Connect with us

تازه خبرونه

خلیلزاد په قطر کې له حکومتي او طالب پلاوو سره ولیدل

خپور شوی

د

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو له خبرې کوونکیو پلاوو سره د اختلافاتو د حل لپاره مشورې پیل کړي دي.

زلمي خلیلزاد په فطر کې د خپلمنځي پلاوو تر منځ د منځګړي په توګه پرون له غرمې وروسته د جمهوري غوښتونکو او طالب استازیو سره وکتل، چې دواړه خواوې همغږي کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ ویلي؛ تېر ماښام ملا برادر آخند، شيخ عبد الحکيم او ورسره مل پلاوي یې د امريکا ‌د بهرنیو چارو له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره د دوحې د هوکړې پر پلي کولو، د اسيرانو پر خلاصون، خپلمنځي خبرو او نورو اړوند موضوعاتو بحث کړی دی.

داسې ښکاري، چې د افغانستان د سولې خبرې له ننګونو سره مخ شوي او روانه ننګونه د تېرو څو اوونیو په سلا مشورو کې هم حل نه شوه. له همدې کبله زلمي خلیلزاد منځګړیتوب پیل کړی دی.

یو شمېر سرچینو په دوحه کې ویلي؛ زلمي خلیلزاد د دواړو لوریو تر منځ د مذاکراتو په کړنلاره کې د اختلافي مواردو د حل په اړه منځګړیتوب پیل کړی دی.

دا سرچینې څرګندوي، د پنجشنبې له غرمې وروسته ښاغلي خلیلزاد د حکومت له مرکچي پاوي سره لیدلي، چې دواړه لوري سره همغږۍ ته ورسول شي.

د حکومت د مرکچي پلاوي یوه غړي آریانا نیوز ته ویلي: حکومتي پلاوي څو بدیلې طرحې د مذاکراتو په کړنلاره کې د وروستي کیدو لپاره د طالبانو پلاوي ته سپارلي؛  خو تراوسه هم د مقابل لوري د ځواب په تمه دي.

آزاد خبریال سمیع یوسف زي ویلي، د دواړو پلاوو اختلافات داسې پړاو ته راورسیدل، چې امریکا منځګړیتوب ته مخه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر او  نورو غړو هم د دیني عالمانو د نړیوال سازمان له مشر سره په دوحه کې کتلي دي. د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر په دې لیدنه کې ویلي؛ د اسلامي حکومت جوړېدو لپاره خبرې د امریکا او دې ډلې د هوکړه لیک له مخې مخته وړي؛ خو د حکومت د مرکچي پلاوي غړي د دوحې د فبروري د نهه ویشتمې ورځې د دې هوکړه لیک له مخې خبرې مخته نه وړي.

تازه خبرونه

د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

Published

on

نن سې‌شنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.

آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.

د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ‌ژوبله اوښتې

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد منلې، چې د پاکستان پوځ تېره شپه( د وږي یودېرشمه) درې بجې د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر یو شمېر ملکي سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.

ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.

دغه راز په پکتیکا کې هم د پاکستاني پوځ په هوايي برید کې یو کور او یو سیمه‌ییز دوکان پر نښه شوي، خو د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

ذبیح الله مجاهد یاد بریدونه غندلي او د ملکي سیمو پر نښه کول یې د جنایتونو تکرار بللی دی.

د نوموړي په څرګندونو کې راغلي، چې د پاکستان پوځي کړۍ د خپل هېواد دننه له امنیتي ستونزو څخه د خلکو د پام اړولو لپاره یو ځل بیا ورته اقدام کړی دی.

هغه ویلي، چې افغانان به د دغو بریدونو پر وړاندې مناسب ځواب ورکړي.

 
 
Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

Published

on

د کونړ امنیتي چارواکو ويلي؛ تېره شپه شاوخوا درې بجې د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اړوند د زلزله‌ځپلیو لپاره پر جوړ شوي یوه کمپ هوايي برید کړی دی.

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

 
 
 
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!