه توګه ۳.۹ میلیون ټُنه غم بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي. دا شمېر د تېر کال د ورته وخت د ۳.۴ میلیون ټُنو پر پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

خپور شوی

د

قزاقستان چارواکو ویلي؛ هېواد یې افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ته د خپلو غنمو صادرات زیات کړي دي.

د قزاقستان د اوسپنې‌پټلۍ  شرکت (Kazakhstan Temir Zholy – KTZ) د معلوماتو پر بنسټ، چې د دغه هېواد د کرنې وزارت له‌خوا خپاره شوي؛ قزاقستان د ۲۰۲۵ ز.کال د سپټمبر له میاشتې څخه د ډسمبر تر نولسمې پورې په ټولیزه توګه ۳.۹ میلیون ټُنه غم بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي. دا شمېر د تېر کال د ورته وخت د ۳.۴ میلیون ټُنو پر پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

تر ټولو ډېر زیاتوالی په مهمو صادراتي لارو کې ثبت شوی دی.

ازبکستان ته د غنمو صادرات ۳۵ سلنه زیات شوي او له ۱.۳۱۵ میلیون ټُنو څخه ۱.۷۷۴ میلیون ټُنو ته رسېدلي دي.

همدارنګه، قرغیزستان ته صادرات دوه برابره شوي او له ۵۹ زره ټُنو څخه ۱۲۲ زره ټُنو ته لوړ شوي دي.

افغانستان ته هم د غنمو صادرات ۳۶.۸ سلنه زیات شوي او له ۱۹۰ زره ټُنو څخه ۲۶۰ زره ټُنو ته رسېدلي دي.

د قزاقستان کرنې وزارت وایي، د تازه راټولو شویو حاصلاتو د صادراتو زیاتوالی د دې هېواد په دودیزو بازارونو کې د لوړې تقاضا پایله ده؛ هغه تقاضا، چې د غنمو د صادراتو له پرله‌پسې ودې څخه ملاتړ کوي.

دغه راز د قزاقستان د کرنې وزیر آیداربیک ساپاروف د ډسمبر پر څلیریشتمه په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د دې هېواد د غنمو د صادراتو ټولیز ظرفیت شاوخوا ۱۳ میلیون ټُنه اټکل شوی او دا مهال د قزاقستان غنم د نړۍ ۴۵ هېوادونو ته صادریږي.

د ساپاروف د څرګندونو له مخې؛ د غنمو فعاله صادرات د قزاقستان د کورني بازار د ثبات لپاره مهم رول لري، ځکه دا هېواد د خپلې کورنۍ اړتیا پر پرتله دوه تر درې برابره زیات غنم تولیدوي او د اضافي محصول صادرول کولی شي په کورني بازار کې پر بیو فشار راکم کړي.

رسمي څرګندونې ښيي، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له میاشتې څخه تر اوکټوبر پورې د قزاقستان د ټولیزې سوداګرۍ کچه ۱۱۶.۳ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر کال د ورته مودې پر پرتله ۰.۷ سلنه کموالی ښيي. د دې هېواد صادرات ۶۴.۶ میلیارډ ډالرو ته راکم شوي؛ خو واردات بیا له ۴.۷ سلنه زیاتوالي سره ۵۱.۷ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي دي.

سوداگري

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې پلاوی کابل ته راغی

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې سفر موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.

Published

on

په افغانستان کې د ایران سفارت په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې دغه پلاوی د افغانستان د صنعت او کانونو په ملي او نړیوال نندارتون کې برخه اخلي او له افغان چارواکو سره به سوداګریزې ناستې او خبرې ترسره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې سفر موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.

د افغانستان د صنعت او کانونو ملي او نړیوال نندارتون د ۲۰۲۶ز.کال د جون پر نهه‌ویشتمه په کابل کې پرانیستل شوی او د صنعت، کانونو او سوداګرۍ په برخو کې د کورنیو او بهرنیو ګډونوالو کوربه‌توب کوي.

افغانستان او ایران له اوږدې مودې راپدېخوا اقتصادي اړیکې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې همکارۍ سره له دې، چې د سیمې سیاسي او مالي ننګونې شته؛ روانې ساتل شوې دي.

Continue Reading

سوداگري

افغانستان او قرغزستان د ګډې سوداګریزې شورا پر جوړولو ټینګار وکړ

د سفارت د څرګندونو له مخې؛ له دې کار څخه موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.

Published

on

په قرغزستان کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په بېشکک ښار کې د افغان ـ قرغز سوداګریز فورم پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د ګدې سوداګریزې شورا د جوړېدو په اړه هوکړه شوې ده.

د سفارت د څرګندونو له مخې؛ له دې کار څخه موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.

په قرغزستان کې د افغانستان سفارت چارسمبالي عبدالشکور حقاني په دې ناسته کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې او ټرانزیټ په برخو کې پراخ ظرفیت شته او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا هم دواړو هېوادونو ته ګټه لري.

د یادونې ده، چې په افغان ـ قرغز فورم کې د افغانستان او قرغزستان د دولتي ادارو چارواکو، د سوادګرۍ خونو غړو او د خصوصي سکټور استازو ګدون کړی و.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړه‌لیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.

Published

on

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، پانګونې او تجارتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړه‌لیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د سید کریم هاشمي پر مشرۍ د افغانستان پلاوي هم د یاد فډراسیون له رییس نیرمل کومار مینډا او یو شمېر نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي او د خصوصي سکټور د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې فډراسیون ویلي، چې دا هوکړه‌لیک د بنسټیزو همکاریو د پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې د نورو ډېرو فرصتونو د برابرولو لپاره لاسلیک شوی دی.

دې بنسټ همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان او هند د سوداګریزو ټولنو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د نویو همکارۍ فرصتونو رامنځته کولو ته ژمن دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117