Connect with us

تازه خبرونه

د طالب او امریکایي پلاوو د مشرانو تر منځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو

خپور شوی

د

د طالب او امریکایي پلاوو د مشرانو تر منځ د سولې هوکړه لیک له اتلس میاشتو پېچلو او سختو خبرو وروسته نن شنبه د کب ۱۰ / د فبروري ۲۹  د قطر په دوحه کې لاسلیک شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، د جګړې ټولو لوریو ته په کار ده، چې تلپاتې سولې ته د رسیدو لار ولټوي؛ ځکه، چې د امریکا او طالبانو هوکړه دې کار ته ځانګړې زمینه برابروي.

 مایک پمپیو زیاته کړې، د سولې هوکړه لیک لاسلیک طالبانو ته یوه آزموینه ده او مونږ خپل راتلوونکي ګامونه د دوی کړنو ته په کتو پورته کوو.

د مایک پمپیو وایي: پخپلو ژمنو ودریږئ، له القاعده سره اړیکې پرې کړئ او له داعش سره جګړه وکړئ. د تاوتریخوالي کمي اوونۍ د سولې شرایط برابروي او د جګړې پراختیا به دا هوکړه له منځه یوسي. له افغان دولت سره کینئ، له مدني فعالانو سره کینئ؛ صبر ولرئ، ستونزې به وي، خو د ټول ګډون حکومت لپاره کار وکړئ.  که په خپلو ژمنو ودریږئ، مونږ به له تاسو سره اړیکې وساتو. مونږ ته به بری هغه مهال ممکن وي، چې افغانستان بیا مونږ او زمونږ متحدینو ته خطر نشي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملاعبدالنغي برادر وایي؛ مونږ یوې داسې پایلې ته رسیږو،  چې د افغانستان په ګټه ده، اسلامي امارت له امریکا سره کړې ژمنې ته ژمن دی. مونږ غواړو، چې د یوه سیاسي ځواک په توګه څرګند شو.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي پلاوي غړي مولوي عبدالسلام حنفي د آریانا نیوز خبریال ته ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو لومړۍ جوپه به لس ورځې وروسته د بګرام له پوځي ادې ووځي او د وتلو ټول بهیر به په ۱۴ میاشتو کې بشپړ شي.

په دوحه کې د طالب استازیو او امریکایانو د سولې هوکړه لیک د شاوخوا دېرش هېوادونو د استازیو په حضور کې لاسلیک شو.

دا په داسې حال کې ده، چې له امریکا سره د طالبانو د سولې دغه هوکړه له اووه ورځني اورکمه وروسته، چې پرون یې وروستۍ ورځ وه؛ لاسلیک شوه.

تازه خبرونه

له افغانستان سره پولې ته نږدې د تاجکستان دوه سرتېري ووژل شول

د تاجکستان ملي امنیت کمیټه زیاتوي؛ په نښته کې درې وسلوال او د دوی دوه سرتېري وژل شوي دي.

Published

on

د تاجکستان چارواکو ویلي؛ د هېواد سرحدي ساتونکو له هغو وسلوالو سره نښته کړې، چې له افغانستان څخه د تاجکستان ختلان ولایت ته دننه شوي وه.

د تاجکستان ملي امنیت کمیټه زیاتوي؛ په نښته کې درې وسلوال او د دوی دوه سرتېري وژل شوي دي.

د یادې کمیټې د څرګندونو له مخې؛ په دې عملیاتو کې د شپې لید وسایل، وسلې، لاسي بمونه او نور مهمات نیول شوي دي.

دا په تېره میاشت کې د تاجکستان په خاوره کې درېیم برید دی. په دې بریدونو کې چینایي وګړي پر نښه شوي وه.

اسلامي امارت له دې مخکې تاجکستان ته ډاډ ورکړی و، چې د سرحدي امنیتي تدابیرو د ټینګولو او ګډو پلټنو ترسره کولو ته چمتوالی لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر په هرات ولایت کې د المونیمي ډبیو د تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن پنجشنبه( د مرغومي څلورمه ) د هرات ولایت په صنعتي پارک کې د ‌المونیمي ډبیو د یوه تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده.

د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.

ویل کیږي، چې دغه شرکت په ۱۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي او ۱۷۰۰ هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا پر ملي ګارډ شکمن ډزې کوونکي ته ممکن د مرګ سزا ورکړ شي

فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمان‌الله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.

Published

on

امریکايي سرچینو ویلي: هغه افغان، چې په واشنګټن ډي سي کې د امریکا ملي ګارډ پر دوه غړیو د ډزو پر تور نیول شوی؛ اوس له داسې نویو تورونو سره مخ دی، چې ورته د مرګ سزا هم غوښتل کېدی شي.

فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمان‌الله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.

د ملي ګارد یوه غړې ۲۰ کلنه سارا بیکسټروم د نومبر د شپږویشتمې په برید کې ووژل شوه او انډریو وولف سخت ټپي شوی دی.

امریکایي څارنوال جینین پیرو ویلي؛ د لکنوال د دوسیې لېږد به له سترې محکمې څخه فډرالي محکمې ته د بیاکتنې او ارزونې داسې اجازه ورکړي، چې ووایي: آیا نوموړي ته د مجازاتو که د مرګ سزا ورکړ شي.

لکنوال د واشنګټن ډي سي د قانون له مخې د وسلې د لېږدولو، د لومړۍ درجې وژنې، د وژنې پر نیت برید او د وسلو د غلا پر څو جرمونو تورن دی.

د اف‌بي‌ای په یوه څرګندونه کې راغلي: هغه تومانچه، چې په ډزو کې کارول شوی؛ د ۲۰۲۳ کال په می کې د سیاټل ښار له یوه کور څخه غلا او بیا وروسته په واشنګټن ایالت کې لکڼوال ته ورکړ شوې او هغه هلته اضافي مهمات هم پېرودلي وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!