Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان پلاوی د قطر خپلمنځي خبرو ته روان شوی

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

اجرائیه ریاست څرګنده کړې، چې د افغانستان پلاوي د قطر خپلمنځي خبرو ته د دغه هېواد د پلازمېنې دوحې پر لوري روان شوی دی.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست د اعلامیې له مخې د افغانستان پلاوي د شنبې پر ورځ( د چنګاښ ۱۵) له کابل څخه دوحې ته روان شوی دی.

پدې اعلامیه کې راغلي، چې دغه سفر د سولې د رسمي خبرو لپاره یو ښه پیل دی.

اجرائیه ریاست دا هم په ډاګه کړې، چې دغو خبرو ته هیله من یو؛ خو د طالبانو نیت باید څرګند او ښکاره وي او د رسمي خبرو له پیلیدو سره باید عملي همکاري وکړي.

د دې غونډې ځینې ګډونوالو ویلي، اوربند او تلپاتې سوله راوستل به د دې ناستې اجنډا وي.
په پاکستان کې پخواني افغان سفیر او د دې غونډې یو ګډونوال عمر زاخېلوال د دې خبرو پایلو ته هیله من دی.

د افغانانو په خپلمنځي ناسته کې د حکومتي چارواکو، سولې عالي شورا غړیو، مدنی مخکښانو او میرمنو په ګډون ۶۴ کسان ګډون کوي.

د افغان سولې شورا ویاند جاوید غفور ويلي، چې د غونډې ټول ګډونوال نارسمي او شخصي بلل شوي؛ مونږ هڅه کوو، چې د حکومت پر محوریت رسمي خبرو ته زمینه برابره کړو..

یوې بلې سرچینې ویلي، چې فوزیه کوفي، حبیبه سرابي، انارکلي هنریار، فرخنده زهرا نادري، صفیه صدیقي، ماري اکرمي او معصومه مظفري هم دې ناستې ته بلل شوې میرمنې دي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند او د خبرو پلاوي غړي سهیل شاهین د آریانانیوز لیږل شوي خبریال زمریالي اباسین ته ویلي؛ د چنګاښ پر ۱۶ او ۱۷ چې د جولای له  ۷او ۸ سره برابره ده  د بین الافغاني ناستې په اړه ورسره مشوره نده شوې او نه پوهیږي، چې څوک دغې ناستې ته بلل شوي دي.

نوموړي دا هم څرګنده کړې، چې  دا پرېکړه د ناستې کوربه هېواد قطر او مدیر هېواد آلمان کړې؛ خو دوی غوره بولي، چې هغه څېرې یې بللې وي، چې په تېر کې یې ورسره په مسکو کې ناستې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکایان او طالبان دمګړۍ هم د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر نېټه او د ډاډمن افغانستان پر پاتې کیدو بحثونه او خبرې کوي.

تازه خبرونه

په انګلستان کې یو افغان له ماشومې سره د جنسي تېري پر جرم اعتراف وکړ

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

Published

on

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی، چې نجیبالله عرب نومي یو افغان د اکسفورډ ښار په یوه محکمه کې پر یوې ماشومې د جنسي تېري جرم منلی دی.

۴۰ کلن نجیب‌الله عرب په پیل کې تورونه رد کړي وه او ټاکل شوې وه، چې د روان کال په وروستیو کې محاکمه شي؛ خو د محکمې د اسنادو له مخې، هغه د ۲۰۲۴ ز.کال په می کې دې ماشومې ته ویلي وه، چې «ښکلې» ده او « زړه‌راکښونکی ځان» لري او غوښتي يې ول، چې ورسره یوازې وي.

عرب د روان کال له پیل څخه راپدېخوا پر څو نورو جرمونو اعتراف کړی و. هغه په ګرو سیمه کې د جنسي تېري پر تور هم اعتراف کړی دی.

هغه د یوې بلې میرمنې پر وړاندې د جنسي ځورونې، جنسي تېري او تښتونې تورونه هم منلي دي.

ټاکل شوې، چې محکمه به د عرب پر وړاندې د جون پر نولسمه حکم صادر کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملي آرشیف یو شمېر کتابونه، نسخې او فرمانونه ډیجیټلي کړل

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

Published

on

ملي آرشیف په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې د نسب‌نامې پر یوې کاپۍ سربېره ۷۴۱ ټوکه کتابونه، ۲۳۲ نسخې او ۳۵۸ فرمانونه ډیجیټل کړي دي.

د ملي آرشیف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه راز ۸۳۰ ټوکه کتابونه، ۶۰ نسخې او ۴ فرمانونه له بیارغولو وروسته چاپ شوي او ۳۲ نوي نسخې هم ملي آرشیف ته سپارل شوې دي.

چارواکو څو ځله د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ساتنې پر اړتیا او ارزښت ټینګار کړی، چې ډېری یې څو پېړۍ پخواني دي او د هېواد بډایه فرهنګي میراث انځوروي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!