تازه خبرونه
د اوبو او انرژۍ وزیر له دندې لیرې کړای شوی
د ولسمشرۍ د حکم له مخې؛ د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني له دندې لیرې کړای شوی او اعلام شوې، چې ولسي جرګې ته د نوي وزیر تر ورپېژندلو به د دغه وزارت مرستیال انجنیر محمد ګل خُلمی پر خپلې دندې سربېره د سرپرست په توګه د دغه وزارت چارې هم تر سره کوي.
د اوبو اوانرژۍ وزارت د پخواني وزیر یو خپل آریانا نیوز ویلي، چې اجرائیه رییس ښاغلی عبدالله د نوموړي له لیرې کولو خبر نه دی. کیدی شي سپیدار ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو د ښاغلي عثماني لیرې کول د ملي وحدت حکومت له هوکړې سرغړونه ونوموي.
تر اوسه له دندې د علي احمد عثماني د لیرې کیدو دلیل نه دی معلوم شوی؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د افرادو تبدیلي او ګوښه والی یو عادي بهیر دی.
تازه خبرونه
د ټولګډونه حکومت جوړولو هیلې بې بنسټه دي
اسلامي امارت په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره د هېوادونو هیلې او غوښتنې بې بنسټه ګڼي او ټینګار کوي، چې د دا ډول غوښتنو راپورته کول به کومه پایله ونلري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې د ټولګډونه حکومت بحث د افغانستان کورنۍ موضوع ده او نور هېوادونه په دې اړه د لسوهنو حق نلري.
دا په داسې حال کې ده، چې د چین او پاکستان مشرانو اوړمه ورځ په بیجینګ کې له خپلو خبرو وروسته په یوه ګډه خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه هغه موضوع ده، چې په تېرو درې کلونو کې څو ځله د سیمې او نړۍ د هېوادونو لهخوا له اسلامي امارت سره د تعامل د شرط په توګه مطرح شوې ده.
په دې وروستیو کې د ایران او روسیې چارواکو هم له اسلامي امارت غوښتي، چې دغه ژمنه پوره کړي او په افغانستان کې یو ټولګډونه حکومت رامنځته کړي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د چین ولسمشر شي جینپینګ د جمعې پر ورځ په بیجینګ کې له لیدنې وروسته په یوه ګډه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه او له اسلامي امارت یې هم وغوښتل چې منځلاری سیاست غوره کړي .
اسلامي امارت اوسنی حکومت په هره برخه کې د ټولو حکومت ګڼي او ټینګار کوي، چې هېوادونه د ټولګډونه تعریف نلري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا هم د ټولګډونه حکومت موضوع د افغانستان کورنۍ مسله ګڼي او له هېوادونو غواړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي.
د ټولګډونه حکومت پر رامنځته کولو سربېره له ترهګرو ډلو سره مبارزه او اړیکې پرې کول، د بشری حقونو په تېره بیا د ښځو او توکمي اقلیتونو د حقونو خوندي کول او د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې اړین شرطونه دي.
اسلامي امارت وايي، چې د نړیوالې ټولنې ټول شرطونه یې پرځای کړي؛ خو نړۍ د رسمیت پېژندنې په اړه بهانې جوړوي.
تازه خبرونه
ټوماس ویسټ د افغانستان په اړه له ازبک چارواکو سره خبرې وکړې
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ د افغانستان په اړه له ازبکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.
ویسټ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د یکشنبې پر ورځ (د غبرګولي شلمه) یې د ازبکستان د ملي امنیت شورا له مرستیال عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان په اړه د دغه هېواد له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې یې په افغانستان کې پر ګڼو ګډو ګټو او د پرمختګ پر لارو چارو خبرې وکړې.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا لیدنه په واشنګټن کې د نوموړي پر کوربتوب تر سره شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د چنګاښ پر لسمه / د جون پر دېرشمه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر کوربتوب په دوحه کې دوه ورځنۍ درېیمه ناسته د هېوادونو د ځانګړيو استازو پر ګډون جوړه شي.
تازه خبرونه
حکومتي ادارو ته د تحصیلي بنسټونو د فارغانو د جلبولو سپارښتنه شوې – ندیم
د لوړو زدهکړو وزارت ویلي، چې د دې وزارت چارسمبالي د روسیې د لوړو زدهکړو او پوهنې وزیرانو د نړیوال کنفرانس په څنډه کې د تاتارستان د کازان ښار له میشتو افغان زدهکړیالانو سره وکتل.
د لوړو زدهکړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم د دغې لیدنې پر مهال افغان زدهکړیالانو ته ډاډ ورکړی؛ د اسلامي امارت رهبر ټولو امارتي ادارو ته دنده سپارلې، چې د خپلو ادارو په خالي بستونو کې د هېواد د تحصیلي بنسټونو فارغان جذب کړي.
همدارنګه د لوړو زدهکړو چارسمبالي له زدهکړیالانو وغوښتل، چې په پوره لېوالتيا خپلو زدهکړو ته پام راواړوي او د خپلو ديني او ملي ارزښتونو د ساتنې ترڅنګ د کوربه هېواد قوانينو، مقرراتو او فرهنګي ارزښتونو ته هم پاملرنه ولري او د خپل هېواد ښه استازیتوب وکړي.
په دې کتنه کې د لوړو زدهکړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم په داسې حال کې، چې د پوهنې وزارت چارسمبالي حبیب الله اغا هم شتون درلود؛ د افغان استادانو او زدهګړیالانو لپاره د لوړو زدهکړو وزارت له لوري رامنځته شویو اسانتیاوو ته په نغوته کې ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د تحصیلي نظام پیاوړتیا او پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کړې او دغه وزارت ته یې کافي بودجه په واک کې ورکړې، چې د هېواد د لوړو زده کړو په تاریخ کې بې سارې ده.
د روسیې د تاتارستان په کازان کې میشتو زدهکړیالانو د لوړو زدهکړو وزارت د چارسمبالي له سفر څخه د خوښۍ څرګندولو تر څنګ هغه ته خپلې یو لړ غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې وړاندې کړې، چې د هغه له لوري د افغان سفارت او د لوړو زدهکړو وزارت د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم ریاست مسوولینو ته لارښوونه وشوه، چې د دوی د ستونزو د حل لپاره ژر تر ژره چټک اقدامات ترسره کړي.
ویل کیږي، چې د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ د کابینې دې مشرانو د لوړو زدهکړو او پوهنې وزیرانو په دوهیم نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره د روسیې د تاتارستان هېواد کازان ښار ته سفر کړی، چې په یاد کنفرانس کې به وینا هم وکړي.
-
لوبی3 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه
-
تازه خبرونه2 days ago
اسلامي امارت ته مشوره مداخله نده؛ د تهران غونډه ورته ښه تریبون و، خوګډون یې په کې ونکړ
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته د وړ نوماندانو نوملړ اعلان شو
-
لوبی17 hours ago
هند په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې پاکستان ته د لږ نمرو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days ago
د روسیې ولسمشر د کابل او مسکو پر نږدې اړیکو ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه1 day ago
اسرائیل د افغانستان او ایران ترمنځ د درز رامنځته کولو هڅې کوي
-
نړۍ2 days ago
شمالي کوریا جنوبي کوریا ته د کثافاتو د بالونونو استول بیا پیل کړل
-
تحول4 days ago
تحول: متحده عربي اماراتو ته د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي پر سفر غبرګونونه