تازه خبرونه
د امریکا په کليفورنيا ایالت کې افغانانو د پاکستان پوځي رژیم بريدونه وغندل
دغو افغانانو د افغانستان پر خاوره د پاکستانیو پوځيانو هوایي او توپچي بريدونه وغندل او هغه يې د هېواد پر حاکميت تېری وباله.
د امریکا د کلفورنیا ایالت په مرکز سکرمنټو ښار کې افغانانو د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځي رژیم وروستي بریدونه وغندل او په یو پرېکړهلیک کې یې له نړۍوالو څخه د دغو بریدړونو د څېړلو غوښتنه وکړه.
دغو افغانانو د افغانستان پر خاوره د پاکستانیو پوځيانو هوایي او توپچي بريدونه وغندل او هغه يې د هېواد پر حاکميت تېری وباله.
د کليفورنيا په سکرامنټو ښار کې راټولو شويو کسانو ويلي؛ دا بريدونه د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې موضوع وڅېړي او عاملان یې ځواب ویلو ته راکاږي.
د غونډې ويناوالو خبرداری ورکړ، چې د تاوتريخوالي دوام کولی شي سيمه بېثباته کړي او د نړۍ له مشرانو يې وغوښتل، چې د وضعيت د خرابېدا مخه ونيسي.
دې ته ورته لاريونونه تېره اوونۍ په اروپا کې هم وشول؛ لندن مېشتو سلګونو هېوادوالو لاريون وکړ او د بېړنۍ نړيوالې پاملرنې غوښتنه يې وکړه.
دغه راز په اوسلو کې هم افغانان د ناروې پارلمان مخې ته راټول شول او د تاوتريخوالي د درولو غوښتنه يې وکړه.
شنونکي وايي، که سياسي هڅې ګړندۍ نهشي؛ د ډيورنډ کرښې تاوتريخوالی ښايي پراخې امنيتي ستونزې رامنځته کړي.
دا لاريونونه په داسې حال کې کېږي، چې د چین په اورومچي ښار کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي؛ خو د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته وخت ناوخت نښتې او توپچي ډزې روانې دي.
تازه خبرونه
د افغانستان سفارت فرهنګي اتشې د مسکو په درې ورځني« د نړۍ رنګونه» نندارتون کې ګډون وکړ
دغه نندارتون د روسیې بهرنیو چارو وزارت له لوري د ترتیاکوف ګالرۍ په ودانۍ کې جوړ شوی او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دولتي پروتوکول د څانګې او د دغه هېواد د فرهنګ وزارت پر ملاتړ او همکارۍ پرانیستل شوی دی.
په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت فرهنګي اتشې فضلالهادي حمزه د بهرنیو ډیپلوماټانو د هنري او خلاقه آثارو په « د نړۍ رنګونه» نومي نندارتون کې ګډون وکړ.
دغه نندارتون د روسیې بهرنیو چارو وزارت له لوري د ترتیاکوف ګالرۍ په ودانۍ کې جوړ شوی او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دولتي پروتوکول د څانګې او د دغه هېواد د فرهنګ وزارت پر ملاتړ او همکارۍ پرانیستل شوی دی.
یاد نندارتون د دوهیم پرلهپسې کال لپاره د «انټرموزیم» نړیوال فسټیوال په چوکاټ کې جوړېږي او د درې ورځو لپاره به د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.
په دې نندارتون کې روسیې مېشتي افغان انځورګر ذبیح پیکان هم خپل هنري آثار نندارې ته وړاندې کړل، چې د لیدونکو له پراخ هرکلي سره مخ شول. د نندارتون مسوولانو د دغه افغان هنرمند آثار د غوره آثارو په توګه وستایل.
ذبیح پیکان د افغانستان اسلامي امارت د سفارت د فرهنګي اتشې لهخوا په دې نندارتون کې د ګډون لپاره ورپېژندل شوی و.
تازه خبرونه
د یو او بل ترڅنګ ودرېږئ او د دښمنانو بدې ارادې شنډې کړئ – د اسلامي امارت رهبر
هغه د افغانستان له خلکو غوښتي، چې د امنیت، هوساینې، آبادۍ او شرعي نظام درناوی وکړي او د پیاوړتیا او پایښت لپاره د یو او بل ترڅنګ ودرېږي.
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د افغانستان خلکو او د نړۍ مسلمانانو ته د اختر مبارکي ویلې او د شرعي نظام پر ساتنه، د شریعت پر پلي کېدا او د بېرته راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته پر رسېدنې یې ټینګار کړی دی.
هغه د افغانستان له خلکو غوښتي، چې د امنیت، هوساینې، آبادۍ او شرعي نظام درناوی وکړي او د پیاوړتیا او پایښت لپاره د یو او بل ترڅنګ ودرېږي.
د اسلامي امارت رهبر زیاته کړې، چې د اسلامي نظام پر حاکمیت د خلکو شرعي حقونه خوندي شوي او د ظلم او تېري مخه نیول شوې ده.
هغه د شرعي محکمو فعالیتونه او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پلي کېدل د ټولنې د اصلاح برخه بللې ده.
په دې پیغام کې له عالمانو، د امر بالمعروف مسولانو او د دعوت او ارشاد ادارو غوښتل شوي، چې د دیني پوهاوي په ځانګړي ډول د لمانځه او عقیدې اړوند برخو کې خپلې هڅې روانې وساتي.
مولوي هبةالله آخوندزاده ویلي، اسلامي امارت د یتیمانو، کونډو، معلولانو او اړمنو خلکو ملاتړ ته ژمن دی او له افغان پانګوالو یې غوښتي، چې له بېوزلو او زیانمنو خلکو سره خپلو مرستو ته ډېره پاملرنه وکړي.
هغه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له نړۍ؛ په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو سره د شریعت د اصولو پر بنسټ سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي.
د اسلامي امارت رهبر د خپل پیغام په یوه برخه کې حکومتي مسوولانو ته سپارښتنه کړې، چې د خپلو دندو پر مهال د خلکو خدمت، هوساینه او د چارو چټکتیا په پام کې ونیسي او پر خلکو له ظلم څخه ډډه وکړي.
د اسلامي امارت رهبر امنیتي ادارو ته هم لارښوونه کړې، چې د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت او آرامۍ لپاره لازم تدابیر ونیسي. همداراز اړوند مسوولانو ته یې سپارښتنه کړې، چې بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنې، د ځمکو د وېش او نورو آسانتیاوو برابرولو ته ډېره پاملرنه وکړي.
تازه خبرونه
د ملي تدارکاتو کمیسیون د شاوخوا ۴.۲ میلیارډ افغانیو پر ارزښت ۱۵ پروژې منظور کړې
د ریاستالوزرا د خبرپاڼې له مخې؛ په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د غزني ولایت د زردالو بند د جیوتخنیکي څېړنو بشپړول، د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې د ۱۴ کیلومټره سړک جوړول، د کابل ـ لوګر لویې لارې د لومړۍ برخې له پای څخه تر سنګنوشته سیمې پورې د سړک جوړول او د فاریاب ولایت د لولاش، د غزني ولایت د اندر، د دایکنډي ولایت د کجران، د بادغیس ولایت د بالامرغاب، د بامیان ولایت د کهمرد او د خوست ولایت د موسیخېل ولسوالیو د عامه روغتونونو جوړول او دغه راز د بېلابېلو ولایتونو د برښنا رسونې او برښنا وېش د پاتې چارو بشپړول هم شامل دي.
د ملي تدارکاتو کمیسیون، چې مشري یې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوله؛ نن (شنبه د غبرګولي دوهیمه) د شاوخوا ۴.۲ میلیارډ افغانیو پر ارزښت ۱۵ پروژې منظور کړې او په ۷ نورو پروژو کې یې ځینې تعدیلات راوستل.
د ریاستالوزرا د خبرپاڼې له مخې؛ په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د غزني ولایت د زردالو بند د جیوتخنیکي څېړنو بشپړول، د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې د ۱۴ کیلومټره سړک جوړول، د کابل ـ لوګر لویې لارې د لومړۍ برخې له پای څخه تر سنګنوشته سیمې پورې د سړک جوړول او د فاریاب ولایت د لولاش، د غزني ولایت د اندر، د دایکنډي ولایت د کجران، د بادغیس ولایت د بالامرغاب، د بامیان ولایت د کهمرد او د خوست ولایت د موسیخېل ولسوالیو د عامه روغتونونو جوړول او دغه راز د بېلابېلو ولایتونو د برښنا رسونې او برښنا وېش د پاتې چارو بشپړول هم شامل دي.
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان هم د معیاري ښارونو او عصري استوګنیزو ښارګوټو حق لري – ملا عبدالغني برادر
-
لوبی4 days agoد افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ د سیالیو نوې نېټې اعلان شوې
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان په اړه د پاکستان سیاست تل ناکام و– مولانا فضلالرحمن
-
تازه خبرونه3 days agoهند د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل
-
سوداگري5 days agoپه افغانستان کې د کورنیو درملو تولید زیات شوی- ملا برادر
-
تازه خبرونه4 days agoهند د افغانستان پر وړاندې د سیالیو لپاره د خپلو لوبغاړو بشپړ نوملړ اعلان کړ
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او پاکستان د اړیکو پیاوړتیا او د ښځو ګډون مهم دی – د بریټانیا استازی
-
تازه خبرونه3 days agoملا برادر په حیرتان بندر کې د چوپړتیاوو او ستونزو ارزونه وکړه
