Connect with us

تازه خبرونه

د پاکستان له زندانونو ۱۰۵ افغان بندیانو خوشې شول

د قونسلګرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان شاوخوا یوه میاشت مخکې د سند او بلوچستان ایالتونو پر لارو نیول شوي او بنديان شوي وه.

خپور شوی

د

په کراچۍ کې د افغانستان اسلامي امارت قونسلګرۍ څرګنده کړې: د هېواد ۱۰۵ وګړي، چې په کې ۲ ښځې او ۱۰ ماشومان هم دي؛ د پاکستان له زندانونو خوشې او افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د قونسلګرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان شاوخوا یوه میاشت مخکې د سند او بلوچستان ایالتونو پر لارو نیول شوي او بنديان شوي وه.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې له دې وړاندې هم د بېلابېلو هېوادونو په زندانونو کې سلګونه افغان وګړي، د ډیپلوماټیکو هڅو په پایله کې آزاد شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.

د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي کسان د چمن – سپین بولډک له لارې هېواد ته ولېږدول شول.

قونسلګرۍ په بهر کې د افغانانو د حقونو د ساتنې او هېواد ته د دوی د خوندي راستنېدا د آسانتیا لپاره د هڅو په لړ کې خپله ژمنه بیا تائید کړه.

تازه خبرونه

د هېواد دفاع وزیر د بدخشان له شمال ختیځو سرحدي سیمو لیدنه وکړه

د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ محمد یعقوب مجاهد په خپل سفر کې د بدخشان ولایت له کران او منجان، زیباک، واخان او پامیر ولسوالیو څخه لیدنه وکړه.

Published

on

د هېواد دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د بدخشان ولایت شمال ختیځو سرحدي سیمو ته د سفر پر مهال له سرحدي ځواکونو او پوستو څخه لیدنه کړې ده.

د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ محمد یعقوب مجاهد په خپل سفر کې د بدخشان ولایت له کران او منجان، زیباک، واخان او پامیر ولسوالیو څخه لیدنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې؛ د هېواد دفاع وزیر د افغانستان له هغو مهمو سټراټیژیکو سرحدي سیمو څخه هم لیدنه کړې، چې له چین، تاجکستان او ډیورنډ کرښې سره نښتي دي.

محمد یعقوب مجاهد د سفر پر مهال د سرحدي ځواکونو فعالیتونه او چمتووالی وارزاوه، د هغوی له هڅو یې ستاینه وکړه او وایي، چې د هېواد د ځمکني بشپړتیا، ملي حاکمیت او سرحدونو ساتنه د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ مسوولیت دی.

ویل کیږي، چې د سرحدي ځواکونو د وړتیاوو د لوړولو، لازمې همغږۍ او د اړینو آسانتیاوو د برابرولو لپاره به نورې هڅې هم تر سره شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د لوړو زده کړو وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره د علمي همکاریــو پر پراختیـــا خبـرې وکــړې

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د لوړو زده کړو وزیر د ایران سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، افغانستان او ایران دوه داسې ګاونډ هېوادونه دي، چې ترمنځ یې  همکاري او ښه تعامل یوه اړتیا ده.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۴, ۱۴۰۵

د لوړو زده کړو وزارت وايي، د دغه وزارت وزیر نداء محمد ندیم، په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره وکتل.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د لوړو زده کړو وزیر د ایران سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، افغانستان او ایران دوه داسې ګاونډ هېوادونه دي، چې ترمنځ یې  همکاري او ښه تعامل یوه اړتیا ده.

هغه د افغانستان او ایران ترمنځ د علمي تجربو پر شریکولو ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د لوړو زده‌کړو وزارت د علمي اړیکو د پراختیا لپاره همکارۍ ته چمتو دی.

دغه راز په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي په دې وروستیو کې د ایران په اړه د افغانستان له دریځ څخه مننه وکړه او څرګندوي، چې هېواد یې د افغانستان له لوړو زده‌کړو وزارت سره د تحصیلي اړیکو د پراختیا، علمي همکاریو او د تجربو د شریکولو لپاره چمتو دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او روسیې چارواکو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د آسیا د دوه‌یمې ادارې د رییس الکسي پاولفسکي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست د رییس عبدالحی قانت ترمنځ ترسره شوې ده.

Published

on

د افغانستان او روسیې ډیپلوماټیکو چارواکو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د افغانستان په ګډون د سیمه‌ییزو تعاملاتو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د آسیا د دوه‌یمې ادارې د رییس الکسي پاولفسکي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست د رییس عبدالحی قانت ترمنځ ترسره شوې ده.

دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او بشري همکاریو په اړه د نظرونو تبادله کړې او د افغانستان په ګډون یې د سیمه‌ییزو تعاملاتو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي، چې افغانستان او روسیه د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د زیاتولو هڅې روانې ساتلې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117