Connect with us

تازه خبرونه

مجیب الرحمن ځدران د بریالۍ څېرې په توګه راڅرګند شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بدني روزنې کارپوهانو د سپورت ډګر ته ډېرې له ویاړه ډکې ځوانې څېرې وړاندې کړي، چې یوه یې هم د افغانستان د کرکت د ډګر د ملي لوبډلې بریالۍ او ځوانه څېره مجیب الرحمن ځدراڼ دی، چې پر ۲۰۰۱ کال د هېواد په جنوبي ولایت خوست کې زېږیدلی دی.

د ملي لوبډلی ځوان او د ښه راتلونکي لرونکي غړي ان په ماشومتوب کې له کرکت سره خپله مینه ښودلې او وتوانیده، چې په ۲۰۱۵ کال کې د ۱۹ کلنۍ څخه په ټیټ عمر کې د خپل عمر د ملي لوبډلې د غړیتوب ویاړ تر لاسه کړ.     

په همدې عمر کې د آسیایي اتلولۍ په سیالیو کې یې افغانستان له اتلولۍ برخمن کړ او د کرکت ملي لوبډلې ته یې لار وموندله.  

ښاغلي مجیب ځدراڼ د ۲۰۱۷ کال پر دسمبر د شارجې په لوبغالي کې د ایرلیند پر وړاندې په سیالۍ کې ونډه واخیسته او تر دې دمه یې د هېواد ملي لوبډلې ته ۲۸ یوه ورځنۍ لوبې تر سره کړي او په ملي لوبډله کې یې د خپل شتون له برکته ۵۱ ویکتې لاسته راوړي دي.

د کرکت د ډګر دغه ستوري تر دې دمه ۹ ، ۲۰ آوریزې لوبې کړي او د سیالې ډلې ۱۱ لوبغالي یې له ډګره وتلو ته اړ کړي دي.

د ۱۹ کلن ځدران ننداریزو هڅو د ملي لوبډلې په جوړښت کې نړیواله پاملرنه هم خپله کړې او په ۲۰۱۸ کال کې د پنجاب کینګز ایوان لوبډلې د هند غوره لیګ په سیالیو کې د ۴۰۰ لکه هندي کلدارو پر ارزښت ونیول شو، چې سږکال به هم یادې لوبډلې ته ولوبیږي.  

دغه رازمجیب ځدران د آسترالیا یا بیګ باش، بنګله دیش او د متحده اماراتو غوره لیګ په سیالیو کې لوبې کړې دي او اوس د لومړي ځل لپاره میدل سیکس لوبډلې لپاره د انګلستان غوره لیګ په سیالیو کې

د لوبې لپاره نیول شوی دی.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!