سوداگري
افغان او اماراتي سوداګرو د ۱.۴۴ میلیون ډالرو پر ارزښت د ترکمنستان ډیزل وپېرودل
د «آرزو نیوز» د راپور له مخې، د ترکمنستان د دولتي او اومه توکو د بازار د څرګندونو پر بنسټ دغه تړونونه د جمعې پر ورځ په بهرني بازار کې وروستي شوي دي.
د ترکمنستان رسنیو راپور ورکړی، چې له افغان او متحده عربي اماراتو سوداګرو سره د ټولټال ۱.۴۴ میلیون ډالرو پر ارزښت د چان شويو ډیزلو د پلورلو دوه تړونونه لاسلیک شوي دي.
د «آرزو نیوز» د راپور له مخې، د ترکمنستان د دولتي او اومه توکو د بازار د څرګندونو پر بنسټ دغه تړونونه د جمعې پر ورځ په بهرني بازار کې وروستي شوي دي.
د دغو توکو پېرودونکي د افغانستان او متحده عربي اماراتو سوداګر ول او د «ترکمنهیمیا» دولتي شرکت په دغو راکړو ورکړو کې د پلورونکي په توګه ګډون کړی و.
په دغو تړونونو کې چاڼ شوی ډیزل شامل دی، چې د ترکمنستان د تېلو او پټروشیمي صنایعو له تولیداتو څخه دی.
د دغو دوه راکړو ورکړو ټولیز ارزښت ۱.۴۴ میلیون ډالر ښودل شوی؛ خو د پلورل شويو ډیزلو د کچې او د هر تړون د جلا ارزښت په اړه جزئیات خپاره شوي نهدي.
د ترکمنستان د توکو او اومه توکو دولتي بازار په منظم ډول نړیوالو پېرودونکو ته د دغه هېواد د تېلو، تېلوړونکو توکو او پټروشیمي محصولاتو د صادراتو زمینه برابروي.
سوداگري
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اوسپنېپټلۍ له لارې د مالونو پر لېږدولو هوکړه وشوه
د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اتهلسمه د ازبکستان د اوسپنېپټلۍ شرکت د مدیره پلاوي مشر ذبیحالله نارزولایوف او د افغانستان د اوسپنېپټلۍ ادارې رییس عبدالکریم فاتح ترمنځ د حیرتان په بندر کې غونډه شوې ده.
د ازبکستان د اوسپنېپټلۍ ادارې ویلي، چې افغانستان او ازبکستان د اوسپنېپټلۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او د اوسپنېپټلۍ له لارې د مالونو د لېږدولو د کچې پر زیاتولو هوکړه کړې ده.
د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اتهلسمه د ازبکستان د اوسپنېپټلۍ شرکت د مدیره پلاوي مشر ذبیحالله نارزولایوف او د افغانستان د اوسپنېپټلۍ ادارې رییس عبدالکریم فاتح ترمنځ د حیرتان په بندر کې غونډه شوې ده.
په دې غونډه کې دواړو لوریو د اوسپنېپټلۍ اړیکو پر پراختیا، له شته ظرفیتونو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د لېږدولو د کچې پر زیاتولو خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې ویل شوي، چې سږ کال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د مالونو دوهاړخیز لېږد زیاتېدا د پاملرنې وړ ده.
د شوې هوکړې له مخې؛ ټاکل شوې، چې د نایبآباد تمځای په ټاکلي وخت کې پراخ شي او له حیرتان څخه مزارشریف ته د مالونو رېلي لېږد منظم شي.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د رېلګاډو د ورځني تګ راتګ د شمېر پر زیاتولو او د اوسپنېپټلۍ په برخه کې د افغان کارکوونکو د مسلکي زدهکړو او وړتیا لوړولو لپاره د زمینې پر برابرولو هم هوکړه شوې ده.
تازه خبرونه
افغانستان او ایران د ګمرکي همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
دا هوکړې د افغانستان مالیې وزیر محمد ناصر آخوند او د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر ډاکټر مدنيزاده ترمنځ په تهران کې د لیدنې پر مهال شوې دي.
د افغانستان او ایران چارواکو د دواړو هېوادونو د ګمرکي نظامونو پر نښلولو، د ګمرکي فعالیتونو پر ۲۴ ساعته کولو، په بندرونو کې د موټرو د تګ راتګ پر زیاتولو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د آسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه کړې ده.
دا هوکړې د افغانستان مالیې وزیر محمد ناصر آخوند او د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر ډاکټر مدنيزاده ترمنځ په تهران کې د لیدنې پر مهال شوې دي.
د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې، د اسلامکلا بندر ګمرکي فعالیتونه به د راتلونکې شنبې له ورځې ۲۴ ساعته شي.
دواړو لوریو په بندرونو کې د موټرو د ځنډېدا او د د ګمرکي محصولاتو د ورکړې ستونزې(خاکپولي) پر اواري، د قاچاقي توکو پر مخنیوي او ایران ته د افغان صادراتو لپاره د آسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د پانګونې، سوداګرۍ، ټرانزیټ، سرحدي او ګمرکي مسایلو او د دوهاړخیزو اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون پر فعالیتونو هم خبرې شوې دي.
سوداگري
تاجکستان له افغانستان سره پر پوله د ګډ بازار جوړولو غوښتنه وکړه
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د دوهاړخیزو همکاریو پر زیاتېدا او د سوداګرو او پانګهوالو لپاره د نویو فرصتونو پر برابرېدا خبرې کړې دي.
د تاجکستان سفیر سعدي شریفي په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له عمومي رییس سید کریم هاشمي سره په لیدنه کې ویلي؛ هېواد یې لېواله دی، چې د دواړو هېوادونو په پوله کې ګډ بازار جوړ کړي.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د دوهاړخیزو همکاریو پر زیاتېدا او د سوداګرو او پانګهوالو لپاره د نویو فرصتونو پر برابرېدا خبرې کړې دي.
د تاجکستان سفیر ویلي، د هېواد مشرتابه یې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د ګډو فعالیتونو لپاره د زمینې برابرولو غوښتونکی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ګډه پوله کې ګډ بازار کولی شي د دواړو هېوادونو د وګړو او سوداګرو لپاره د راکړې ورکړې او اقتصادي تعاملاتو ډېر فرصتونه برابر کړي.
دغه راز د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس وړاندیز کړی؛ په لومړي ګام کې تاجکستان ته د لږ تر لږه ۱۰ افغان سوداګرو د یوه پلاوي د سفر زمینه برابره شي، چې په دې هېواد کې له سوداګریزو او پانګیزو فرصتونو سره بلد شي.
-
تازه خبرونه2 days agoڅلور سمنګاني ځوانان د کډوالۍ پر لارې له مړینې وروسته خاورو ته وسپارل شول
-
لوبی5 days agoسرخپوشان خوافي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ نه ماتېدونکی اتل شو
-
لوبی3 days agoآریانا ټلویزیون د آسیا فوټبال کنفډراسیون د جایزو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران پر پوځي تاسیساتو امریکا او پر خلیجي هېوادونو ایران بریدونه کړي
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت مالیې وزیر د ایران د مازندران له کرنیزو او تولیدي مرکزونو لیدنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoاسلامي امارت آلمان ته خپل څلور نوي ډیپلوماټان لېږي
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days agoشمالي کوریا د خپلې لومړنۍ چټباټ مصنوعي ځیرکتیا مخکتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب اتیایمه کلیزه نمانځي
