تازه خبرونه
په ۲۰۲۵ کال کې آلمان ۸۳ مجرم افغانان بېرته خپل هېواد ته ولېږل
د آلمان بهرنیو وګړو د ثبت مرکز د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د نومبر تر پایه شاوخوا ۱۱ زره او ۸۸۸ افغان پناهغوښتونکي په دې هېواد کې ثبت شوي، چې وتلو ته اړ دي.
آلماني چارواکو اعلان کړی؛ په ۲۰۲۵ کال کې ۸۳ هغه افغان پناهغوښتونکي، چې په جرمونو کې ښکېل ول خپل هېواد ته بېرته ستانه شوي دي.
بیلډ ورځپاڼې د یکشنبې پر ورځ (د مرغومي څوارلسمه) په خپل راپور کې لیکلي، چې په وروستۍ پېښه کې یو مجرم پناهغوښتونکی د جمعې پر ورځ افغانستان ته ولېږدول شو.
د آلمان بهرنیو وګړو د ثبت مرکز د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال د نومبر تر پایه شاوخوا ۱۱ زره او ۸۸۸ افغان پناهغوښتونکي په دې هېواد کې ثبت شوي، چې وتلو ته اړ دي.
د جرمني کورنیو چارو وزیر الکسانډر ډوبرینټ دې ورځپاڼې ته ویلي: « د پناهغوښتونکو بېرته ستنول باید ممکن وي ان افغانستان ته. زمونږ ټولنه اړتیا لري؛ هغه پناهغوښتونکي، چې دلته جرم کوي باید زمونږ له هېواد څخه ووځي. مونږ دا کار عملي کوو.»
د راپور له مخې؛ وروستی بېرته لېږدول شوی پناهغوښتونکی د مخدره توکو د قاچاق پر تور تورن و او د بند یوه برخه یې هم په جرمني کې تېر کړې وه.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې یو کارکوونکی د ټرافیکي پېښې له کبله مړ شو
د دې بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پېښه کې د آیآرسي دوه نور کارکوونکي هم سخت ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدېدلي دي.
د ژغورنې نړیوالې کمیټې (آیآرسي) د خواشینۍ د وړاندې کولو تر څنګ په افغانستان کې د خپل یوه کارکوونکي مړینه تائید کړې او وایي، چې دې کارکوونکي د هرات ولایت د اسلامکلا په اړوند سیمه کې د دندې له ځایه د ستنېدا پر مهال د یوې ټرافیکي پېښې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دې بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پېښه کې د آیآرسي دوه نور کارکوونکي هم سخت ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدېدلي دي.
د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي، چې د لومړۍ کرښې کارکوونکي د دې بنسټ د ماموریت اساسي برخه جوړوي او اړمنو خلکو ته د رسېدا لپاره اړینې هڅې تر سره کوي. په ځانګړي توګه په افغانستان کې، چې ډېری خلک په لرو پرتو او ستونزمنو سیمو کې ژوند کوي.
دې بنسټ زیاته کړې؛ د وژل شوي کارکوونکي له کورنۍ، ټپیانو او د هغوی له کورنیو او همدارنګه له خپلې کاري ډلې سره په دې سختو او ستونزمنو شرایطو کې همکاريو او ملاتړ ته ولاړ دي.
د ژغورنې نړیواله کمیټې له ۱۹۸۸ میلادي کال راپدېخوا په افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړي او دا مهال د هېواد په نهه ولایتونو کې له زرګونو کلیو سره همکاري لري. دا بنسټ په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي، چې د لومړنیو روغتیایي خدمتونو وړاندې کول، په کلیوالو سیمو کې د ښوونیزخوندي چاپېریال رامنځته کول، د نغدو مرستو وېشل، د بېړنیو سرپناوو برابرول، د څښاک اوبو او حفظالصحې خدمتونه وړاندې کول، د معیشتي فرصتونو رامنځته کول او د زیانمنو خلکو لپاره د ډاډ رامنځته کولو د پیاوړتیا پروګرامونه رانغاړي.
تازه خبرونه
افغان او عماني سیالانو د سوداګریزو او ټرانسپورټي همکاریو پر غځولو خبرې وکړې
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د چارشنبې پر ورځ (د مرغومي اووهلسمه) د عمان سلطنت د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتېدا خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له خپل عماني سیال بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، د سوداګریزو، ټرانزيټي او ټرانسپورټي همکاریو د غځولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د چارشنبې پر ورځ (د مرغومي اووهلسمه) د عمان سلطنت د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر زیاتېدا خبرې کړې دي.
امیر خان متقي عمان ته خپل وروستی سفر ګټور ګڼلی او د دواړو هېوادونو د پلاویو تبادله یې د همکارۍ د پراختیا په برخه کې اړینه بللی او خپل عماني سیال ته یې کابل ته د سفر بلنه ورکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د عمان بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په نږدې ورځو کې به د عمان د هوايي چلند تخنیکي پلاوی کابل ته سفر وکړي.
نوموړي دا هیله هم ښودلې، چې کابل ته د سفر پر مهال به د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې تر سره شي.
تازه خبرونه
ترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له منځګړیتوب ډډه وکړه
د راپور له مخې؛ هغه څو پړاوه خبرې اترې، چې د ترکیې، قطر او سعودي عربستان له لوري ورته کار شوی و؛ له پرمختګ پرته پای ته ورسېدې. کابل هغه څه رد کړي، چې د پاکستان له لوري د یوه پراخ سولهییز تړون لپاره «نامشروع شرطونه» ګڼل شوي دي.
د هند خبري شبکې «سيانان نیوز- ۱۸» د لوړپوړیو امنیتي او ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی: ترکیې له هغې وروسته، چې د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د کمولو لپاره یې پرلهپسې ډیپلوماټیکې هڅې بېپایلې پاتې شوې؛ د منځګړیتوب له هڅې ډډه کړې ده.
د راپور له مخې؛ هغه څو پړاوه خبرې اترې، چې د ترکیې، قطر او سعودي عربستان له لوري ورته کار شوی و؛ له پرمختګ پرته پای ته ورسېدې. کابل هغه څه رد کړي، چې د پاکستان له لوري د یوه پراخ سولهییز تړون لپاره «نامشروع شرطونه» ګڼل شوي دي.
سيانان نیوز- ۱۸ زیاته کړې؛ ترکي چارواکو په رسمي بڼه اسلامآباد ته خبر ورکړی، چې افغانستان اوس هم د پاکستان اساسي امنیتي غوښتنو منلو ته لېوالتیا نلري او همدا لامل دی، چې انقره د نور منځګړیتوب له هڅو څخه ډډه کوي.
د راپور له مخې؛ په ټپه ولاړ دې حالت کې د پاکستان غوښتنې دا دي؛ د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د وسلهوالو سپارل، د فرضي ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پېنځه کیلومټره حایلې سیمې جوړول، د افغانستان د توکو د لېږد پر بهیر پوره څارنه او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدا د بهیر چټکتیا رانغاړي. افغان چارواکو دغه غوښتنې رد کړي او باور لري، چې دا غوښتنې د افغانستان ملي حاکمیت کمزوری کوي.
-
نړۍ5 days agoټرمپ د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو اعلان وکړ
-
لوبی3 days agoډیزرټ وایپرز د لومړي ځل لپاره د شل اوریز نړیوال کرکټ لیګ اتلولي خپله کړه
-
نړۍ4 days agoپر وینزویلا د امریکا بریدونو نړیوال غبرګونونه راوپارول
-
نړۍ3 days agoد حکومت له همکارۍ پرته پر ونزویلا بل برید هم امکان لري – ټرمپ
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران په اعتراضونو کې مرګ او نیول مخ پر دېرېدو دي
-
تازه خبرونه4 days agoټرمپ په لاتینه امریکا کې د نوي پېر پیل اعلان کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد ونزویلا ماموریت له عراق او افغانستان سره د پرتلې وړ ندی – مارکو روبیو
-
د هوا حالاتو بدلونونه2 days agoافغانستان به په سږنی ژمي کې د واورې او باران له کمښت سره مخ وي – ملګري ملتونه
