Connect with us

تازه خبرونه

سوله او ټاکنې به د یو او بل بدیل نه وي!

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني د کابینې په ناسته کې وویل، چې سوله او ټاکنې یو د بل بدیل ندي او سولې ته د رسیدو لپاره د ملي یووالي په خاطر ستر کارونه پیل شوي دي.

که څه هم پخپل وخت د ټاکنو تر سره کیدو په تړاو اندېښنې شته؛ خو ولسمشر اشرف غني پر رڼو او ټاکلي وخت د ټاکنو پر تر سره کیدو ټینګار څرګند کړ او وایي، چې سوله او ټاکنې د یو او بل بشپړوونکې دي نه د یو او بل بدیل. مشورتي جرګې د سولې لار ښودلې ده ، سولې او ملي یووالي ته د رسیدو په موخه مو هم ستر کارونه پیل کړي دي.

هغه د ملي سرچینو په غوراوي کې ټاکنو ته لومړیتوب ورکړ او وایي، چې له شک پرته ټاکنې کیږي او دا زمونږ ملي دنده، قانوني اړتیا او اخلاقي ژمنه ده؛ ځکه، نو دا مې له همکارانو هیله او ورته  سپارښتنه ده، چې د رڼو او پر خپل وخت ټاکنو د ترسره کولو لپاره خپلې هڅې ونه سپموي.

د سولې  هڅو په پنځ او اوج کې ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې پر ۶ تر سره شي.

د سولې هڅې او ټاکنې د افغانستان لپاره دوه لویې آزموینې دي، چې افغانستان یې په دوه لاري کې درولی دی.

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس د پروژې له پرمختګه خوښ شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه ډخوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د بریټانیا د پوځي ماموریت ارزونه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب او سرپل کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د سېلابونو له کبله دوه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او د مالي زيانونو تر څنګ د دې دوه ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د تګ راتګ لارې هم تړل شوې دي.

دوی زياته کړې، چې پر کرنيزو ځمکو، استوګنې کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو پر نړېدو سربېره سېلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

د يادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!