سیمه ییز خبرونه
د سې شنبې پر ورځ په ژنیو کې د ایران او امریکا خبرې کیږي
نوموړي زیاته کړې، چې که امریکایي اړخ د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو وي؛ نو ایران چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي هوکړې ته د رسېدو لپاره ځینې امتیازات وړاندې کړي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تخت روانچي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ایران او امریکا د خبرو اترو دوهیم پړاو به د سېشنبې پر ورځ په ژنیو کې ترسره شي.
نوموړي زیاته کړې، چې که امریکایي اړخ د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرو اترو ته چمتو وي؛ نو ایران چمتو دی، چې له امریکا سره اټومي هوکړې ته د رسېدو لپاره ځینې امتیازات وړاندې کړي.
مجید تخت روانچي دې خبرو اترو ته په نغوته(اشاره) ویلي؛ دوی هیله لري، چې د ډیپلوماسۍ له لارې یوې پایلې ته ورسیږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ چمتو یوو، چې له واشنګټن سره د یورانیمو د غني کولو په اړه د ۶۰ سلنې په اړه بحث وکړو.
سیمه ییز خبرونه
په هرمز تنګي کې د بېړیو تګ راتګ ډېر کم شوی
د دغو معلوماتو له مخې، د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د بېړیو د تېرېدا شمېر له لس کم شوی او د تېرو لس ورځو له منځنۍ کچې، چې هره ورځ ۱۴ بېړۍ وې، څرګند ټیټوالی ښیي.
د بېړیو د څارنې لومړني معلومات ښيي، چې د روانې اوونۍ په پای کې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو توکو لېږدوونکو بېړیو تګ راتګ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
د دغو معلوماتو له مخې، د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د بېړیو د تېرېدا شمېر له لس کم شوی او د تېرو لس ورځو له منځنۍ کچې، چې هره ورځ ۱۴ بېړۍ وې، څرګند ټیټوالی ښیي.
دغه راز یوه بېړۍ له هرمز تنګي څخه د تېرېدا پر مهال د ناڅرګند توغندیز برید سره مخ شوې ده.
د بریټانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو ادارې ویلي، چې تر اوسه د بېړۍ د عملې وضعیت، د اوښتو زیانونو کچه او د دې پېښې احتمالي پایلې نهدي معلومې.
هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ له مهمو لارو څخه دی.
د ایران د جګړې له پیل مخکې هره ورځ شاوخوا ۱۲۵ لویې سوداګریزې بېړۍ له دې تنګي تېرېدلې او د نړۍ د اومه تېلو او مایع ګاز د ورځنۍ عرضې شاوخوا ۲۰ سلنه له همدې لارې لېږدېږي.
سیمه ییز خبرونه
ایران او متحده عربي اماراتو په منځني ختیځ کې د زغم غوښتنه وکړه
رویټرز راپور ورکړی، چې دا هڅه د جګړې له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ د وېشل شویو اړیکو په برخه کې د ډیپلوماټیک پرمختګ نښه بلل کیږي.
ایران او متحده عربي اماراتو په نوي ډیلي کې د بریکس هېوادونو د ګډې خبرپاڼې له مخې، چې د شنبې پر ورځ خپره شوې؛ په منځني ختیځ کې د روانې جګړې د پراخېدا د مخنیوي او زغم غوښتنه کړې ده.
رویټرز راپور ورکړی، چې دا هڅه د جګړې له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ د وېشل شویو اړیکو په برخه کې د ډیپلوماټیک پرمختګ نښه بلل کیږي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم د نوي ډیلي غونډې د لومړۍ ورځې په څنډه کې د ابوظبي له ولیعهد سره کتلي دي. دا د جګړې له پیل راپدېخوا د دواړو هېوادونو د لوړپوړیو چارواکو ترمنځ تر ټولو د لوړې کچې لیدنه بلل شوې ده.
د ابوظبي رسنیو دفتر په ایکسپاڼه کې لیکلي: دواړو مشرانو د سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو، د کړکېچ د کمولو، ثبات، د سیمهییزې سولې او پراختیا لپاره د هڅو په اړه خبرې کړې دي؛ خو د دغو خبرو د پایلو په اړه یې څه نهدي ویلي.
د بریکس سرمشریزه د غړیو هېوادونو لپاره د ډیپلوماتیک نفوذ یوه آزموینه بلل کیږي. دا ډله په ۲۰۰۹ز.کال کې د امریکا او د لویدیځو متحدانو تر واک لاندې د نړیوال نظم د ننګولو لپاره جوړه شوې وه.
بریکس په لومړي سر کې له برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا څخه جوړه وه؛ خو وروسته مصر، ایتوپیا، انډونیزیا، ایران او متحده عربي امارات هم ورسره یوځای شول.
د سرمشریزې تنظیموونکي او ډیپلوماټان هڅه کوي، چې د ایران او متحده عربي اماراتو ترمنځ اختلافونه راکم کړي. په داسې حال کې، چې امریکا او ایران له شپږ میاشتني جنګ راپدېخوا یو د بل پر وړاندې بریدونه روان ساتلي دي.
ایران د جګړې پر مهال څو ځله پر متحده عربي اماراتو بریدونه کړي او وروستی ځل یې د اګست په وروستیو کې د «المِنهاد» هوايي اډه پر نښه کړه، چې امریکايي ځواکونه او چورلکې په کې میشتې وې.
د بریکس په ګډه خبرپاڼه کې راغلي:« مونږ په منځني ختیځ / لويدیځې آسیا کې د کړکېچ د دوام له کبله ژوره اندېښنه څرګندوو او د اعظمي زغم غوښتنه کوو. همداراز باید له هغو اقداماتو ډډه وشي، چې وضعیت خرابوي.»
په خبرپاڼه کې د ملکي وګړو پر خوندیتوب ټینګار شوی، د هېوادونو د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي غوښتنه شوې او د نړیوالې سوداګرۍ، اکمالاتي ځنځیرونو، د انرژۍ د لېږد بهیر او سمندري امنیت پر خوندیتوب ټینګار شوی دی.
د بهرني سیاست کارپوهانو ویلي، چې د بریکس ډلې لپاره اصلي آزموینه دا وه، چې د منځني ختیځ د کړکېچ په اړه داسې ژبه ومومي، چې هم تهران او هم ابوظبي یې ومني او په دې توګه د ګډې خبرپاڼې د خپرېدا زمینه برابره شي.
دوی ویلي، چې دا ډول ګډه خبرپاڼه ښايي پر اوسني جیوپولیټیک وضعیت ډېر اغېز ونهکړي؛ خو د راټوکېدونکو هېوادونو د دې ډلې یووالی به څرګند کړي.
په هند کې د ایران سفارت د ایران د ولسمشر او د ابوظبي د ولیعهد شیخ خالد بن محمد بن زاید آل نهیان د لیدنې انځور خپور کړی دی. نوموړی د متحده عربي اماراتو د ولسمشر مشر زوی او د راتلونکي مشر په توګه د هغه ځایناستی دی؛ خو سفارت د دواړو مشرانو د خبرو د موضوعاتو په اړه څه نهدي ویلي.
په هند کې د متحده عربي اماراتو پخواني سفیر سنجي سودیر رویټرز ته ویلي:« د جګړې د پای ته رسولو کیلي د امریکا او اسرائیلو په لاس کې ده.»
نوموړي زیاته کړې، چې هند د ستونزمنو خبرو د دوام لپاره زمینه برابره کړې؛ ځکه یې ښودلې، چې د سیمې هېوادونه کولی شي پر یوه مېز سره کښېني، ډیپلوماټیکې خبرې وکړي او پر ګډو ګټو تمرکز ولري.
د سرمشریزې کوربه او د هند لومړي وزیر نرینډرا موډي د غونډې په پرانیسته کې ویلي، چې بریکس اوس پخپل پړاو کې بشپړ شوی او د دې ډلې د یووالي او ګډې هوکړې وخت رارسېدلی، چې پر نړیواله کچه پر عملي پایلو بدل شي.
بریکس هڅه کوي، چې پر نړیوالو اصولو د اغېز له لارې خپل نړیوال دریځ پیاوړی کړي او د نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندوق او د سوداګرۍ نړیوال بنسټ په څېر د بنسټونو د اصلاح غوښتنه کوي؛ هغه بنسټونه، چې د دې ډلې ځینې غړي یې د لویدیځو هېوادونو تر اغېز لاندې بولي.
د سرمشریزې ګډونوالو مشرانو په ډله کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جینپینګ او د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا هم ګډون لري.
د چین ولسمشر شي جینپینګ ویلي، چې د بریکس هېوادونه باید د تاریخ پر سم لوري ټینګ ودرېږي او نړیوال نظم د ډېر عدالت او برابرۍ پر لوري بوځي.
شي جینپینګ ویلي، چین چمتو دی، چې د منځني ختیځ د سولې او ثبات په ټینګښت کې خپل« مناسب رول» ولوبوي.
نوموړي د چین دولتي ټلویزیون« سيسيټيوي» ته ویلي:« اړوند لوري باید سیاسي حل ته ژمن پاتې شي او د دایمي او هر اړخیز اوربند د ټینګښت لپاره کار وکړي.»
نوی ډیلی له امریکا، روسیې، اسرائیلو، ایران او د خلیج له عربي هېوادونو سره نږدې اړیکې لري او له همدې کبله موډي هڅه کوي، چې د بریکس غړي د سوداګرۍ همکارۍ پراخې، خنډونه کم او سوداګریز فرصتونه زیات کړي.
سیمه ییز خبرونه
ایران دې پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه ودروي – پاکستان
حوثیانو د سېشنبې پر ورځ د سعودي عربستان د خمیس مشیط په اړوند کې پر یوې پوځي هوايي اډې او نږدې ښارونو کې د تېلو پر بېخبناوو بریدونه کړي، چې له کبله یې ۷۳ کسان ټپیان شوي دي. دا بریدونه په فبرورۍ کې پر ایران د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل راپدېخوا پر سعودي عربستان له سترو بریدونو څخه بلل شوي دي.
رویټرز د سعودي، پاکستاني او ایراني سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې پاکستان ایران ته د سعودي عربستان خبرداری رسولی او له تهران څخه یې غوښتي، چې پر سعودي عربستان د یمني حوثیانو د بریدونو د درولو لپاره پر متحدانو فشار راوړي.
حوثیانو د سېشنبې پر ورځ د سعودي عربستان د خمیس مشیط په اړوند کې پر یوې پوځي هوايي اډې او نږدې ښارونو کې د تېلو پر بېخبناوو بریدونه کړي، چې له کبله یې ۷۳ کسان ټپیان شوي دي. دا بریدونه په فبرورۍ کې پر ایران د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل راپدېخوا پر سعودي عربستان له سترو بریدونو څخه بلل شوي دي.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ سعودي جنګي الوتکو په تېرو ۱۲ ساعتونو کې د یمن په بېلابېلو ولایتونو کې ۵۴ هوايي بریدونه کړي او څرګندوي، چې دا بریدونه به «بېځوابه او بېسزا» پرېنښودل شي.
رویټرز څرګنده کړې، د روانې جګړې د پراخېدا له کبله د انرژۍ نړیوالې زیرمې له یوه بل ګواښ سره مخ شوې دي. په داسې حال کې، چې ایران او امریکا د خلیج په سیمه کې پر بېړیو د یو بل پر وړاندې د بریدونو تر ټولو ستره اعلام شوې څپه روانه کړې ده.
د پاکستان خبرداری؛ ځکه مهم بلل شوی، چې دغه هېواد له سعودي عربستان او ترکیې سره دفاعي هوکړه لري.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، که بریدونه د سعودي خاورې ته وغځیږي؛ ښايي د ریاض، انقرې او اسلامآباد ګډ امنیتي تړون فعال شي.
هغه ویلي:« پر یوه هېواد تېری به د تړون پر ټولو هېوادونو تېری ګڼل کیږي.»
د نیابتي جګړې د پراخې سیمهییزې شخړې وېره
سرچینو ویلي، د پاکستان پیغام تهران ته روښانه دی: حوثیان مهار کړئ، که نه؛ نو نیابتي جګړه ښايي پر پراخ سیمهییز امنیتي کړکېچ بدله شي.
یوه لوړپوړي سیمهییز ډیپلومات ویلي؛ پاکستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ایران ته پیغام رسولی او له تهران څخه یې غوښتي، چې خپل نفوذ وکاروي او پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه ودروي.
د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د څرګندونو له مخې، پاکستان د سېشنبې پر ورځ دغه پیغام تهران ته رسولی؛ خو د ایران ځواب دا وو، چې« ایران پر حوثیانو کنټرول نهلري».
دغه راز دوه ایراني سرچینو هم ویلي؛ تهران تېره اوونۍ حوثیانو ته د سعودي عربستان پر ضد د بریدونو امر کړی و او د اضافي پیسو او وسلو د برابرولو ژمنه یې ورسره کړې وه.
سرچینو زیاته کړې، چې د سپاه پاسداران د ځواک یو شمېر قومندانان د بریدونو د همغږۍ لپاره یمن ته تللي دي.
د سیمهییز ډیپلوماټ د څرګندونو له مخې؛ اسلامآباد هڅه کوي د حوثیانو بریدونه تر هغې کچې له پراخېدا مخکې ودروي، چې ریاض له پاکستان څخه د سعودي عربستان د دفاع لپاره د فعال رول غوښتنه وکړي.
پاکستان د سعودي د ملاتړ لپاره چمتو دی
پاکستاني سرچینې ویلي، سعودي چارواکو په ریاض کې له لوړپوړیو پاکستاني او ترکي پوځي استازو سره د خپل غبرګون د همغږۍ لپاره کتلي دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د دفاعي تړون درېواړو غړیو هېوادونو هوکړه کړې، چې ځواکونه به یې یمن ته نهننوځي او هر ډول ځواب به د سعودي له خاورې څخه ورکول کیږي.
بلې پاکستاني سرچینې ویلي، تر اوسه د غچ اخیستونکو بریدونو له ګډون سره هیڅ پرېکړه نهده شوې. د دې سرچینې په څرګندونو کې راغلي، له ریاض سره د پاکستان پوځي هوکړه دفاعي بڼه لري او یوازې د سعودي د خاورې ساتنې ته محدوده ده.
سرچینې زیاته کړې، پاکستاني ځواکونه کولی شي د سعودي په خاوره کې پوځي، تخنیکي، ځمکنی یا هوايي ملاتړ وکړي؛ خو له خپلې خاورې بهر به په جګړه کې برخه نهاخلي.
ټرمپ د ایران بندیز ته دوام ورکوي
سیمهییز چارواکي وايي؛ داسې نښې لږې دي، چې واشنګټن به پر ایران خپل بندیز پای ته ورسوي.
د یوه سیمهییز ډیپلوماټ پر وینا؛ ولسمشر ډونالد ټرمپ به تر هغې د ایران بندرونو محاصره روانه وساتي، چې تهران له واشنګټن سره هوکړې ته ورسیږي.
بلې سیمهییزې سرچینې ویلي، سعودي عربستان به خپل پوځي غبرګون پر حوثیانو متمرکز وساتي، نه پر ایران.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، ریاض له واشنګټن څخه د محاصرې د پای ته رسولو غوښتنه هم نهکوي؛ ځکه ټرمپ باور لري، چې دوامدار اقتصادي فشار د خبرو اترو لپاره تر ټولو اغېزمنه لار ده.
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان له طب څانګې د افغان زدهکړیالانو د ایستلو پرېکړه غیرانساني او خواشینوونکې ده – مجاهد
-
لوبی3 days agoد افغانستان اتلانو لیګ په پرانیستونکې لوبه کې ابومسلم فراه سرسبز یاشلر ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو نن شپه د ابومسلم فراه او سرسبز یاشلر پر لوبه پیلیږي
-
سوداگري5 days agoیو اماراتي شرکت د سالنګ د دوهیم تونل او درملو یوې کارخونې جوړولو ته لېواله شو
-
تازه خبرونه4 days agoد هرات د اقتصادي ودې لپاره نږدې دوه میلیارډ ډالره پانګونه شوې
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران دې پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه ودروي – پاکستان
-
لوبی5 days agoافغانستان په اماراتو کې له بنګلهدېش او زیمبابوې سره کرکټ لوبې کوي
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان او بنګلهدېش د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
