Connect with us

تازه خبرونه

پر لاریون کوونکیو ډزې کوونکي دې محاکمه شي- د بښنې نړیوال سازمان

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بښنې نړیوال سازمان د هغو کسانو محاکمه غوښتې، چې په کابل کې یې پر لاریون کوونکیو ډزې کړي دي.

د کابل ښار په وروستي لاریون کې د پېنځه اعتراض کوونکیو وژل کیدو او د شل نورو ټپي کیدو د نړیوالو بنسټونو غبرګونونه را وپارول.

د بښنې نړیوال سازمان د سویلي آسیا د څانګې رییس بیراج پانتیک له معترضانو سره د امنیتي ځواکونو تاوتریخجن عمل د خلکو په وړاندې د دولتي چاوراکو بې احترامي بولي.  

د بښنې نړیوال سازمان د امنیتي ځواکونو دغه اقدام ناقانونه ګڼلی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي، چې افغان چارواکې دې دغه راز د لاریون کوونکیو په وړاندې د امنیتي ځواکونو پر ناقانونه کړنو څېړنه وکړي‎ او هغه څوک، چې د لاریون پر مهال د معترضانو د وژلو مسوول دي، محاکمې ته راوکاږي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وايي، د افغانستان اساسي قانون له مخې لاریونونه د هېوادوالو قانوني حق دی.

د اساسي قانون په  ۳۷ ماده کې راغلي، چې د افغانستان خلک حق لري د سوله ییزو او جایزو مقاصدو د تامین لپاره، د وسلو له لیږد پرته د قانون له مخې، غونډې او لاریونونه وکړي.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون ویاند بلال صدیقي  وایي، په هېواد کې د عدالت غوښتنې غږ باید غلی نه شي او حکومت هم مکلف دی، چې د اعتراض کوونکیو امنیت تامین کړي.

ملګري ملتونه وایي، له تاوتریخوالي ګټه پورته کول ستونزې لا پراخوي.

د معترضانو  غصه د چهارشنبې ورځې په  برید کې د خپلو قرباني خپلوانو په خاطر د درک وړ ده؛ خو ډېر تاوتریخوالی هیڅ ستونزه نه حل کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم په یوه بېړنۍ غونډه کې لویې څارنوالۍ ته امر کړی، چې د جمعې ورځې په لاریون کې د شوي تاوتریخوالي په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي.

Advertisement

تازه خبرونه

جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.

د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.

دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.

په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.

روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ترکیې سفیر د افغانستان سیلاب ځپلیو ته د ۶۷۰ ټنو مرستې اعلان وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په کابل کې د ترکیې سفیر د اقتصاد وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې سبا (جمعه د غویی ۲۸ ) ته به د افغانستان د وروستیو سیلاب ځپلیو لپاره د لومړنیو توکو څه باندې۲۰ ټنه مرسته راولېږدول شي.

د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ جنګ اونال له دین محمد حنیف سره په کتنه کې له ترکیې څخه د ۶۵۰ ټنو نورو بشري مرستو له رالېدولو هم خبر ورکړی، چې په کې خیمې، خوراکي توکي، درمل، جامې او نور توکي شامل دي.

هغه دا ډاډ هم ورکړی، چې افغانستان ته به دا مرستې د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د هرات تورغنډۍ بندر ته رادننه شي.

په دې کتنه کې دین محمد حنیف له دغو مرستو څخه د هرکلي تر څنګ ویلي، چې د ترکیې هېواد د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان یو ښه دوست او همکار پاتې شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کې د ځمکو خړبولو لپاره سولري پمپونه ولګوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې پر ورځ ( د غویی پېنځه‌ویشتمه ) د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو د دفتر (UNOPS) له اجرائیوي رییس جورج موریرا داسیلوا سره وکتل.

په دې کتنه کې جورج موریرا داسیلوا اداري مرستيال ته د خپلو تېرو هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او څرګندوي؛ دا اداره غواړي، چې په افغانستان کې د سولري پمپونو پر لګولو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو يوه نوې پروژه پيل کړي.

عبدالسلام حنفي د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د (UNOPS) ادارې له هڅو ملاتړ کوي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابروي.

ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او افغان ځوانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!