تازه خبرونه
د ترمپ وروستۍ څرګندونې د افغانانو له بېلابېلو غبرګونو سره مخ شوې
له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا ولسمشر ترمپ په خپلو څرګندونو کې څو ګامه مخکې تللی او ویلي یې دي، چې روسیه، هند او پاکستان باید د افغانستان په امنیت کې ښکېل شي او د منځنۍ آسیا امنیت وساتي.
د ترمپ دغو څرګندونو ته په غبرګون کې یو شمېر د نظر خاوندان وايي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د امریکا دنده نده، بلکې د سیمې هېوادونو ته هم په کار ده، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ونډه واخلي.
د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند شیدا محمد ابدالي وایي: زه په دې باور یم، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه یوازې د امریکا مسوولیت ندی؛ ټول هغه هېوادونه، چې په افغانستان کې سوله او په سیمه کې ثبات غواړي باید لدې ډلې سره مبارزه وکړي.
ځينې نور بیا وايي، چې امریکا په افغانستان کې خپله اوږدمهاله جګړه او ماموریت پای ته رسوي؛ غواړي روسیه، هند او پاکستان افغانستان ته رامخکې کړي.
پوځي کارپوه جاوید کوهستاني ویلي؛ فکر کوم، چې د امریکا مسوولیت پای ته رسیدلی او غواړي په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوي. د همدې لپاره امریکا د روس، پاکستان او هند پر ماموریت ټینګار څرګند کړی دی.
دغه راز ترمپ د دفاع له پخواني وزیر او هغو جنرالانو هم ناخوښه دی، چې په افغانستان کې یې دندې تر سره کړي دي.
ترمپ ویلي، چې دوی په خپلو دندو کې پاتې راغلي؛ نو، ځکه اوس له وسلوالو طالبانو سره د خبرو بهیر پیل شوی دی.
د نظر ځينې خاوندان هم د ترمپ څرګندونې تائيدوي او زیاتوي، چې امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې ده.
د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وایي، چې د تروریزم په وړاندې مبارزه – مبارزه ده؛ څه توپیر لري، چې دا جګړه امریکا کوي او یا که روس، هند او پاکستان؛ خو مهمه داده، چې له تروریزم سره په جګړه کې ترمپ خپله ماته منلې ده.
ترمپ په وروستیو څرګندونو کې نده روښانه کړې، چې له افغانستان څخه به خپل سرتېري وباسي او که نه؛ خو لدې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وه، چې ترمپ غواړي تر اوړي پورې له افغانستان څخه اووه زره سرتېري بېرته ستانه کړي.
تازه خبرونه
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر ویلي، چې ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نللیکې پروژې بشپړولو ته ژمن دی.
د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر محمد میرات امانوف په پاریس کې د انرژۍ په اړه د ترکمنستان د پانګونې غونډې ته څرګنده کړې، چې هېواد یې د ټاپي پروژې په برخه کې له نړیوالو قوانینو سره سم پرمختګ کړی دی.
هغه وایي: ترکمنستان د ټاپي د طبیعي ګاز نللیکې جوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې موخه یې جنوبي آسیا ته په کال کې ۳۳ میلیارډ مټر مکعب ګاز رسول دي.
امانوف دا ټینګار هم کړی، چې په ترکمنستان کې د ګازو د نللیکې د غځولو چارې بشپړې شوي او اوس له نړیوالو معیارونو سره سم له دغه هېواده بهر هم د دغې پروژې په اړه خبرې روانې دي.
د ټاپي پروژې اجرائیوي رییس همداراز څرګنده کړې، چې د طبیعي ګازو له کارولو سره به په هوا کې د کاربن ډای اکساید ګازو د خپرېدا کچه راټیټه شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
-
نړۍ3 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه5 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی4 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
تازه خبرونه5 days ago
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
-
تازه خبرونه4 days ago
ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه