تازه خبرونه
کابل د پاکستان سفیر د مرګونو هوايي بریدونو په اړه احضار کړ
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې بریدونو کې د ننګرهار او پکتیکا ځینې برخې پر نښه شوي، چې له کبله یې لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ( د کب درېیمه ) په کابل کې د پاکستان سفیر نظاماني احضار کړ او پر رسمي بنه یې ورته پر افغانستان د پاکستان د هوایي بریدونو په غبرګون کې خپل سخت اعتراض او یادښت وسپاره.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې بریدونو کې د ننګرهار او پکتیکا ځینې برخې پر نښه شوي، چې له کبله یې لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د هېواد د هوایي حریم د تکراري سرغړونو او د استوګنې سیمو بمبارډ سخت غندلې او دا عمل یې د افغانستان له ځمکني بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه او پاروونکی عمل وباله.
افغان چارواکو همدارنګه ټینګار کړی، چې د هېواد د ملي حاکمیت او هوایي حریم ساتنه د اسلامي امارت دیني او ملي مسوولیت دی او د ورته هر ډول عمل پایلې به بل لوري ته متوجه وي.
تازه خبرونه
مونږ ملکي وګړي نه، بلکې اصلي جنایتکاران پر نښه کوو – مجاهد
ذبیحالله مجاهد ټینګار کړی، چې په پاکستان کې یوه ځانګړې پوځي کړۍ د بهرنیو تمویل کوونکو څخه د پروژو پر اخیستلو جرمونه تر سره کوي او غواړي، چې له افغانستان سره تاوتریخوالی زیات کړي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له آریانا نیوز سره په مرکه کې ويلي، چې د پاکستان لهخوا ترسره شوي جنایتونه به بې ځوابه پاتې نشي او د دې کړنو اصلي عاملین به پر نښه شي.
ذبیحالله مجاهد ټینګار کړی، چې په پاکستان کې یوه ځانګړې پوځي کړۍ د بهرنیو تمویل کوونکو څخه د پروژو پر اخیستلو جرمونه تر سره کوي او غواړي، چې له افغانستان سره تاوتریخوالی زیات کړي.
هغه زیاته کړې، چې اسلامي امارت د ملکي وګړو او نظامي عاملانو ترمنځ توپیر کوي او هیڅکله ملکي وګړي نه پر نښه کوي.
نوموړی وایي: ” دا باید څرګنده شي، چې مونږ د پاکستان پر پرتله ملکي وګړي نه پر نښه کوو؛ خو اصلي جنایتکاران، چې پاکستاني پوځیان دي، زمونږ هدف ګرځېدلي دي.”
تازه خبرونه
د هرات – بادغیس پر لویه لار د ټرافیکي پېښې له کبله ۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د بادغیس امنیه قومندانۍ رسنیز دفتر زیاته کړې: دا پېښه نن (یکشنبه د کب درېیمه) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د قلعه نو د لامان سیمې د سبزک بند په اړوند سیمه کې رامنځته شوې، چې په کې ۹ کسان شهيدان شوي او ۳۵ نور ټپیان دي، چې د يو شمېر روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى.
سیمهییزو سرچینو ويلي: یو ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي بس، چې له هرات څخه بادغیس ته روان و؛ له سړک ووت او چپه شو.
د بادغیس امنیه قومندانۍ رسنیز دفتر زیاته کړې: دا پېښه نن (یکشنبه د کب درېیمه) له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د قلعه نو د لامان سیمې د سبزک بند په اړوند سیمه کې رامنځته شوې، چې په کې ۹ کسان شهيدان شوي او ۳۵ نور ټپیان دي، چې د يو شمېر روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى.
اړوند قومندانۍ ویلي، چې موټر د ډریور د بې احتياطى له کبله رامنځته او چپه شوى دی.
د يادې پېښې ټپيان د امنیتي ځواکونو پر مرسته تر روغتيايي مرکزونو وړل شوي او پېښه د ټرافيکو پولیسو تر څېړنو لاندې ده.
تازه خبرونه
د افغان او ازبک استازو تر منځ پر دوه اړخیزو همکاریو ټیلیفوني خبرې وشوې
د هېواد بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې خبرو اترو کې دواړو خواوو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پرمختګ ارزولی او د سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو تعاملاتو د پیاوړتیا پر لارو چارو یې بحث کړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ازبکستان جمهوریت له بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف سره په ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پرمختګونو او سیمهییزې همکارۍ فرصتونو بحث او خبرې وکړې.
د هېواد بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې خبرو اترو کې دواړو خواوو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پرمختګ ارزولی او د سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو تعاملاتو د پیاوړتیا پر لارو چارو یې بحث کړی دی.
امیر خان متقي ټینګار کړی، چې افغانستان او ازبکستان ګاونډ او وروڼه هېوادونه دي، چې په دوه اړخیزو او سیمهییزو چارو کې ګڼشمېر ګډې ګټې او فرصتونه لري.
هغه له دې فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار د ټینګار ترڅنګ هیله من شو، چې سږکال به په بېلابېلو کچو کې مشورې، اقتصادي همکارۍ او ګډ نوښتونه نور هم پراخه شي.
بختیار سعیدوف د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو له پرمختګ هرکلی وکړ.
هغه له افغانستان سره د اړیکو د ژورولو لپاره د ازبکستان پر ژمنې ټینګار څرګند کړ او د سوداګریزو اړیکو په برخه کې یې له پام وړ پرمختګ څخه یادونه وکړه.
سعیدوف ویلي؛ تمه ده، چې د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ پروژې د امکان سنجۍ مطالعات ډېر ژر پیل شي.
-
تازه خبرونه4 days agoپر ښهنیت د پاکستانيو اسیرانو خوشېکېدا او پر برید د افغانستان ګواښل
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د روژې لومړۍ ورځ د مبارکۍ پر پیغامونو او امنیتي ډاډ پیل او ترسره شوه
-
سوداگري3 days agoافغان ټرانزیټي توکو د کراچۍ بندرونو ته د لېږد اجازه تر لاسه کړه
-
تازه خبرونه4 days agoد هېواد د دفاع لپاره د ځواکونو تجهیز او چمتووالی مو کاري اړتیا ده – لوی درستیز
-
تازه خبرونه4 days agoقزاقستان او ازبکستان له افغانستان سره پر سیمه ییزو اړیکو ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه3 days agoپه باجوړ کې د وسلوال برید له کبله پاکستان افغان ډیپلومات احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد ۱۴۰۵ کال لپاره له ایران سره د برښنا پېرودلو تړون وغځول شو
-
تازه خبرونه3 days agoد خیبر پښتونخوا والي له افغانستان سره د سیاسي خبرو اترو غوښتنه وکړه
