Connect with us

تازه خبرونه

د سیمې هېوادونه له امریکا پرته خپلې ستونزې حلولی شي – پزشکیان

پزشکیان پوتین ته ویلي: « زه باور لرم، چې مونږ د امریکا له مرستې پرته په سیمه کې د خپلو ستونزو د حل وړتیا لرو.» نوموړي ټینګار کړی، چې د سیمې هېوادونه کولی شي د همکارۍ له لارې خپلې ستونزې اوارې کړي.

خپور شوی

د

 

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي؛ د سیمې هېوادونه دا وړتیا لري، چې پر امریکا له تکیه پرته خپلې ستونزې حل کړي.

پزشکیان پوتین ته ویلي: « زه باور لرم، چې مونږ د امریکا له مرستې پرته په سیمه کې د خپلو ستونزو د حل وړتیا لرو.» نوموړي ټینګار کړی، چې د سیمې هېوادونه کولی شي د همکارۍ له لارې خپلې ستونزې اوارې کړي.

د ایران ولسمشر ویلي، د تهران او مسکو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا ښکارندویي کوي. هغه زیاته کړې؛ د امریکا اقدامات ایران، روسیه او نور هغه هېوادونه، چې د واشنګټن له یو اړخیزو بندیزونو سره مخ دي، ډېرو همکاریو ته هڅوي.

نوموړي زیاته کړې، د امریکا یو اړخیز ې کړنې ایران هڅوي، چې څو اړخیزې همکارۍ پراخې او له روسیې او هغو نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي، چې د امریکا له بندیزونو سره مخ دي.

د پزشکیان د څرګندونو له مخې، د ایران او روسیې ترمنځ په علمي، اقتصادي، صنعتي، فرهنګي، امنیتي او پوځي برخو کې د همکاریو د پراختیا پراخ ظرفیت شته.

په ورته وخت کې، پوتین ویلي، چې د روسیې او ایران ترمنځ سوداګري مخ پر زیاتېدو ده او د ایران د بوشهر اټومي بټۍ د جوړولو چارې هم روانې دي.

د روسیې ولسمشر د سیمې وضعیت جدي بللی او ویلي یې دي، چې له پزشکیان سره یې په یوه خصوصي کتنه کې د سیمې پر وروستیو تحولاتو خبرې کړې دي.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې پېښې به په مثبت لوري ولاړې شي.

دا کتنه په داسې حال کې شوې، چې مسکو هڅه کوي په منځني ختیځ کې د کړکېچ د بیا زیاتېدا د مخنیوي لپاره له ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ وکړي. د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې اترې له ځنډ سره مخ شوې دي.

امریکا او اسرائیلو پر ایران د بیا بریدونو ګواښونه هم کړي، چې دې چارې د ډیپلوماټیکې هوکړې د ترلاسه کېدو په اړه ناڅرګندتیا زیاته کړې ده.

په مسکو کې دا خبرې د ایران لپاره له روسیې سره د مشارکت د زیاتېدونکي اهمیت څرګندونه کوي؛ ځکه تهران هڅه کوي له لوېدیځې نړۍ بهر له هېوادونو سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت لومړیتوبونه نړیوالو بنسټونو ته وړاندې شول

دغه لومړیتوبونه په هېواد کې د پانګونې فرصتونو رامنځته کول، د تشبثاتو مرکزونو جوړول، د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ملاتړ، د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې ظرفیت لوړول، د کورنیو تولیداتو پروسس او چمتوکول، د صادراتو پراختیا او یو شمېر نورې برخې رانغاړي.

Published

on

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د عامه اړیکو ریاست پر مشرۍ نن( چارشنبه د عقرب شپږمه) د ارګ په مرمرینه ماڼۍ کې د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو اوومه غونډه جوړه شوه، چې په کې د تمویلوونکو بنسټونو، نړیوالو موسسو، ملګرو ملتونو او پراختیايي شریکانو استازو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت لومړیتوبونه تمویلوونکو او نړیوالو بنسټونو ته وړاندې شول.

دغه لومړیتوبونه په هېواد کې د پانګونې فرصتونو رامنځته کول، د تشبثاتو مرکزونو جوړول، د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ملاتړ، د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې ظرفیت لوړول، د کورنیو تولیداتو پروسس او چمتوکول، د صادراتو پراختیا او یو شمېر نورې برخې رانغاړي.

دغه لومړیتوبونه د هېواد د اقتصادي ودې، د خصوصي سکټور د ملاتړ، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د تولیدي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره ټاکل شوي دي، جې د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ د امکان تر بریده له همدې لومړیتوبونو سره سمې او همغږې شي.

د تمویلوونکو بنسټونو او نړیوالو موسسو استازو د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیالۍ او د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه مننه کړې، چې دغه لومړیتوبونه یې ورته وړاندې کړل.

هغوی ویلي، خپلې راتلونکې مرستې او همکارۍ به د همدې لومړیتوبونو په رڼا کې تنظیم کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ۲۰۲۶ز.کال کې د نشه‌یي توکو پر ضد څه باندې ۲۵ زره عملیات شوي

دغه وزارت د سې‌شنبې پر ورځ په کابل کې د« نشه‌یي توکو پر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت مبارزه؛ واقعیتونه او لاسته‌راوړنې» تر سرلیک لاندې د یوې غونډې له جوړېدا خبر ورک، چې د اسلامي امارت د چارواکو، د بېلابېلو هېوادونو د سفیرانو او ډیپلوماټانو او د نړیوالو بنسټونو د استازو پر ګډون جوړه شوې وه.

Published

on

Last Updated on: لړم ۶, ۱۴۰۵

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، په ۲۰۲۶ ز.کال کې د نشه‌یي توکو پر ضد څه باندې ۲۵ زره عملیات ترسره شوي؛ د کوکنارو او چرسو تر کښت لاندې ۲۶ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه له منځه وړل شوې او له ۱۰ زره ډېر شکمن کسان نیول شوي دي.

دغه وزارت د سې‌شنبې پر ورځ په کابل کې د« نشه‌یي توکو پر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت مبارزه؛ واقعیتونه او لاسته‌راوړنې» تر سرلیک لاندې د یوې غونډې له جوړېدا خبر ورک، چې د اسلامي امارت د چارواکو، د بېلابېلو هېوادونو د سفیرانو او ډیپلوماټانو او د نړیوالو بنسټونو د استازو پر ګډون جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمن منیر ویلي، چې د عملیاتو پر مهال د کوکنارو او چرسو تر کښت لاندې ۲۶ زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه له منځه وړل شوې، ۱۰ زره او ۶۵ شکمن کسان نیول شوي او د نشه‌یي توکو د پروسس ۳۰۱ لابراتوارونه، د کیمیاوي ګولیو دوه کارخونې او د الکولي مشروباتو ۱۵ کارخونې کشف او تړل شوې دي.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې غونډه کې د نشه‌یي توکو د کښت، تولید، پروسس، قاچاق او کارونې د منع کولو په اړه د اسلامي امارت د مشر د فرمان پلي کول، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د حکومت د مبارزې څرګندونه بللې ده.

نوموړي په ګاونډ هېوادونو کې د نشه‌یي توکو پراخ کښت او د هغو قاچاق هم د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې دې موضوع ته د نړیوالې ټولنې له پاملرنې پرته به د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه بشپړه پایله ترلاسه نه‌کړي.

دغه راز د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت برابرول، د روغتیايي مرکزونو ملاتړ، تخنیکي همکاري او سیمه‌ییزه همغږي د دې مبارزې د لاسته‌راوړنو د ساتلو لپاره اړین بللي دي.

د غونډې ګډونوالو په پای کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پر دوام، بزګرانو ته د بدیل معیشت د پراختیا او د سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اقتصاد وزیر او د ملګرو ملتونو استازي د پراختیايي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د اقتصاد وزارت ویلي، دین‌محمد حنیف په دې لیدنه کې د هېواد اقتصادي وضعیت ته د نغوتې تر څنګ د اقتصادي ودې، کورنیو تولیداتو زیاتوالي، د نشه‌يي توکو د کښت پر وړاندې مبارزې او د اوبو سرچینو د مدیریت یادونه کړې او څرګندوي، چې بندیزونو، د افغانستان د اسعارو د زېرمو کنګل کېدا، د ملګرو ملتونو له‌خوا د اسلامي امارت ‌پر‌رسمیت‌نه‌پېژندلو او د نړیوالې ټولنې د پراختیايي مرستو درېدا د هېواد پر اقتصادي پرمختګ منفي اغېز کړی دی.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد وزیر دین‌محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له استازي تورهان صالح سره په لیدنه کې د پراختیايي همکاریو پر پراختیا، د خصوصي سکټور پر ملاتړ او د پراختیايي پروژو پر پلي کېدا خبرې کړې دي.

د اقتصاد وزارت ویلي، دین‌محمد حنیف په دې لیدنه کې د هېواد اقتصادي وضعیت ته د نغوتې تر څنګ د اقتصادي ودې، کورنیو تولیداتو زیاتوالي، د نشه‌يي توکو د کښت پر وړاندې مبارزې او د اوبو سرچینو د مدیریت یادونه کړې او څرګندوي، چې بندیزونو، د افغانستان د اسعارو د زېرمو کنګل کېدا، د ملګرو ملتونو له‌خوا د اسلامي امارت ‌پر‌رسمیت‌نه‌پېژندلو او د نړیوالې ټولنې د پراختیايي مرستو درېدا د هېواد پر اقتصادي پرمختګ منفي اغېز کړی دی.

نوموړي د اقلیمي بدلونونو او د کډوالو پراخه راستنېدنه هم پر خلکو د اقتصادي او ټولنیزو فشارونو د زیاتېدا لاملونه بللي او ټینګار کوي، چې راستنېدونکو ته د سرپناه برابرول، د سړکونو، ښوونځیو، کلینیکونو او د اوبو رسولو شبکو جوړول لومړیتوبونه دي.

هغه زیاته کړې، چې د بنسټیزو او تولیدي پروژو پلي کول د کارموندنې، د کورنیو عوایدو زیاتوالي، د بېوزلۍ کمولو او پرله‌پسې اقتصادي ودې زمینه برابرولی شي.

دغه راز تورهان صالح د تېرو پنځه کلونو په بهیر کې د افغانستان له اقتصادي لاسته‌راوړنو ستاینه کړې او له افغانستان سره یې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د دغه پروګرام استازي د نشه‌يي توکو د کښت پر وړاندې د مبارزې، د اوبو د کوچنیو بندونو جوړولو، د روزنیزو پروګرامونو د پیل، د پراختیايي پروژو د پلي کولو او د کوچنیو کاروبارونو او خصوصي سکټور د ملاتړ په برخو کې هم د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.

د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د اقتصادي وړتیاوو د پیاوړتیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او په افغانستان کې د پرله‌پسې پرمختګ د ملاتړ لپاره د همغږۍ او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!