تازه خبرونه
د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې په بندخونه کې د افغان وګړي مړینه «پېښه» وبلل شوه
د مړینې د سند له مخې، ۴۱ کلن پکتیاوال د یوې ناڅرګندې مادې له کبله د شدید حساسیتي غبرګون (انافیلاکسي) په پایله کې مړ شوی دی.
ټکزاس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې په بندخونه کې د افغان وګړي او د امریکا د ځانګړو ځواکونو د پخواني همکار محمد نظیر پکتیاوال مړینه د امریکايي چارواکو له لوري «پېښه» بلل شوې ده.
د مړینې د سند له مخې، ۴۱ کلن پکتیاوال د یوې ناڅرګندې مادې له کبله د شدید حساسیتي غبرګون (انافیلاکسي) په پایله کې مړ شوی دی.
په سند کې راغلي، چې دغه حساسیتي غبرګون د هغه د سالنډۍ ناروغي هم سخته کړې وه او مړینه یې د مارچ پر څوارلسمه د ډالاس په یوه روغتون کې د «پېښې» په توګه ثبت شوې ده.
د ټکزاس ټربیون د راپور له مخې، پکتیاوال نږدې لس کاله په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې وه. نوموړی په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا ته ولېږدول شو. هغه د قانوني بهیر له لارې امریکا ته تللی و او د پناه غوښتنه یې کړې وه؛ خو د پناه غوښتنې دوسیه یې اوس هم تر ارزونې لاندې وه، چې د مارچ پر دیارلسمه د ټکزاس ایالت په خپل کور کې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې د مامورانو لهخوا ونیول شو.
د افغان کډوالو د حقونو ملاتړې ډلې «ایواک» او د امریکا د کانګرس دوه غړو د هغه د مړي د طبي کتنې د راپور خپرولو غوښتنه کړې ده.
هغوی وایي؛ د پکتیاوال کورنۍ حق لري پوه شي، چې کومې مادې دا مرګونی حساسیتي غبرګون رامنځته کړی او دا ماده څنګه د هغه بدن ته رسېدلې ده.
د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې له دې مخکې ویلي وه، چې پکتیاوال د بندخونې د منلو پر مهال د هر ډول ناروغۍ او حساسیت له لرلو انکار کړی و؛ خو څو ساعته وروسته له ساه لنډۍ او د سینې له درد سره مخ شو او روغتون ته ولېږدول شو. نوموړی د بلې ورځې سهار د ژبې له پړسوب وروسته د ډاکټرانو د ژغورنې له هڅو سره ـ سره، مړ شو.
د راپور له مخې، د محمد نظیر پکتیاوال کورنۍ د هغه د مړینې د څرنګوالي د روښانېدا غوښتنه کوي.
په همدې حال کې د ډالاس سیمهییزو چارواکو د روانو څېړنو له کبله تر اوسه د مړي د طبي کتنې د راپور له خپرولو ډډه کړې ده.
تازه خبرونه
د انډونیزیا سفیر د بامیان ولایت عامه کتابتون ته ۱۵۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل
ډاکټر ننډا آولیسټ د ټولنې د فکري، علمي او فرهنګي ودې لپاره د مطالعې او کتابلوستنې د ارزښت په اړه د ټینګار ترڅنګ ویلي؛ انډونیزیا په افغانستان او دې هېواد کې د مطالعې او کتابلوستنې د دودولو لپاره فرهنګي پروګرامونه او د کتابونو نندارتونونه جوړوي.
د انډونیزیا جمهوریت سفیر ډاکټر ننډا آولیسټ د یوه پلاوي پر مشرۍ د بامیان ولایت له عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه او دې کتابتون ته یې ۱۵۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل.
ډاکټر ننډا آولیسټ د ټولنې د فکري، علمي او فرهنګي ودې لپاره د مطالعې او کتابلوستنې د ارزښت په اړه د ټینګار ترڅنګ ویلي؛ انډونیزیا په افغانستان او دې هېواد کې د مطالعې او کتابلوستنې د دودولو لپاره فرهنګي پروګرامونه او د کتابونو نندارتونونه جوړوي.
هغه زیاته کړې، چې د دغو پروګرامونو هدف مطالعې ته د ځوانانو هڅول، د هغوی د پوهې او خبرتیا کچې لوړول او له وزګار وخت څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هڅه کیږي، چې ځوانان د خپل وخت ډېره برخه د خواله رسنیو او مجازي پاڼو پر کارولو او د وخت د تېرولو پر ځای مطالعې، د پوهې ترلاسه کولو او فکري ودې ته ډېره پاملرنه وکړي.
د بامیان عامه کتابتون مدیر د انډونیزیا جمهوریت سفیر ته د ښه راغلاست ویلو او د هغه له راتګ څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د ۱۵۰ ټوکه کتابونو د ډالۍ او دغه ارزښتناک فرهنګي ګام له کبله مننه او ستاینه وکړه.
هغه دغه فرهنګي نوښت د کتابتون د مطالعاتي سرچینو د بډاینې، د مطالعې او کتابلوستنې د دود د پیاوړتیا او ځوانانو او د کتاب مینهوالو ته د کتابونو او پوهې ته د لاسرسي د ډېرو فرصتونو د برابرولو لپاره اغېزناک ګام وباله.
نوموړي ټینګار وکړ، چې دا ډول ارزښتناک فرهنګي اقدامات د ټولنې په علمي، فکري او فرهنګي وده کې مهم رول لوبولی شي.
د بامیان عامه کتابتون مدیر هیله څرګنده کړه، چې د انډونیزیا جمهوریت او د افغانستان د فرهنګي بنسټونو ترمنځ د همکارۍ، د کتاب نندارتونونو جوړولو، د مطالعې دودولو پروګرامونو د پلي کولو او د عامه کتابتونونو د ملاتړ په برخو کې اړیکې پراخه او په بامیان ولایت کې د مطالعې او کتابلوستنې د دودولو لپاره ډېرې نورې زمینې برابرې شي.
تازه خبرونه
امیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې د سرمنشي له مرستیال سره د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو ټولنې د نوي سرمنشي د ټاکل کېدا له کبله مبارکي وړاندې شوه او د دې ټولنې په لیدلوري کې د افغانستان پر ځای او له افغانستان سره پر رغنده تعامل خبرې وشوې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو ټولنې( OIC) د سرمنشي له مرستیال سفیر طارق علي بخیت سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو ټولنې د نوي سرمنشي د ټاکل کېدا له کبله مبارکي وړاندې شوه او د دې ټولنې په لیدلوري کې د افغانستان پر ځای او له افغانستان سره پر رغنده تعامل خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د لیدنې پر مهال د افغانستان او سیمې پر وضعیت، له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره پر سیاسي او اقتصادي پرمختګونو او په بېلابېلو برخو کې د نویو فرصتونو پر رامنځته کېدا خبرې وشوې.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د افغانستان او اسلامي همکاریو ټولنې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د همکاریو د نویو لارو پر پرانیستلو ټینګار شوی دی.
تازه خبرونه
افغانستان د ناچاودو توکو د مرګ او ژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی – یوناما
یوناما په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ماینپاکۍ مؤسسو ته د مالي ملاتړ د برابرولو هڅې روانې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) خبرداری ورکړی، چې افغانستان د جګړې پر ناچاودو توکو د مرګ او ژوبلې له پلوه د نړۍ درېیم هېواد دی او اوس هم پراخې سیمې پر ماینونو او مهماتو ککړې پاتې دي.
یوناما په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ماینپاکۍ مؤسسو ته د مالي ملاتړ د برابرولو هڅې روانې دي.
دا مؤسسې د ځمکنیو ماینونو او نورو وژونکو چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره هره ورځ کار کوي او دغه راز د هېواد پر کچه خلکو ته د دغو توکو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکوي.
د دې پیغام له مخې، ماشومان د دې ګواښ پر وړاندې تر ټولو زیانمنونکي دي او د دغو توکو له کبله د ټولې مرګ او ژوبلې ۸۰ سلنه جوړوي. ډېر ماشومان له ناچاودو توکو سره د لوبو پر مهال ټپیان کیږي او یا خپل ژوند له لاسه ورکوي.
یوناما ټینګار کړی، چې عامه پوهاوی او ګډه همکاري د وژونکو پېښو په مخنیوي او د انسانانو د ژوند په ژغورلو کې مهم رول لوبولی شي.
دې ادارې له خلکو غوښتي، چې د هر ډول ناپېژندل شوي یا شکمن شي د لیدلو په صورت کې لاس ور نهوړي او سمدستي یې په اړه اړوند چارواکو او امنیاي ځواکونو ته خبر ورکړي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoسوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي
-
سوداگري4 days agoملا برادر په کابل کې د امام ابوحنیفه پېنځم نړیوال نندارتون پرانیست
-
تازه خبرونه3 days agoپه مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي
-
تازه خبرونه3 days agoشهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په لیدنه کې پر ترهګرۍ خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان د کرنې وزیر په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تلی
-
تازه خبرونه4 days agoله پاکستان څخه د افغانانو ستنېدل باید په خپله خوښه او له درناوي سره وي ـ ګوټرش
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت پلاوی په دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او ایران ستازو د اړیکو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ
