تازه خبرونه
د سلواغې ۲۶ له افغانستان څخه د سرو لښکرو د وتو له ۳۱ کلیزې سره برابره ده
د ۱۳۶۷ لمریز هجري کال د سلواغې پر ۲۶ شوروي لښکرو له افغان مجاهدینو سره له څوارلس کلونو خونړیو جګړو وروسته افغانستان پرېښود او د دوستۍ پله له لارې خپل هېواد ته ستانه شول.
د شوروي سرې لښکرې د ۱۳۵۸ کال د مرغومې پر ۶ کابل او ټول هېواد ته راغلې، چې شمېر یې شاوخوا ۱۲۰ زره حساب شوی، دغو لښکرو په افغانستان کې بې رحمانه بریدونه او د خلکو ځپل پیل کړل، چې لوی مقاومت ورسره را منځته شو. افغانانو د بې شمېره قربانیو له ګاللو سره د وخت شوروي د افغانستان پرېښودو ته اړ کړ. شوروي لښکرې د ۱۳۶۷ کال د سلواغې پر ۲۶ له هېواد ووتلې، چې سږ کال پر دې بري ۳۱ کاله اوړي.
د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، یو شمېر کسانو له افغانستان څخه د شوروي لښکرو له وتلو سره موافق نه ول او له پایلو یې وېره لرله. په هغه ورځ، چې د وخت شوروي ځواکونو وروستی سرتېری له حیرتانو تېر شو؛ دوی د دې پر ځای، چې خوشحاله شي خفه شول.
کارپوهانو ویلي، له افغانستان څخه د شوروي لښکرو وتل لویه تېروتنه وه او د یوه نامناسب جورجاړي له مخې یې افغانستان پرېښود.
د افغانستان نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي څرګنده کړې، چې: د روسانو ماتې او ناکامۍ ډېر غټ قیمت درلود؛ روسان د افغانستان په ساتلو کې ناکام شول او په میلیونو افغانان شهیدان، په میلیونو نور زخمیان، معیوب او بېشمېره کورنۍ له غمونو سره مخ شوې.
د سلواغې پر ۲۶ شوروي لښکرې له افغانستان ووتلې او د داکتر نجیب حکومت، چې د شوروي له ملاتړ برخمن و؛ د پوځيانو له وتلو سره مجاهدینو ته یوازې پاتې شو، پېنځه کاله نورې جګړې هم وشوې. په پای کې د ۱۳۷۱ لمریز هجري کال د غویي پر اتمه نجیب واک پرېښود او مجاهدین قدرت ته ورسیدل.
د هوایي ځواکونو پخوانی قومندان عبدالوهاب وردګ د شوروي لښکرو وتل لویه تېروتنه بولي او وایي: شوروي ځواکونه د یوې معاملې له مخې ووتل. دوی باید د یوې اجندا له مخې وتلي وای، چې داسې ونشول.
دغه ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو په ځانګړي توګه په کابل او هراتکې د بري د ورځې په توګه ونمانځل شوه. د دغو هېواد والو د څرګندونو له مخې؛ دوی وکولی شول، چې له یوې لسیزې جګړې وروسته د وخت شوروي ځواکونه پر ګوندو کړي.
د شوروي یرغل د میلیونونو افغانانو د مهاجرت او سلګونو زره خلکو له وژل کیدو سره پای ته ورسید؛ خو په دې جګړه کې شاوخوا ۱۵ زره شوروي پوځيان هم وژل شوي دي.
تازه خبرونه
افغانستان د تاشکند د وزیرانو په غونډه کې د اوبو پر ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ
په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د “اوبو اوونۍ” تر سرلیک لاندې د وزیرانو غونډې ته د اوبو د سرچینو پر مدیریت د سیمهییزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.
هغه دا هم ویلي؛ د اقلیمي بدلون له پایلو سره د مبارزې او د آمو سیند د غاړو د ویجاړېدا مخنیوي لپاره ګډه همکاري هغه مهمې مسلې دي، چې د سیمې د هېوادونو لهخوا ګډې پاملرنې او عمل ته اړتیا لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د خپلو اوبو د سرچینو په مدیریت کې د ګاونډ هېوادونو حقونو ته ژمن دی.
د دې غونډې په څنډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال د ازبکستان د اوبو وزیر شوکت خامرایوف سره هم ولیدل او دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د مدیریت په برخه کې د همکارۍ د پراخولو په اړه بحث وکړ.
په دې سیمهییزه غونډه کې د افغانستان ګډون د اوبو په اړه په نړیوالو او سیمهییزو بحثونو کې د هېواد د فعال شتون د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي. دا یوه داسې هڅه ده، چې کولی شي د افغانستان او سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نوي فصل لپاره لار اواره کړي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند پای
تازه خبرونه
په کونړ کې د پاکستان د توغندیزو بریدونو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاءالرحمن سپینغر ویلي، چې په ناړې ولسوالۍ کې یو کس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې هم یو کس شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.
د کونړ ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې د پاکستان پوځي رژیم له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ملکي وګړو پر کورونو ۸۵ توغندي توغولي، چې له کبله یې دوه ملکي وګړي شهیدان او اته نور ټپیان شوي دي.
د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاءالرحمن سپینغر ویلي، چې په ناړې ولسوالۍ کې یو کس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې هم یو کس شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.
دغه راز په شلتن، مروره، اسد آباد ښار شاوخوا او نورو سیمو کې لسګونه نور توغندي هم لګیدلي؛ خو د سپین غر د څرګندونو له مخې، خلکو ته په کې ځاني زیان نهدی اوښتی.
سیمهییزو چارواکو د افغان ځواکونو لهخوا د غچ اخیستونکو بریدونو راپور هم ورکړی، چې په پایله کې یې د پاکستان د پوځي رژیم درې پوستې ویجاړې او یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.
-
تازه خبرونه2 days agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
تازه خبرونه3 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
تازه خبرونه3 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
نړۍ3 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه2 days agoد اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoواشنګټن تهران ته د سولې ۱۵ مادهییز پلان وړاندې کړ

