Connect with us

تازه خبرونه

په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د برید پر تور یو افغان مجرم وپېژندل شو

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

خپور شوی

د

د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د ویرجینیا ایالت یوې فډرالي منصفه جرګې یو افغان د ۲۰۲۱ ز.کال د کابل هوايي ډګر په برید کې له یوې ترهګرې ډلې سره د همکارۍ پر تور مجرم پېژندلی دی.

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

دا پرېکړه په دې معنا ده، چې نوموړی له عمري بند څخه ژغورل شوی؛ خو اوس هم تر ۲۰ کلونو پورې د بند له احتمال سره مخ دی. فډرالي قاضي تر اوسه د وروستۍ سزا نېټه نه‌ده ټاکلې.

یاد برید د ۲۰۲۱ ز.کال د اګست پر شپږویشتمه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بې‌نظمه وتلو پر مهال په داسې حال کې ترسره شو، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل هوايي ډګر «ابي ګېټ» ته نږدې ځان والوزاوه. په دې پېښه کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.

څارنوالانو ادعا کړې، چې شریف‌الله د ځای د څارنې او د اړیکو د آسانتیا په برابرولو کې له دې برید سره مرسته کړې؛ خو د هغه مدافع وکیلانو ویلي، چې د امریکا حکومت تر ډېره د FBI د پلټنو پر مهال د تورن پر څرګندونو تکیه کړې او کافي خپلواکه شواهد یې نه‌دي وړاندې کړي.

دا دوسیه په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په تړاو لومړنۍ جنایي محکمه بلل کېږي. دا هغه پېښه ده، چې اوس یې هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه بحثونه اغېزمن کړي دي.

تازه خبرونه

د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې لګول پر ځای کړنه وه – شهباز شریف

هغه د شنبې پر ورځ د پاکستان د ملي شورا په غونډه کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې او امنیتي تأسیساتو د جوړولو لپاره ستر لګښتونه کړي؛ خو د ده په وینا، دغه لګښتونه د امنیتي ګواښونو د مخنیوي او د ترهګریزو فعالیتونو د مهارولو لپاره د توجیه وړ دي.

Published

on

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې له لګولو دفاع کړې او هغه یې د امنیت د ټینګښت او د پاکستان د وګړو د ساتنې لپاره اړینه کړنه بللې ده.

هغه د شنبې پر ورځ د پاکستان د ملي شورا په غونډه کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې او امنیتي تأسیساتو د جوړولو لپاره ستر لګښتونه کړي؛ خو د ده په وینا، دغه لګښتونه د امنیتي ګواښونو د مخنیوي او د ترهګریزو فعالیتونو د مهارولو لپاره د توجیه وړ دي.

شریف ویلي: « د ډیورنډ کرښې په اړه، چې تاسې یادونه وکړه، د پاکستان د امنیت د ټینګښت او د خلکو د ساتنې لپاره د سرحدونو په اوږدو کې د اغزنې کټارې لګول یو سم او پر ځای کړنه وه. که دغه کټاره د ترهګرۍ له ګواښ څخه د یوه ماشوم ژوند هم وژغوري، زما پر باور د دې نږدې دوه زره کیلومټره کرښې لپاره هر لګښت پر ځای او د توجیه وړ دی؛ ان که دا لګښت میلیارډونو روپیو ته هم ورسېږي.»

د پاکستان د لومړي وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د ډیورنډ فرضي کرښې او د هغې په اوږدو کې د اغزنې کټارې موضوع تل د کابل او اسلام‌‌آباد ترمنځ له اختلافی مسایلو څخه ګڼل شوې ده.

یو شمېر افغان شنونکي وایي، پاکستان د اغزنې کټارې لګول امنیتي اقدام بولي؛ خو په افغانستان کې دا موضوع یوازې امنیتي اړخ نه‌لري، بلکې د کرښې د دواړو غاړو له تاریخي، سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو واقعیتونو سره هم تړلې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د یوناما برخلیک؛ امنیت شورا سبا پرېکړه کوي

یوناما له ۲۰۰۲ز. کال راپدېخوا په افغانستان کې فعالیت لري او په سیاسي، بشري مرستو او د نړیوالو مرستو د همغږۍ په اړوند برخو کې یې ونډه لرلې ده.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر(یوناما) ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ(د غبرګولي پېنځه‌ویشتمه / د جون پېنځلسمه) به د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې بنسټ د ماموریت د راتلونکې د ارزونې غونډه ترسره کړي.

د یوناما د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د دې ادارې اوسنی ماموریت د جون پر شپاړلسمه سرته رسېږي او تمه ده، چې د امنیت شورا غړي یې د ماموریت د غځولو یا د فعالیت د دوام په اړه پرېکړه وکړي.

یوناما له ۲۰۰۲ز. کال راپدېخوا په افغانستان کې فعالیت لري او په سیاسي، بشري مرستو او د نړیوالو مرستو د همغږۍ په اړوند برخو کې یې ونډه لرلې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره ۱۵ زره کیلومټره سفر؛ ملګرو ملتونو افغانستان ته د خوراکي مرستو د رسولو له ننګونو پرده پورته کړه

د خوړو نړیوال پروګرام د یوه راپور له مخې، د افغان زده‌کوونکو لپاره ځانګړي مغذي بسکټونه، چې سلګونه ټنه وزن لري، له انډونیزیا څخه تر کابل پورې نږدې ۱۵ زره کیلومټره واټن وهلی، چې ماشومانو ته ورسېږي.

Published

on

ملګرو ملتونو ویلي، چې په افغانستان کې اړمنو ماشومانو ته د بېړنیو خوراکي مرستو رسول، د سیمې د بې‌ثباتۍ، د لارو او سرحدي دروازو د تړل کېدا او د لېږد رالېږد د پېچلو ستونزو له کبله، د نړۍ له تر ټولو سختو بشري مرستندویه عملیاتو څخه ګرځېدلي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د یوه راپور له مخې، د افغان زده‌کوونکو لپاره ځانګړي مغذي بسکټونه، چې سلګونه ټنه وزن لري، له انډونیزیا څخه تر کابل پورې نږدې ۱۵ زره کیلومټره واټن وهلی، چې ماشومانو ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي، چې افغانستان اوس هم له پراخې لوږې، بېوزلۍ، د بشري مرستو د بودجې له کمښت او د طبیعي پېښو( سېلابونو او زلزلو) له ناوړه پایلو سره مخ دی.

د راپور له مخې، د ۳۹۷ ټنه پیاوړو خوراکي توکو مرستې، چې د انډونیزیا حکومت د ۳.۵ میلیون ډالرو پر مرسته برابرې کړې وې؛ لومړی د انډونیزیا له سورابایا بندر څخه د پاکستان کراچۍ بندر ته ولېږدول شوه، خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي لارې د تړل کېدا له کبله له ستونزو سره مخ شوې.

د خوړو نړیوال پروګرام بیا هڅه وکړه، چې دغه د مرستو جوپه د متحده عربي اماراتو، فارس خلیج او ایران له لارې افغانستان ته ولېږدوي؛ خو سیمه‌ییزو کړکېچونو او په سمندري لارو کې ګډوډیو دغه پلان هم له خنډونو سره مخ کړ.

په پای کې د دې ادارې کارپوهانو نوې لار وټاکله، چې د متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، اردن، سوریې، ترکیې، ګرجستان، آذربایجان، کسپین سمندر او ترکمنستان له لارې افغانستان ته رسېده. دا لار زرګونه کیلومټره اوږده او لګښتي وه، خو افغانستان ته د مرستو د رسولو یوازنۍ پاتې لاره بلل کېده.

د خوړو نړیوال پروګرام د څرګندونو له مخې؛ د ۲۱ باروړونکو موټرو کاروان له اووه پولو له تېرېدا او څو اوونیو سفر وروسته افغانستان ته ورسېد او مرستې کابل ته ولېږدول شوې.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د تدارکاتي ځنځیر مسوول عبدالاحد منیب ویلي: «کله، چې موټرې ګدام ته ورسېدې، د هوساینې احساس مو وکړ. مونږ د دې سفر هر پړاو، هر ځنډ او هر بدلون له نږدې څاره.»

ویل کیږي، چې دغه خوراکي توکي اوس د غور، نورستان او پکتیکا ولایتونو د ښوونځیو زده‌کوونکو ته وېشل شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!