Connect with us

تازه خبرونه

محمد شرف غني یو ځل بیا د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی شو

خپور شوی

د

د ټاکنو خپلواک کميسيون د ۱۳۹۸ لمریز هجري کال د تلې پر ۶ د ترسره شویو ولسمشريزو ټاکنو په وروستيو رڼو پایلو کې محمد اشرف غني یو ځل بیا ګټونکی اعلان کړ.

د یاد کمیسیون مشرې حوا عالم نورستانۍ د سلواغې پر ۲۹ مازيګر ناوخته په کابل کې يوې خبري ناستې ته په وينا کې د دولت جوړوونکې ټاکنډلې مشر محمد اشرف غني یې د ۵۰ اعشاريه ۶۴ سلنه رايو په ترلاسه کولو ګټونکی اعلان کړ.

د ثبات او همپالنې ټاکنډلې مشر عبدالله عبدالله د ۳۹ اعشاريه ۵۲ سلنه رايې  ترلاسه کړي او یو ځل بیا د اړوند ټاکنو دویم ځای یې خپل کړی دی.

د دغو پایلو له مخې؛ اشرف غني د ۹۲۳۵۹۲، عبدالله عبدالله د ۷۲۰۹۴۱ ، ګلبدین حکمتیار د ۷۰۲۴۱ رایو پخپلولو مخکښ ګټونکي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي؛ په دې ټاکنو کې ۱۸۲۳۹۴۸ کسانو رایې ورکړې وې، چې د ټولو رای ورکوونکیو ۱۹ سلنه کیږي.

د ولسمشريزو ټاکنو بل نوماند د امنیت او اسلامي عدالت مشر ګلبدين حکمتيار ۳ اعشاريه ۵۸ سلنه رايو په تر لاسه کولو درېيم شوی دی.

ميرمن نورستاني اشرف غني د ۵۰ اعشاريه ۶۴ سلنه رايو په ترلاسه کولو د افغانستان د غوره شوي ولسمشر په توګه اعلانوي او وایي، چې دغه پایله د رڼو او شفافو رایو له مخې تر لاسه شوې ده.

رحمت الله نبیل ۳۳۹۱۹ یا یو اعشاریه شپږ اتیا سلنه رایې، فرامرز تمنا ۱۸۰۸۳ رایې، چې صفر اعشاریه نهه نوي سلنه دي.

سید نورالله جلیلي صفر اعشاریه پېنځه اتیا سلنه یا ۵۵۱۹ رایې، عبداللطیف پدارم ۱۲۶۰۸ رایې، چې صفر اعشاریه ۶۹ سلنه کیږي.

عنایت الله حفیظ ۱۱۳۷۵ رایې، چې  صفر اعشاریه ۶۲ سلنه کیږي.

محمد حکیم تورسن ۶۵۰۰ رایې، چې صفر اعشاریه ۳۶ سلنه دي، احمد ولی مسعود ۳۹۴۲ رایې، چې صفر اعشاریه ۲۲سلنه دي، محمد شهاب حکیمي ۳۳۱۸ رایې، چې صفر اعشاریه اته سلنه دي، فاروق نجرابي ۱۶۰۸ رایې، چې صفر اعشاریه ۰۹  سلنه کیږي او نور رحمان لیوال ۸۵۵ رایې، چې صفر اعشاریه ۰۵ سلنه کیږي.

د ټاکنو نورو نوماندانو تر اوسه په دې اړه خپل غبرګونونه نه دي ښکاره کړي

د ثبات او همپالنې ډلې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستۍ پایلې له اعلان مخکې د مجاهدینو د انسجام کمیتې په ناسته کې ویلي وه، چې که پایله د رڼو رایو له مخې اعلان شي؛ مونږ یې منو او که د تقلبي رایو له مخې اعلان شي مونږ ته د منلو نده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي؛ د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ټولې پرېکړې په سمه توګه پلې شوي او د ولسمشریزو ټاکنو پایله هم د خلکو د پاکو رایو له مخې اعلام شوې ده.

د ورووستیو پایلو د اعلان په درشل کې د ثبات او همپالنې ټاکنډلې جګپوړي غړي فضل احمد معنوي ویلي، چې له ټاکنیز  بهیر وتلي، نه ورته کمېسیون مشروعیت لري او نه هم هغه پایله، چې اعلانیږي.

Advertisement

تازه خبرونه

د تورخم دروازه هېواد ته د جبري راستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانستل شوه

د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.

Published

on

تورخم دروازه له نږدې یوې میاشتې بندېدا وروسته نن ماسپښین ۲ بجې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستل شوه.

د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.

تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه سوداګریزه لار ده، چې په وروستیو نږدې څو اوونیو کې د پاکستانیو پوځیانو د تاوتریخوالي له کبله تړلې وه.

د دې دروازې بندېدا د کډوالو لپاره د پام وړ ننګونې رامنځته کړي او د تګ راتګ مخه یې نیولې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کندهار کې سېلابونو ۱۷۷ کورنیو ته مالي اوځاني زیانونه اړولي

دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.

Published

on

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست د څرګندونو له مخې؛ د تېرې ورځې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله د یاد ولایت په مرکز کې شاوخوا ۸۵ کورونه بشپړ او نسبي ویجاړ شوي دي.

دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ سربېره پر دې په دامان ولسوالۍ کې د سېلابي اوبو له کبله ۲ کسان د یوې ۵ کلنې ماشومې په ګډون پر شهادت رسېدلي دي.

ویل کیږي، چې اړوند زیانمنو سیمو ته د موسيساتو ګډې ډلې استول شوي، چې له زیانمنو کورنیو سروي ترسره او عاجلي بشري مرستي ورسره وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د تاشکند د وزیرانو په غونډه کې د اوبو پر ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.

Published

on

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د “اوبو اوونۍ” تر سرلیک لاندې د وزیرانو غونډې ته د اوبو د سرچینو پر مدیریت د سیمهییزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.

هغه دا هم ویلي؛ د اقلیمي بدلون له پایلو سره د مبارزې او د آمو سیند د غاړو د ویجاړېدا مخنیوي لپاره ګډه همکاري هغه مهمې مسلې دي، چې د سیمې د هېوادونو له‌خوا ګډې پاملرنې او عمل ته اړتیا لري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د خپلو اوبو د سرچینو په مدیریت کې د ګاونډ هېوادونو حقونو ته ژمن دی.

د دې غونډې په څنډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال د ازبکستان د اوبو وزیر شوکت خامرایوف سره هم ولیدل او دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د مدیریت په برخه کې د همکارۍ د پراخولو په اړه بحث وکړ.

په دې سیمه‌ییزه غونډه کې د افغانستان ګډون د اوبو په اړه په نړیوالو او سیمه‌ییزو بحثونو کې د هېواد د فعال شتون د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي. دا یوه داسې هڅه ده، چې کولی شي د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نوي فصل لپاره لار اواره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!