سوداگري
بنګله دیش د افغانستان د پنبې پېرودلو ته لېوالتیا وښوده
د دغې اتحادیې تر چتر لاندې کمپنیو تېرکال نږدې ۴۰ میلیارډ ډالرو پر ارزښت صادرات لرل.
په بهرنیو چارو وزارت کې د اقتصادي اړیکو رییس شفیع الله اعظم په ایکس پانه کې لیکلي: د بنګله دیش د البسې تولید او صادراتو ټولنې (BGMEA)د افغانستان پنبې (مالوچو) پېرودلو ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د دغې اتحادیې تر چتر لاندې کمپنیو تېرکال نږدې ۴۰ میلیارډ ډالرو پر ارزښت صادرات لرل.
شفیع الله اعظم زیاته کړې، چې له یادې اتحادیې سره د افغان پنبې د پېر ترڅنګ د ټوکرو په تولیدي برخه کې هم د پانګونې پر میکانیزم بحث او خبرې شوې دي.
ویل کیږي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد پر مشرۍ یوه پلاوي د بنګلهدېش په ډاکه کې له دېرشم نړۍوال نندارتون د لیدنې لپاره دې هېواد ته سفر کړی دی.
سوداگري
ایران له افغانستان او چین سره د ګډې آزادې سوداګریزې سیمې جوړول غواړي
د ایران د جنوبي خراسان ولایت د اقتصادي چارو او مالیې عمومي رییس مرتضی ذاکریان ویلي، دا وړاندیز د درې هېوادونو د جغرافیایي، کانیزو او ټرانزیټي ظرفیتونو له مخې وړاندې شوی او د اداري او تخنیکي ارزونو بهیر یې روان دی.
سوداگري
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال او ازبک پلاوي پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ټینګار وکړ
ملا عبدالغني برادر ویلي، د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو پراختیا او ثبات نه یوازې د دواړو هېوادونو اقتصادي ګټې خوندي کوي، بلکې د سیمې د ثبات لپاره هم ګټورې دي.
د اسلامي امارت ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن(یکشنبه د زمري څلورمه) په ارګ کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیوف او مل پلاوي سره د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
ملا عبدالغني برادر ویلي، د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو پراختیا او ثبات نه یوازې د دواړو هېوادونو اقتصادي ګټې خوندي کوي، بلکې د سیمې د ثبات لپاره هم ګټورې دي.
هغه زیاته کړې؛ اسلامي امارت چمتو دی، چې د شته ظرفیتونو پر کارولو دغه اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
نوموړي د دواړو هېوادونو د ګډ کاري پروګرام پر اغېزمنې پلي کېدا ټینګار وکړ او هغه یې د اقتصادي ودې لپاره مهم وباله. هغه همداراز ازبکستان ته د افغانستان د صادراتي توکو د لېږدوونکو وسایطو پر وړاندې د خنډونو لرې کول، د چین، منځنۍ آسیا او روسیې له لارې د افغانستان ټرانزیټي توکو ته آسانتیاوې، د کرنیزو محصولاتو، تازه او وچو مېوو، خوراکي او ارزښتناکو کاني توکو د صادراتو لپاره د زیاتو آسانتیاوو برابرول، د ټرانزیټي بنسټونو ظرفیت لوړول، د ګمرکونو پراختیا، افغان وګړو ته د ویزو د ترلاسه کولو آسانتیا او د انرژۍ او ګډو بنسټیزو پروژو په برخو کې همکاري د دواړو هېوادونو د همکاریو مهم لومړیتوبونه وبلل.
هغه ویلي، د افغانستان او ازبکستان د همکاریو پراختیا به نه یوازې اقتصادي اړیکې لوړې کچې ته ورسوي، بلکې د سیمې نورو هېوادونو ته به هم د ښه ګاونډیتوب یوه ښه بېلګه وړاندې کړي.
بل لور ته، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان د کانونو په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او له افغانستان څخه د غوښې او پنبې واردات زیات کړي.
هغه همداراز اعلان کړی، چې ازبکستان چمتو دی په حیرتان کې د ۵۰ میلیون ډالرو پر ارزښت د جست ډبرې د پروسس یوه فابریکه جوړه کړي.
خواجهیوف زیاته کړه، ازبکستاني پلاوی به د ټرانسپورټ، انرژۍ، کرنې پراختیا، بانکدارۍ، سوداګرۍ، اقتصادي اړیکو او د افغان وګړو د وړتیا لوړونې په برخو کې له اړوند ادارو سره ګډې همکارۍ ولري.
سوداگري
له ګاونډ هېوادونو سره د پاکستان سوداګریز کسر نږدې ۱۶ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی
د رسمي څرګندونو له مخې، د دې کسر لوی لامل د سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کمېدل بلل شوي دي.
د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ مالي کال پر مهال له نهه ګاونډ هېوادونو سره د پاکستان سوداګریز کسر د ۳۰ سلنې له زیاتوالي سره نږدې ۱۵.۹ میلیارډ ډالرو ته رسېدلی دی.
د رسمي څرګندونو له مخې، د دې کسر لوی لامل د سیمې هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کمېدل بلل شوي دي.
د پاکستان د مرکزي بانک د څرګندونو له مخې؛ افغانستان، چین، بنګلهدېش، سریلانکا، هند، ایران، نیپال، بوټان او مالډیف ته د پاکستان صادرات ۱۱ سلنه کم شوي او ۳.۹۵۳ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي دي، خو له دغو هېوادونو واردات ۱۹.۱ سلنه زیات شوي او ۱۹.۸۸۶ میلیارډ ډالرو ته لوړ شوي دي.
راپور ښیي، چې د ۲۰۲۵ز.کال د اوکټوبر له لسمې نېټې راپدېخوا له افغانستان سره د سوداګرۍ ځنډېدا د پاکستان پر سیمهییزو صادراتو د پام وړ اغېز کړی دی. په دې موده کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۶۸.۹ سلنه راکم شوي او ۲۴۳.۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، همدارنګه له افغانستان څخه واردات هم ۷۴.۹ سلنه کم شوي او ۶.۵ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي دي.
بل لور ته چین اوس هم د پاکستان تر ټولو ستر ګاونډ سوداګریز شریک پاتې شوی دی.
چین ته د پاکستان صادرات ۸.۴ سلنه زیات شوي او ۲.۶۸۴ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي؛ خو له چینه واردات هم نږدې ۲۰ سلنه لوړ شوي او ۱۹.۵۳۸ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي، چې د پاکستان د ټولې سیمهییزې وارداتي کچې ۹۸ سلنه جوړوي.
همدارنګه بنګلهدېش او سریلانکا ته د پاکستان صادرات کم شوي. په داسې حال کې، چې هند ته صادرات که څه هم تر دوه برابرو ډېر شوي؛ خو ارزښت یې اوس هم ډېر ټیټ دی او شاوخوا ۲.۹ میلیون ډالرو ته رسېږي.
-
لوبی5 days agoد افغانستان غېږنیونې غوره لیګ درېیمه ورځ؛ فتح او قوشتېپه بریالي شول
-
تازه خبرونه5 days agoټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدا نیوکه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او بنګلهدېش استازو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days agoد شانګهای همکاریو ټولنې د سرحدي ځواکونو مسوولانو د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو ته د چمتووالي لپاره انګلستان ته ورسېده
-
تحول3 days agoتحول: منځنی ختیځ د نویو بدلونونو په درشل کې
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان وضعیت له پاکستان ښه دی؛ پاکستان مخ پر ډوبېدو دی ــ فضلالرحمن
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ډیپلوماټیکو هڅو له چټکېدا سره امریکا پر ایران پوځي بریدونه ودرول
