تازه خبرونه
د اړتیا پرمهال د جومات پریښودل روا دي – حج او اوقافو وزارت
د اړتیا پر مهال خلک کولې شي خپل پنځه وخته لمونځونه کورونو کې ادا کړي – د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په خپلې فتوا کې اعلان کړی چې د اړتیا په وخت کې د جومات پرېښودل روا دي او وايي، دا پرېکړه یې د کرونا وېروس مخنیوي په خاطر کړې ده.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په هغو سیمو کې چې د کرونا وېروس د پراختیا خطر شته، په جوماتونو کې د لمونځونو نه ادا کېدل جایز بولي او همداراز له خلکو غواړي چې د جمعې لمانځه کې خپل شمېر پام وړ کم کړي.
امین الدین مظفري، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال، وایي چې په عمومي توګه توصیه کیږي چې کورنې دې خپل لمنځونه د وضعیت تر ښه کیدو پورې په کورونو کې ادا کړې، په ځانګړې توګه په هغه سیمو کې چې دغه ناروغۍ په پراخه توګه ګواش کوي.
بلخوا د عامې روغتیا وزارت په هرات، کندهار او نیمروز ولایتونو کې د کرونا وېروس د تازه مثبتو پېښو خبر ورکړ. دا وزارت وایی، نهه ویشت نوې پېښې ثبت شوي او له دې سره په دې وېروس د اخته کسانو شمېر، یو سلو څلور اویا تنو ته رسېږي.
یاد وزارت یو ځل بیا له خلکو غواړي چې د ګرځبندیز پرېکړې ته درناوی وکړي، او د کرونا وېروس د پراختیا مخنیوي لپاره، د بې ځایه ګرځېدو څخه ډډه وکړي.
محمد ذکي الهام، د کابل اوسېدونکی، وایي: “زما پیغام کابل خلکو ته دا دې چې که ډیر اړ نوي نو له خونو څخه دی بهر نه ځي. “
عبدالهادي، د کابل اوسېدونکی، داسی وایي: “هغه څوک چې مجبوریت نه لري، هیله ده له کورونو څخه دی نه وځي.”
خو ځینې خلک د ښار په بیلابېلو سیمو کې د ګرځېدو او را ګرځېدو پلمه اقتصادي ستونزې ګڼي.
حبیب الله، د کابل یوتن اوسېدونکی، وایي چې د بد حالت له کبله د باران لاندې کار کوي.
عمر خان، د کابل اوسېدونکی، داسی وایي: “که حکومت زمونږ پوښتنه وکړي خو ښه ده، که نه نو خدای شته چې پوښتنه مو وکړي.”
علي احمد، د کابل یوتن بل اوسېدونکی، که یو ریړې چلونکې کار ونکړي او کور پاتې شي نو کرایه به له کومه کړي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو لمخې، تر اوسه په افغانستان کې یوسلو څلور اویا کسان په کرونا اخته شوي چې لویه برخه یې هرات کې ده.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند پای
تازه خبرونه
په کونړ کې د پاکستان د توغندیزو بریدونو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاءالرحمن سپینغر ویلي، چې په ناړې ولسوالۍ کې یو کس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې هم یو کس شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.
د کونړ ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې د پاکستان پوځي رژیم له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ملکي وګړو پر کورونو ۸۵ توغندي توغولي، چې له کبله یې دوه ملکي وګړي شهیدان او اته نور ټپیان شوي دي.
د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاءالرحمن سپینغر ویلي، چې په ناړې ولسوالۍ کې یو کس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې هم یو کس شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.
دغه راز په شلتن، مروره، اسد آباد ښار شاوخوا او نورو سیمو کې لسګونه نور توغندي هم لګیدلي؛ خو د سپین غر د څرګندونو له مخې، خلکو ته په کې ځاني زیان نهدی اوښتی.
سیمهییزو چارواکو د افغان ځواکونو لهخوا د غچ اخیستونکو بریدونو راپور هم ورکړی، چې په پایله کې یې د پاکستان د پوځي رژیم درې پوستې ویجاړې او یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.
تازه خبرونه
اروپايي ټولنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدا غوښتنه وکړه
اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې له ټولو خواوو وغوښتل، چې د تاوتریخوالي له زیاتېدا ډډه وکړي، د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي او ځمکنۍ بشپړتیا وساتي.
اروپایي ټولنې او د هغې غړو هېوادونو د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ د پېنځهنویمې دایمي کمیټې په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د سمدستي کمولو غوښتنه کړې او د خبرو اترو او د نړیوالو قوانینو د درناوي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې له ټولو خواوو وغوښتل، چې د تاوتریخوالي له زیاتېدا ډډه وکړي، د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي او ځمکنۍ بشپړتیا وساتي.
دغه راز ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو د ګواښلو یا برید لپاره ونهکارول شي او د افغانستان له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل، چې د هېواد دننه د فعالو وسلوالو ډلو پر وړاندې اغېزمنې هڅې وکړي.
اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او په نړیوالو بنسټونو کې یې د ښځو کاري محدودیتونه هم روښانه کړل.
دغه راز په تېرو دوه کلونو کې بله راپورته شوې مسله له ایران او پاکستان څخه د څه نا څه څلور میلیون افغانانو راستنېدا ده، چې د افغانستان پر نازک اقتصاد او عامه خدماتو یې اضافي فشار راوړی دی.
ویل کیږي ، چې اروپايي ټولنې د جبري ایستنې په اړه هم خپله اندېښنه څرګنده کړې او د پناه غوښتنې حق او د نه شړلو اصل ته د درناوي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
-
تازه خبرونه2 days agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
تازه خبرونه3 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
نړۍ3 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه2 days agoد اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله
-
تازه خبرونه3 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoواشنګټن تهران ته د سولې ۱۵ مادهییز پلان وړاندې کړ
