Connect with us

تازه خبرونه

د هېواد د هر قوم او توکم سپکاوی د اساسي قانون خلاف عمل دی

خپور شوی

د

يو شمېر کارپوهانو ویلي، د ګورکاني تیمور په اړه د ولسمشر اشرف غني څرګندونې یوه قوم او یو توکم ته سپکاوی ګڼل کیږي او د منلو ندي.

په ټولنیزو شبکو کې هم د ولسمشر اشرف غني خبرې ناندریزې شوې دي.

د فرهنګ او ملي هویت په تاریخي بحث کې د ولسمشر اشرف غني ګډون او څرګندونو یو شمېر کارپوهان حیران کړي دي. ولسمشر د خپلو خبرو په یوه برخه کې د تیموریانو لومړني امپراتور ګورکاني تیمور ته د ګوډ تیمور خطاب وکړ.

ولسمشر اشرف غني د ګورکاني تیمور په اړه د خپلو خبرو په یوه برخه کې نوموړی ګوډ تیمور ونوماوه او په ډاګه یې کړه، چې د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې د اوبخور چنګیز خان ویجاړ کړ او د سیستان ـ هلمند او فراه هغه ګوډ تیمور خاورې ایرې کړ.           

د ولسمشر دا خبرې له توندو نیوکو سره مخ شوي او ان په ټولنیزو شبکو کې یې ناندرې راپورته کړي دي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر دغه خبرې امیر تیمور جهانګشاه او د قرآن لرونکي ته سپکاوی یاد کړی او زیاتوي، چې افغانستان په ډېرو حساسو سیاسي شرایطو کې روان دی او بې مسوولیته خبرې به د خلکو تر منځ کرکه او واټن رامنځته کړي.

د ولسمشرۍ لومړي مرستیالۍ ویلي، چې ولسمشر دې له خلکو بښنه وغواړي.

د عبدالرشید دوست په مشرۍ د افغانستان د ملي اسلامي غورځنګ ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج په دې اړه ویلي؛ په خواشینۍ، چې ولسمشر د درنو قومونو او توکمونو د فرهنګ او نړیوال تاریخ او د دوی د تاریخي شخصیتونو په اړه، چې په افغانستان کې اوسیږي؛ خپله بالقوه کرکه په ډاګه کړه.  هغه څو ځله دغه تېروتنه تکرار کړی او د افغانستان ملي اسلامي جنبش د دې موضوع مخالف دی او مونږ غواړو، چې ولسمشر په دې اړه بښنه وغواړي.

کارپوهان هم د ولسمشر دا خبرې مناسبې نه ګڼي.

د ولسي جرګې غړی عطا محمد دهقانپور ویلي، چې د اساسي قانون د ۲۲ مادې له مخې په افغانستان کې هیڅ راز تبعیض مجاز ندی.       

هغه وایي؛ کرکې او تبعصضونه مجاز ندي که هغه ژبنۍ، نزادي او سمتي وي د اساسي قانو سره په ټکر کې دي.؛ ځکه، نو د ملیتونو درناوی واجب دی، چې له ولسمشره نیولې تر وروستي کسه باید ورته پاملرنه وشي.  

د ولسمشر ویاند پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، د ولسمشر دا خبرې د دې ملي شخصیت امیر تیمور پر وړاندې بې احترامي او قصدي نه وې.

تازه خبرونه

جاپان افغانانو ته د زده‌کړې نوي بورسونه اعلان کړل

په کابل کې د ۲۰۲۶ ز.کال د جون پر اته‌لسمه لیکلې آزموینه اخیستل کیږي او وروسته به د جولای په میاشت کې ورسره مرکه وشي.

Published

on

په کابل کې د جاپان سفارت د ۲۰۲۷ ز.کال لپاره نوي تحصیلي بورسونه اعلان کړي دي. ورته لېواله او وړ غوښتونکي کولی شي«په جاپان کې زده‌کړې» له رسمي اوب‌پاڼې څخه اړوند لارښوونې او د غوښتنلیک فورمې ډانلوډ او خپل غوښتنلیکونه د ۲۰۲۶ ز.کال د مې تر پېنځه‌ویشتمې پورې ورولېږي.

په کابل کې د ۲۰۲۶ ز.کال د جون پر اته‌لسمه لیکلې آزموینه اخیستل کیږي او وروسته به د جولای په میاشت کې ورسره مرکه وشي.

د جاپان سفارت ویلي، چې د آقاخان بنسټ به د غوښتنلیکونو په راټولولو او د لیکلې آزموینې په آسانولو کې مرسته وکړي؛ خو د غوراوي په بهیر کې به هیڅ راز ښکېلتیا ونه‌لري.

یاد سفارت دا ټینګار هم کړی، چې غوراوی په خپلواکه توګه د جاپان سفارت او حکومت له‌خوا، د تحصیلي وړتیا، د غوښتنلیک د اسنادو څرنګوالي او د لیکلې آزموینې او مرکې د پایلو پر بنسټ؛ پرته له دې، چې مذهبي، ژبني یا قومي مخینې ته پاملرنه وشي، ترسره کېږي.

د جاپان سفارت غوښتونکو ته خبرداری ورکړی، چې له درغلیو ځان وساتي او ډاډ څرګندوي، چې د غوښتنلیک په هیڅ پړاو کې د پیسو ورکولو ته اړتیا نشته.

Continue Reading

تازه خبرونه

عبدالسلام حنفي په لوګر کې راستنېدونکو ته د څه باندې زر نمرو له وېش خبر ورکړ

هغه د دې ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د راستنېدونکو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي لوګر ته په خپل سفر کې اعلان کړی، چې په دې ولایت کې به بېرته راستنېدونکو کډوالو ته له زر ډېرې نمرې ځمکې ووېشل شي.

هغه د دې ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د راستنېدونکو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

عبدالسلام حنفي ویلي: « نن مونږ دا ښارګوټی پرانیست، چې له زر څخه زیاتې نمرې لري. دغه نمرې به کډوالو ته ووېشل شي. سربېره پر دې نور ښارګوټي به هم ډېر ژر پرانیستل شي.»

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال زیاته کړې؛ په تېرو درې کلونو کې له ګاونډ هېوادونو څخه له پېنځه میلیون ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي او اسلامي امارت هغوی ته بېلابېلې چوپړتیاوې وړاندې کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کندوز ولایت کې د سرو زرو کان کېندلو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګه‌ونه به په کې وشي.

Published

on

د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د کندوز ولایت په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان کېندلو تړون د آذربایجان او قرغزستان له شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګه‌ونه به په کې وشي.

دغو شرکتونو ژمنه کړې، چې د ۳۰ سلنه امتیاز پر ورکولو به ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په بېلابېلو ټولنیزو خدماتو کې ولګول شي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

ویل کیږي، چې د کانونو او پټرولیم وزیر وايي؛ د دې تړون لاسلیک د درې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر لور یو مثبت ګام دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!