تازه خبرونه
پر شوراب د طالبانو په ډله ییز برید کې نږدې ۴۰ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې
سرچینو په ډاګه کړې، چې شاوخوا شل برید ګرو پوځي جامې اغوستې وې، د جمعې پر سهار یې د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې یې د شوراب پر پوځي اډې یا ۲۱۵ میوند قول اردو برید وکړ.
د دې پېښې په اړه، چې له ۲۴ ساعتونو ډېره روانه وه؛ د تلفاتو په اړه ضد او نقیض خبرې کیږي.
ځینو سرچینو د ملي اردو تلفات له څلوېښت ډېر ګڼلي او وایي، چې شاوخوا پنځوس نور ټپیان دي.
د هلمند والي یاسین خان څرګنده کړې؛ د وروستیو رارسیدلیو معلوماتو له مخې له پاکستان څخه راغلي ۲۰ طالب جنګیالي د ځانمرګو په ګډون، چې پوځي یونیفورم یې پر غاړه و؛ وژل شوي دي.
نوموړي دا هم ویلي، چې ۲۲ امنیتي سرتېرو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور ټپیان دي.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش وایي؛ ترهګرې ډلې د دا ډول بریدونو په تر سره کولو سره غواړي، چې ملي اردو له منځه یوسي، خو دا هیله او ارمان به یې کله هم پوره نه شي.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش وایي: د افغانستان دښمنان له یوې خوا د سولې شعار ورکوي او له بلې خوا د ملي اردو د له منځه وړلو هڅې کوي، چې د سرتېرو روحیه کمزورې کړي؛ خو دا هیله به ګور ته یوسي.
پخواني پوځیان دا ډول بریدونه د کشفي او استخباراتي ادارو کمزورتیا بولي.
پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل وایي، چې د خوب قطعه، د خوب قومنداني او د خوب استخبارات ټول له خپل مرګه بې خبره بې تفاوته ول او نه پوهیدل، چې داسې پېښه به رامنځته شي.
دا برید په داسې حال کې تر سره کیږي، چې د سولې خبرې خپل پنځ( اوج) ته رسیدلي او وبه کتل شي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې به جګړه پای ته ورسوي او که پر خلکو تپل شوی روان ناورین به نور هم وغزیږي.
خبریال: خالد نیکزاد
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه