Connect with us

تازه خبرونه

د پکتیکا په برمل ولسوالې کې ښوونځي نشته؛ زدکوونکي د پولې هغې خوا زدکړې کوي

خپور شوی

د

Last Updated on: سلواغه ۱۲, ۱۳۹۸

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسیدونکي وايي؛ د ښوونځیو نشتون دوی دې ته اړ کړي، چې زدکوونکي د دیورند فرضي کرښې هغې خوا د پاکستان تر بیرغ لاندې زدکړې وکړي.

دوی زیاتوي، چې له تېرو اتلس کلونو راپدیخوا حکومت په دې ولسوالۍ کې پوهنې ته پاملرنه نده کړې.

مبارز افغان، د یادې ولسوالۍ اوسیدونکی وايي؛ دوې د تعلیم لپاره هیڅ راز آسانتیاوې نلري او هلته یوازې درې ښوونځي شته، چې د بهرنیانو لخوا جوړ شوي  او اوس هغه هم بیارغونې ته اړتیا لري.

له بلې خوا د پکتیکا د پوهنې ریاست مسوولین وايي؛ سږکال یې په برمل ولسوالۍ کې څلور ښوونځي، چې دمخه تړلي وه، د زدکوونکیو پرمخ خلاص کړي او په راتلونکي کال کې به د زدکوونکیو لپاره اوس ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.

د سیمې مشران وايي، که حکومت ورته په دې ولسوالۍ کې د ماشومانو لپاره ښوونځي جوړ کړي زدکوونکي به یې دې ته اړ نه وي، چې له کرښې هغې غاړې ته د زدکړو زیار وګالي.

صابر د دغې ولسوالۍ اوسیدونکی بیا وايي، چې کتابونو او مسلکې استادانو ته هم اړتیا شته او د هغه شته استادانو معاشونه هم پر وخت سره نه ورکول کیږي.

د پکتیکا د پوهنې ریاست هم په دې ولایت کې د پوهنې په برخه کې ستونزې مني؛ خو وايي، چې سږکال یې د برمل ولسوالۍ په ګډون په ډېرو سیمو کې تړلې ښوونځي خلاص او جوړ کړي دي.

محراب الدین شفق د پکتیکا د پوهنې مشر ويلي، چې له ټولو اته ښوونځیو څځه يي سږکال ۴ ښوونخي بیا پرانیستي دي.

دې زیاتوي، چې یاده ولسوالي یوه سرحدي سیمه ده، چې وګړي یی د ورځنيو دندو لپاره د پولې هغې خوا ته تګ راتګ کوي.

Advertisement

تازه خبرونه

سعودي عربستان له افغانستان سره د لمریزې او بادي برښنا په پراختیا کې د همکارۍ ژمنه وکړه

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس آخوندزاده سعودي عربستان ته په خپل سفر کې د دغه هېواد د انرژۍ وزارت له مرستیال محمد ابراهیم سره لیدلي دي.

Published

on

 

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر پر مشرۍ پلاوي له سعودي عربستان سره د لمریزې او بادي برښنا په برخو کې د ګډې همکارۍ د پراختیا لپاره له سعودي چارواکو سره خبرې کړې دی.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس آخوندزاده سعودي عربستان ته په خپل سفر کې د دغه هېواد د انرژۍ وزارت له مرستیال محمد ابراهیم سره لیدلي دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، دواړو لوریو په دې لیدنه کې د لمریزې او بادي برښنا په برخو کې د همکاریو پر پراختیا، د تخنیکي تجربو پر تبادلې او د ګډې همکارۍ پر پیل خبرې کړې دي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت مرستیال او د دغه هېواد تخنیکي مسوولان افغانستان ته پر رسمي سفر بللي او سعودي چارواکو هم دا بلنه منلې ده.

سعودي چارواکو ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد مسوولان او تخنیکي ډلې افغانستان ته سفر وکړي، چې د انرژۍ په برخه کې شته فرصتونه وارزوي او د ګډې همکارۍ د عملي کولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

دا خبرې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د لمریزې او بادي برښنا په ګډون د نوې کېدونکې انرژۍ د سرچینو پراختیا کولی شي په افغانستان کې د برښنا د تولید ظرفیت لوړ او د انرژۍ په برخه کې د پانګونې زمینه برابره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند او روسیې د افغانستان او پاکستان پر امنیتي ستونزو خبرې وکړې

د هند بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا غونډه د چارشنبې پر ورځ( د تلې دوه‌ویشتمه ) د هند د ملي امنیت د مرستیال سلاکار پاوان کپور او د روسیې د امنیت شورا د منشي د مرستیال الکساندر وندیکتوف پر ګډه مشرۍ ترسره شوه.

Published

on

 

هند او روسیې په نوي ډیلي کې نه یوازې د افغانستان او پاکستان په اړه د امنیتي خبرو د اووم پړاو غونډه ترسره کړه، بلکې د سیمې امنیتي بدلونونه او پر نړیوال امنیت د هغو اغېزې یې هم څېړلي دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا غونډه د چارشنبې پر ورځ( د تلې دوه‌ویشتمه ) د هند د ملي امنیت د مرستیال سلاکار پاوان کپور او د روسیې د امنیت شورا د منشي د مرستیال الکساندر وندیکتوف پر ګډه مشرۍ ترسره شوه.

د راپور له مخې، دواړو لوریو د ګډو ګټو د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان او پاکستان اړوند امنیتي بدلونونو اندونه وړاندې کړل او د هند او روسیې د ځانګړې او ممتازې سټراټیژیکې ملګرتیا په چوکاټ کې یې د روانو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

الکساندر وندیکتوف د خپل سفر په لړ کې د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره هم لیدلي دي.

روسیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې د اواري لپاره مرستې ته چمتو ده

دا خبرې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ روان دی او مسکو د شخړې د پای ته رسولو په برخه کې د مرستې چمتووالی ښودلی دی.

د اوکټوبر پر پېنځمه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ له غونډې وروسته، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وه، چې که دواړه لوري غوښتنه وکړي، مسکو مرستې ته چمتو دی.

کابلوف ویلي: « روسیه چمتو ده، چې د دې شخړې د پای ته رسولو لپاره پر هره ممکنه او منل شوې لاره مرسته وکړي.»

هغه زیاته کړې، مسکو کولی شي خپلواکه یا له خپلو شریکانو سره پر همغږۍ اقدام وکړي.

هند د افغانستان له ملي حاکمیت څخه خپل ملاتړ بیا څرګند کړ

هند د اوکټوبر پر پېنځمه په مسکو فارمټ کې یو ځل بیا د افغانستان د ملي حاکمیت، یووالي او ځمکني بشپړتیا ملاتړ څرګند کړ او د افغانانو د هوساینې لپاره یې پر پرله‌پسې ژمنتیا ټینګار وکړ.

د هند او روسیې ترمنځ وروستۍ خبرې د دواړو هېوادونو لپاره یو دوه‌اړخیز چوکاټ برابروي، چې د افغانستان او پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه خپل نظرونه او ارزونې سره شریکې کړي.

دا بحثونه په سیمه کې د افغانستان اړوند امنیتي موضوعاتو ته د سیمه‌ییزو قدرتونو د پاملرنې ښکارندويي کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د کړکېچ د اواري لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د دښمنانو د تبلیغاتو پر ضد دې رسنۍ مبارزه وکړي – مهاجر فراهي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د  خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي  له رسنیو، ژورنالیستانو او قلموالو غوښتي، چې د اسلامي نظام پر وړاندې د دښمنانو د بې‌اساسه تبلیغاتو پر ضد مبارزه وکړي.

Published

on

 
 
د افغانستان رسنۍ، ژورنالیستان او قلموالو دې د اسلامي نظام پر وړاندې د دښمنانو د بې‌بنسټه تبلیغاتو پر ضد مبارزه وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د  خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي  له رسنیو، ژورنالیستانو او قلموالو غوښتي، چې د اسلامي نظام پر وړاندې د دښمنانو د بې‌اساسه تبلیغاتو پر ضد مبارزه وکړي.
نوموړي په لغمان ولایت کې د ژورناليستانو او  خبريالانو فکري، عقيدوي او مسلکي ظرفيت لوړونې سيمنار ته د وینا پر مهال ويلي، د پاکستان پوځي رژیم د اسلامي امارت پرمختګونه زغملی نه‌شي او د افغانانو پر وړاندې داسې کړنې ترسره کوي، چې د منلو وړ نه دي.
هغه وایي؛  اسلامي امارت جګړه نه غواړي؛ خو که څوک پر افغانستان یرغل وکړي؛ اسلامي امارت به له خپل هېواد څخه دفاع وکړي او په مناسب وخت کې به ځواب ورکړي.
نوموړي ټینګار کړې، چې د پخواني نظام د چارواکو په ګډون په افغانستان کې د هېواد ټول قشرونه خوندي دي.
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!