تازه خبرونه
د ولسمشر فرمانونه نور د چلند وړ نه دي- د سولې او اعتدال ټاکنیزه ډله
د محمد حنیف اتمر په ټاکنیزه ډله کې پخواني حکومتي چارواکي وایي، د ولسمشر غني هیڅ فرمان اعتبار نلري او په وینا یې حکومت دې دا فرمانونه نه مني.
د سولې او اعتدال ټاکنیزه ډله د سرپرستې ادارې د فعالیدو غوښتنه لري او وایي، د ولسمشر د کار دوام به ستر او نوی کړکیچ را ولاړ کړي.
ټاکل شوې له اختر وروسته ځینې ټاکنیزې ډلې له واکه د ولسمشر د ګوښه کیدو په موخه یو لړ اعتراضونه پیل کړي.
د دې ډلې غړي د غبرګولی له لومړۍ نېټې را په دیخوا د ولسمشر د کار د دوام مخالف دي.
د کاپیسا پخوانی والی محراب الدین ساپی وایي، نوی ټاکنې او ګومارنې قانوني ندي.
د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې غړی تمیم جرئت وایي، چې که حکومت مو غوښتنې ونه مني؛ د هر راز کړنو او بحران مسوولیت به د ولسمشر پر غاړه وي.
د دې ډلې غړي او ملاتړي سرپرسته اداره غواړي.؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ دا ډول مفکوره د نظام په وړاندې کودتا یاد کړې ده.
د پروان پخوانی والي محمد عاصم وایي: دغه حکومت ناقانونه دی او ځای دې سرپرست حکومت ته خوشې کړي.
د حنیف اتمر په ګډون ځینې ټاکنیزې ډلې غواړي، چې له کوچني اختر وروسته د ولسمشر پر ضد اعتراضي حرکتونه پیل کړي.
د ولسي جرګې پخوانی غړی ظهیر سعادت وایي، چې که پر مرکزي لاریونونو ونشوه پر محیطي اعتراضونو به لاس پورې کړو او دا به د ملي وحدت حکومت د پای وخت وي.
مخکې ارګ ویلي وه، چې د سترې محکمې لخوا د اساسي قانون د ۶۱ مادې د تفسیر مطابق ولسمشر غني تر ټاکنو پورې په واک کې پاتې کیږي؛ خو سپیدار ماڼۍ، چې له غني سره یې واک په برابر ډول وېشلی، د ټاکنیزو ډلو اندېښنې پر ځای بولي او وایي، ولسمشر د ټاکنو په درشل کې ځینې کسان بدل را بدل کړي او نوې ټاکنې یې کړې دي.