نړۍ
د روسیې بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې اوکراینیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د کیف سیمې چارواکو ویلي، چې له پلازمېنې بهر په دوه کوچنیو ښارونو کې درې کسان ووژل شول.
روسي ځواکونو د یکشنبې پر سهار پر کیف او نورو ښارونو برید وکړ؛ په پلازمېنه کې یې لږ تر لږه ۱۱ کسان ټپیان کړل، له کیف بهر درې کسان وژل شوي او یو شمېر کسان ژوبل او ودانۍ زیانمنې شوې دي.
د کیف سیمې چارواکو ویلي، چې له پلازمېنې بهر په دوه کوچنیو ښارونو کې درې کسان ووژل شول.
بریدونه د سیمهییزو مرکزونو په ګډون د اوکراین دوهیم لوی ښار خارکوف او همدارنګه جنوبي ښار میکولایوف او لویدیځ چرنوبېل ښارونو ته غخېدلي دي.
په کیف کې د ښار د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچینکو ویلي، چې په ډرون بریدونو کې ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.
د ښار له مرکز څخه بهر په هولوسیوفسکي سیمه کې یوه پېنځه پوړیزه اپارتماني ودانۍ وویشتل شوه، چې اور پرې ولګېد او د ودانۍ بهرنۍ برخه یې زیانمنه کړه.
د نورو اړوند سیمو په بریدونو کې یو شخصي کور او یو سوداګریز مرکز زیانمن شو.
دا دوهیمه پرلهپسې شپه وه، چې پراخ برید ترسره شو.
د جمعې پرماښام روسیې د اوکراین پر پلازمېنه کیف ټوله شپه لسګونه ډرونونه او بالستیک توغندي و توغول، چې دا د درې کلنې جګړې په اوږدو کې د اوکراین پر پلازمېنه ترټولو لوی ګډ هوایی برید و، چې د اپارتمانونو څو ودانۍ زیانمنې او ۱۵ کسان ټپیان شول.
د اوکراین په شمال ختیځ کې د خارکوف ښاروال ایهور ترخوف ویلي، چې ډرونونو د ښار پر درې ښاري سیمو برید وکړ او درې کسان یې ټپیان کړل او چاودنو د اپارتمانونو د لوړ پوړو بلاکونو کړکۍ ماتې کړې.
د سیمې والي ویلي، چې د میکولایوف ښار په یوه استوګنیزه سیمه کې ډرون بریدونو دوه کسان ټپیان کړل. د اوکراین د لویدیځ په چرنوبیل کې پر توغندیو کړکۍ ماتې شوې او کوچنۍ اور یې ولګاوه.
سیمهییزو چارواکو د کیف د شمال په کونوټوپ کې د پراخ ډرون برید راپور هم ورکړ.
د روسیې دفاع وزارت راپور ورکړی، چې د دوی د هوایي دفاع واحدونو د څلور ساعتونو په لړ کې ۹۵ اوکرایني ډرونونه شنډ کړي یا یې ویجاړ کړي دي.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین، ویلي، چې پلازمېنې ته پرلار ۱۲ اوکرایني ډرونونه شنډ شوي دي.
نړۍ
د ایران په جګړه کې تر دې دمه ۱۵۰ امریکایي سرتېري ټپیان دي- راپور
د ځاني زیان په اړه دومره شمېر له دې مخکې راپور شوې نهو.
رویټرز د دوه بلدو کسانو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې له ایران سره په ۱۰ ورځنیو نښتو کې ۱۵۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.
د ځاني زیان په اړه دومره شمېر له دې مخکې راپور شوې نهو.
د رویټرز له دې شمېر مخکې پنټاګون یوازې د ۸ امریکایي پرسونل له ټپي کېدا خبر ورکړی و.
د رویټرز د راپور له خپرېدا وروسته پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې دا شمېر څه نا څه ۱۴۰ ټپیان وښودل او څرګندوي، چې ډېری یې سرسري ټپي شوي دي.
د پنټاګون ویاند شان پارنیل ویلي: “د حماسي برید له پیل راپدېخوا په ۱۰ ورځو پرلهپسې بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.”
هغه ویلي، چې له ټپي شویو سرتېرو څخه ۱۰۸ یې له رغېدا وروسته بېرته دندې ته راستانه شوي دي.
پارنیل څرګندوي، چې اته سخت ټپیان شوي سرتېري د لوړې طبي کچې تر درملنې لاندې دي.
رویټرز د ټپونو د بڼو نوم اخیستی ندی او دا هم معلومه نده، چې آیا دا د دماغي زیانمنېدا ټپونه دي که د چاودنو له کبله.
ایران د فبروري پر اتهویشتمه د نښتو له پیل راپدېخوا د امریکا د پوځي اډو پر وړاندې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي دي. د عربي خلیج په هېوادونو کې یې ډیپلوماټیک ماموریتونه، هوټلونه او هوایي ډګرونه هم پر نښه کړي او د تېلو بنسټیزو ودانیو ته یې هم زیان رسولی دی.
پنټاګون ويلي، چې د جګړې له پیل راپدېخوا د ایراني بریدونو شمېر راټیټ شوی؛ ځکه، چې د امریکا پوځ د ایران د وسلو زیرمې بمبارډوي.
د ګډو ځواکونو د لوی درستیز جنرال ډان کین د سې شنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي، چې جګړه له تمې څخه سخته نه وه.
نړۍ
ایران له مونږ سره خیانت وکړ – د قطر لومړی وزیر
نوموړي سکای نیوز ته څرګنده کړې، چې پر قطر او نورو خلیجي هېوادونو برید په جګړه کې د نه ګډون له ډاډ وړاندې کولو سره – سره بیا هم ترسره شوی دی.
د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني ويلي، چې د ایران حکومت د هغه پر هېواد له برید سره خیانت کړی دی.
نوموړي سکای نیوز ته څرګنده کړې، چې پر قطر او نورو خلیجي هېوادونو برید په جګړه کې د نه ګډون له ډاډ وړاندې کولو سره – سره بیا هم ترسره شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې د خلیجي هېوادونو په برید کې د ایران ” ناسمې محاسبې”؛ “هرڅه ویجاړ کړل” او قطر به پدې اړه د هغو هیڅ راز پلمه ونهمني.
د قطر لومړي وزیر دا هم ویلي؛ دا حیرانونکې ده، چې ایران پر خلیج هېوادونو خپل بریدونه حتا له هغې وروسته هم ترسره کړل، چې ولسمشر مسعود پزشکیان له خلیجي هېوادونو بښنه وغوښته.
دغه راز هغه یادونه وکړه، چې قطر به ” د تاوتریخوالي د کمولو لپاره له ایرانیانو سره خبرې اترې روانې وساتي.”
نړۍ
یوه پاکستاني د ایران پر لمسون د ټرمپ د وژلو هڅه کړې – رسنۍ
رویټرز راپور ورکړی؛ د عدلیې وزارت آصف مرچنټ پدې تورن کړی، چې نوموړي غوښتل ټرمپ او د امریکا نور سیاستوال د قاسم سلیماني په غچ کې پر نښه کړي.
یو پاکستانی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو پر هڅه تورن پېژندل شوی؛ د چارشنبې پر ورځ(د کب دیارلسمه ) یې د منصفه پلاوي غړو ته ویلي: هغه په خپله خوښه د ایران د انقلاب اسلامي له سپاه پاسداران سره د دې دسیسې په جوړولو کې کار ندی کړی.
رویټرز راپور ورکړی؛ د عدلیې وزارت آصف مرچنټ پدې تورن کړی، چې نوموړي غوښتل ټرمپ او د امریکا نور سیاستوال د قاسم سلیماني په غچ کې پر نښه کړي.
سپاه پاسداران په ایران کې د پوځي، اقتصادي او استخباراتي ځواک په ساتنه کې مرکزي ارزښت لري.
نیویارک ټایمز د مرچنټ د څرګندونو له مخې لیکلي: « ما نهغوښتل، چې دا کار پخپله خوښه ترسره کړم» نوموړي د دې تور د سپیناوي پر مهال یوې محکمې ته ویلي، چې ده په تهران کې د خپلې کورنۍ د ساتنې لپاره دې کار ته غاړه ایښې.
څارنوالانو د مرچنټ دا ادعا رد کړې او د “رښتیني جبر لپاره یې د شواهدو نشتوالی” پر ګوته کړ.
د ورځپاڼې د څرګندونو له مخې مرچنټ ویلي، چې هغه ته هیڅکله د یو ځانګړي کس د وژلو امر ندی شوی؛ خو د هغه ایراني لمسوونکي د ایران په پلازمېنه کې د خبرو اترو پر مهال ورته د درې کسانو نومونه اخیستي دي.
په دې نومونو کې پر ټرمپ سربېره د هغه وخت( ۲۰۲۴ ) د ولسمشر جو بایډن او نیکي هیلي نومونه یاد شوي دي.
د مرچنټ محاکمه تېره اوونۍ؛ مخکې له دې، چې ټرمپ پر ایران د اسرائیلو پر ملاتړ د برید امر وکړي او ستر رهبر علي خامنهیي او نور لوړ پوړي چارواکي ووژي؛ ترسره شوې ده.
ټرمپ د یکشنبې پر ورځ له ایبيسي نیوز سره په مرکه کې د امریکا او اسرائیلو د ګډو عملیاتو په اړه، چې خامنهیي وواژلی څرګندونې کړي او د ایران ادعا شوې دسیسې ته یې د نغوتې پر مهال ویلي: «هغه مې مخکې له دې، چې ما ونیسي؛ ونیوه.»
ویل کیږي، چې تهران پر ټرمپ او نورو امریکایي چارواکي د برید تور رد کړی دي.
-
تازه خبرونه3 days agoسږ کال د ښځو د حقونو ۳۴۰۰ شکایتونه وارزول شول – امر بالمعروف
-
تازه خبرونه2 days agoپه ایران کې مو د دښمن پر ګونډو کول موخه ده – د امریکا د جنګ وزیر
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران هر نوي برید ته به متقابل ځواب ورکړ شي- عربستان
-
تازه خبرونه3 days agoپه پېښور کې د کندوز پر کابل بانک د برید طرح ووژل شو- راپور
-
تازه خبرونه2 days agoنن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي
-
تازه خبرونه3 days agoخلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران د راتلونکي مذهبي رهبر په اړه اجماع رامنځته شوه
-
تازه خبرونه3 days agoترکیې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار څرګند کړ
