لوبی
د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډله د فیفا نړیوال جام درېیمې درجې ته لار پیدا کړه
دا په دغو سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.
د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام او فوټبال نندارې د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې سوډان ته درې پر یوه ماتې ورکړه او د شپږ لوبډلو تر منځ یې درېیم مقام خپل کړ؛ له دې سره یې د سیالیو درېیمې درجې ته لار وموندله.
دا په دغو سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.
د هېواد تنکیو ملي لوبغاړو له دې مخکې هم سیرالیون او جیبوټي ته ماتې ورکړې وې.
روسیې د ډلې لومړی او ترکیې دوهیم مقام خپل کړی دی.
روسیه او ترکیه به پر ترتیب په لومړۍ او دوهیمه درجه کې سیالي وکړي؛ خو افغانستان به په درېیمه درجه کې د ټولیز لښتیلیک(جدول) د پنځهشپېتم او شپږنوییم مقام تر منځ د ځای خپلولو لپاره ولوبېږي.
د سیالیو راتلونکی پړاو به په حذفي بڼه ترسره شي او ټولې ۱۸۹ ګډونوالې لوبډلې به د خپلو وروستیو مقامونو د ټاکلو لپاره سیالي وکړي. ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د اوکټوبر پر دېرشمه پای ته ورسېږي.
آذربایجان د ۲۰۲۶ز.کال فیفا د ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال نړیوال جام او نندارې کوربه دی.
لوبی
فضلالحق فاروقي په نړیوال۲۰آوریز لیګ کې د داوطلبۍ ریکارډ مات کړ او له اماراتو سره یوځای شو
د افغانستان کرکټ مینهوالو لپاره په دې سیالیو کې د فاروقي، ګربز، نبي او نورو ملي لوبغاړو ګډون د ډېرې لېوالتیا لامل دی. دغه لیګ اوس هم د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي جذبوي او لوبډلې پرې د پام وړ پانګونه کوي.
د افغانستان چټک توپاچوونکی فضلالحق فاروقي د ډيپي ورلډ نړیوال آیالټي۲۰ لیګ د پېنځم پړاو په داوطلبۍ(بولۍ ) کې د ۳۸۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې له امآی اماراتو لوبډلې سره یوځای او د دغه لیګ په تاریخ کې یې د لوبغاړو د اخیستلو د بیې پخوانی ریکارډ مات کړ.
په دوبۍ کې د اوکټوبر میاشتې په داوطلبۍ کې څلورو لوبغاړو د تېر پړاو د ۲۶۰ زره ډالرو ریکارډ مات کړ. دغه ریکارډ د انډره فلیچر لهخوا جوړ شوی و. د لیګ لوبډلو د راتلونکو سیالیو لپاره د خپلو لوبډلو د پیاوړتیا لپاره پر لوبغاړو ډېرې پیسې ولګولې.
د انګلستان هر اړخیز لوبغاړی لیم لیوینګسټون د ۳۵۰ زره ډالرو په بدل کې له ګلف جاینټس لوبډلې سره یوځای شو او د داوطلبۍ دوهیم تر ټولو ګران بیه لوبغاړی شو.
د افغانستان ویکټ ساتونکی او توپوهونکی رحمانالله ګربز هم له همدې لوبډلې سره یوځای شو. ګلف جاینټس د خپل لومړیتوب حق په کارولو سره نوموړی د ۳۱۰ زره ډالرو په بدل کې خپل کړ.
د سویلي افریقا پخواني لوبډلمشر فاف ډوپلیسي د ۳۰۰ زره ډالرو په بدل کې له دوبۍ کپیټلز لوبډلې سره تړون وکړ.
د پېنځم پړاو سیالیو په درشل کې د فاروقي پر ریکارډي بیه اخیستل د افغانستان کرکټ د نړیوالو لوبغاړو پر وړتیا د لوبډلو لوړه لېوالتیا ښيي. ټاکل شوې، چې د دغه لیګ سیالۍ د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر له یوویشتمې د ډسمبر تر شلمې ترسره شي.
د پاکستان نومیالي لوبغاړي له دفاعي اتلانو سره یوځای شول
ډیزرټ وایپرز لوبډلې د پاکستان څلور نړیوال لوبغاړي؛ بابر اعظم، نسیم شاه، فخر زمان او شاداب خان، هر یو د ۸۰ زره ډالرو پر لومړنۍ بیه واخیستل.
ټاکل شوې، چې بابر اعظم د آیالټي۲۰ لیګ په پېنځم پړاو کې د لومړي ځل لپاره ولوبېږي؛ خو نسیم شاه او فخر زمان بېرته له دفاعي اتلې لوبډلې سره یوځای شوي دي.
په دې داوطلبۍ کې د متحده عربي اماراتو لوبغاړی محمد وسیم هم د دغه لیګ په تاریخ کې د خپل هېواد تر ټولو ګران بیه لوبغاړی شو. امآی اماراتو د خپل لومړیتوب حق په کارولو سره نوموړی د ۲۱۰ زره ډالرو په بدل کې واخیست.
د متحده عربي اماراتو بل لوبغاړی الیشان شرفو د ۱۱۰ زره ډالرو په بدل کې له ابوظبۍ نایټ رایډرز سره یوځای شو؛ محمد روهید او ایان خان بیا هر یو د ۹۵ زره ډالرو په بدل کې واخیستل شول.
لوبډلو پر نړیوالو لوبغاړو پانګونه وکړه
د لیګ شپږ لوبډلو د هغو هېوادونو پر لوبغاړو هم پانګونه وکړه، چې د کرکټ د نړیوالې شورا د ملګرو غړیو په ډله کې دي. دا چاره د دغه لیګ نړیوال پراخوالی ښيي.
د امریکا لوبغاړو امشي ډي سلوا او حسن خان پر ترتیب له ابوظبۍ نایټ رایډرز او دوبۍ کپیټلز سره د ۱۰۰ زره او ۹۰ زره ډالرو په بدل کې تړونونه وکړل.
د سکاټلینډ لوبغاړی برینډن مکمولن د ۸۰ زره ډالرو په بدل کې له شارجې واریئرز سره یوځای شو؛ د نامیبیا ډیویډ وایس بیا د ۷۰ زره ډالرو په بدل کې له ګلف جاینټس سره تړون وکړ.
د نورو مهمو قراردادونو له ډلې؛ د ویسټ انډیز چټک توپاچوونکی الزاري جوزف د ۲۳۰ زره ډالرو په بدل کې له ګلف جاینټس سره یوځای شو.
د انګلستان چټک توپاچوونکی ریچارډ ګلیسن د ۱۸۰ زره ډالرو په بدل کې له شارجې واریئرز سره تړون وکړ؛ کریس جورډن بیا د ۱۷۰ زره ډالرو په بدل کې له امآی اماراتو سره یوځای شو.
ډیزرټ وایپرز هم د خپل لومړیتوب حق پر کارولو د انګلستان چټک توپاچوونکی ډیویډ پین د ۱۵۰ زره ډالرو په بدل کې له ځان سره وساته.
افغان لوبغاړي د لیګ په بېلابېلو لوبډلو کې
د افغانستان نړیوالو لوبغاړو په دې داوطلبۍ کې د پام وړ ونډه لرله او څو لوبغاړي یې له بېلابېلو لوبډلو سره تړونونه وکړل.
له فاروقي او ګربز پرته محمد نبي د ۱۴۰ زره ډالرو په بدل کې له شارجې واریئرز سره یوځای شو؛ ګلبدین نایب بیا د ۷۵ زره ډالرو په بدل کې له ابوظبۍ نایټ رایډرز سره تړون وکړ.
دوبۍ کپیټلز صدیقالله اتل د ۷۰ زره ډالرو او کریم جنت د ۴۰ زره ډالرو په بدل کې واخیستل.
ګلف جاینټس پیلیز توپوهونکی ابراهیم ځدراڼ د ۶۵ زره ډالرو په بدل کې واخیست؛ امآی اماراتو بیا د خپل لومړیتوب حق په کارولو سره اللهغضنفر د ۱۵۰ زره ډالرو په بدل کې له ځان سره وساته.
عرب ګل هم د ۸۰ زره ډالرو په بدل کې له ابوظبۍ نایټ رایډرز سره یوځای شو او په دې توګه په سیالیو کې د افغان لوبغاړو شمېر زیات شو.
امآی اماراتو پر لوبغاړو تر ټولو ډېرې پیسې ولګولې
امآی اماراتو په داوطلبۍ کې ټولټال دوه میلیون ډالر ولګول او د لګښت له پلوه د لیګ په لوبډلو کې یې لومړی ځای خپل کړ. ګلف جاینټس بیا د ۱.۹۷۲ میلیون ډالرو پر لګښت ورپسې شو.
دوبۍ کپیټلز ۱.۸۳۴ میلیون ډالر او شارجې واریئرز ۱.۷۲ میلیونه ډالر ولګول.
ابوظبۍ نایټ رایډرز ۱.۵۴۹ میلیون ډالر او ډیزرټ وایپرز ۱.۵۴۴ میلیون ډالر ولګول.
په دې داوطلبۍ کې د کرکټ نړۍ ګڼو مشهورو څېرو هم ګډون کړی و، چې په کې د پېنځم پړاو سفیر بریټ لي، د سویلي افریقا پخوانی لوبغاړی اېبي ډیویلیرز، الان ډونالډ، شعیب ملک او عثمان خواجه شامل ول.
ټاکل شوې، چې د ډيپي ورلډ آیالټي۲۰ لیګ پېنځم پړاو د نومبر له یوویشتمې د ډسمبر تر شلمې ترسره شي او شپږ لوبډلې به د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي.
د افغانستان کرکټ مینهوالو لپاره په دې سیالیو کې د فاروقي، ګربز، نبي او نورو ملي لوبغاړو ګډون د ډېرې لېوالتیا لامل دی. دغه لیګ اوس هم د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي جذبوي او لوبډلې پرې د پام وړ پانګونه کوي.
مینهوال به د دغو سیالیو ټولې لوبې پر ځانګړې بڼه د آریانا ټلویزیون او ډیجیټلي خپرنیزو پاڼو له لارې کتلی شي.
لوبی
عینو مېنه عمر ځواک ته ۵ پر ۴ ماتې ورکړه
عینو مېنه، چې له دې لوبې مخکې د نومرو په جدول کې یې اووم ځای درلود؛ پېنځه ګولونه ووهل. نبي مقدس او هدایتالله دوه ـ دوه ګولونه او امید ساحل یو ګول وواهه.
د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو د اووهپنځوسمې لوبې پر مهال عینو مېنه لوبډلې عمر ځواک ته ۵ پر ۴ ماتې ورکړه.
عینو مېنه، چې له دې لوبې مخکې د نومرو په جدول کې یې اووم ځای درلود؛ پېنځه ګولونه ووهل. نبي مقدس او هدایتالله دوه ـ دوه ګولونه او امید ساحل یو ګول وواهه.
د عمر ځواک له لوري حاتم شېردل، شاداب ملکزاده، بلال احمد او اعظمالدین حاجيزاده هر یوه یو ګول وواهه؛ خو ونه توانېدل خپله لوبډله له ماتې وژغوري. عمر ځواک د نومرو په جدول کې درېیم ځای لري.
په دې سیالۍ کې د عینو مېنه لوبډلې لوبغاړو یو ژېړ او یوه سور کارټونه ترلاسه کړل. په داسې حال کې، چې لوبڅار د عمر ځواک لوبغاړو ته دوه ژېړ کارټونه وښودل.
عینو مېنه لوبډلې اته خطاوې وکړې؛ دوه ځله آفسایډ شوه او څلور کارنرونه یې ترلاسه کړل؛ خو عمر ځواک لس خطاوې وکړې، نهه ځله آفسایډ شو او درې کارنرونه یې ترلاسه کړل.
عینو مېنه له دې بریا سره درې ارزښتناکې نومرې خپلې کړې.
د افغانستان اتلانو لیګ لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې خپریږي او مېنهوال یې کولی شي د هېواد په ګوټ ګوټ کې دا سیالۍ پر ژوندۍ بڼه وګوري.
لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ؛ استقلال کابل او سرسبز یاشلر لوبډلو لوبه ۱-۱مساوي کړه
که څه هم دواړو لوبډلو د نورو ګولونو وهلو فرصتونه درلودل؛ خو هېڅ یوې ونهشو کړی، چې بل ګول ووهي او لوبه ۱-۱ پای ته ورسېده.
د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو په شپږپنځوسمه سیالۍ کې د استقلال کابل او سرسبز یاشلر لوبډلو ۱-۱ مساوي لوبه وکړه او نومرې یې سره ووېشلې.
سرسبز یاشلر لوبډله د لوبې په یوویشتمه دقیقه کې د فیروز رحماني د ګول پر وهلو مخکې شوه؛ خو استقلال کابل په دوهیمه نیمایي کې د هارون نوري پر مټ د لوبې په څلورپنځوسمهه دقیقه کې د مساوي ګول پر وهلو ځواب ورکړ.
که څه هم دواړو لوبډلو د نورو ګولونو وهلو فرصتونه درلودل؛ خو هېڅ یوې ونهشو کړی، چې بل ګول ووهي او لوبه ۱-۱ پای ته ورسېده.
په دې سیالۍ کې سرسبز یاشلر لوبډلې د کارنر ډېرې شېبې ترلاسه کړې؛ خو د استقلال کابل لوبډلې ډېرې خطاوې وکړې او ډېر ځله آفسایډ شوه. دواړو لوبډلو دوه ـ دوه ژېړ کارټونه ترلاسه کړل او هیڅ لوبغاړی پر سره کارټ له لوبغالي ونهایستل شو.
استقلال کابل د لس لوبډلو په جدول کې اوس هم وروستی ځای لري او سرسبز یاشلر خپل اتم ځای ساتلی دی.
د یادونې ده، چې د دې لیګ سیالۍ د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.
-
تازه خبرونه5 days agoله چین سره د افغانستان ځمکنۍ نښلېدا له خنډونو سره مخ ده – ډیپلوماټ
-
لوبی1 day agoفضلالحق فاروقي په نړیوال۲۰آوریز لیګ کې د داوطلبۍ ریکارډ مات کړ او له اماراتو سره یوځای شو
-
لوبی3 days agoافغانستان زیمبابوې ته پر ماتې ورکولو د درېاړخیزو کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه
-
تازه خبرونه5 days agoاروپايي ټولنې د بشري مرستو لپاره افغانستان ته ۱۲ میلیون یورو ځانګړې کړل
-
لوبی5 days agoافغانستان بنګلهدېش ته پر ماتې ورکولو د درېاړخیزو یو ورځنیو سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه
-
لوبی3 days agoآرمان افسي د دوه ناوخته ګولونو سره-سره له سرخپوشان خوافي ماتې وخوړه
-
تازه خبرونه5 days agoله افغانستان سره امنیتي او دفاعي همکاري پراخوو- ماریا زاخارووا
-
لوبی3 days agoطوفان هرات آریانا خوست ته پر یو ګول ماتې ورکړه
