تازه خبرونه
په ارګ کې یو شمېر کړۍ د ټاکنو کمېسیون په مقرریو کې لاسوهنه کوي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو غړی د ولسمشرۍ ماڼۍ او د دې بنسټ د دارالانشا ریاست تر منځ د ټاکنو په تړاو د معاملو خبره بربنډه کړې ده.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا محمد عبدالله وایي، د ارګ کړیو په کمیسیون کې ځینې ناقانونه کړنې چټکې کړي او د کمیسیون قانوني کړنو ته خنډونه جوړوي.
د ولسمشریزو ټاکنو ځینې کاندیدان وایي، د کابل د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو تر اعلام وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ ټاکنیز بهیر کې په مستقیم ډول لاسوهنې پیل کړي دي.
د نوموړي د څرګندونو لخه مخې؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون شاوخوا شل مرکزي او ولایتي بستونه اعلان ته تلي دي.
د هغه په خبره، د دې افرادو ناقانونه مقرري به ژر د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا تر سره شي.
دې مسالې د ولسمشریزو ټاکنو ځینې کاندیدان هم اندېښمن کړي دي.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډلې دوه یم مرستیال اسد الله سعادتي ولسمشرۍ ماڼۍ تورنوي، چې د کابل ولسي جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلام وروسته یې د ټاکنو کمیسیون په چارو کې مستقیمې مداخلې وکړې.
ټاکنو خپلواک کمیسیون تل د ټاکنڅارو تر نیوکو لاندې راغلی او د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرایي رییس یوسف رشید وایي، چې د ټاکنو کمیسیون خپلواک عمل نکوي.
دغه ټاکنڅاری په تشکیلاتو کې ناهمغږي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کارکوونکیو د سلیقه یي استخدام سبب بولي.
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې پر ۶ تر سره شي؛ خو د کارپوهانو په وینا، کمیسیون لدې وضعیت سره نشي کولی ټاکنې تر سره کړي.
تازه خبرونه
د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت برښنايي سیسټم تائید شو
د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د څرګندونو له مخې؛ د دې سیسټم له پليکېدا سره به د امارتي ادارو ترمنځ همغږي پياوړې، شفافیت، چټکتیا او امنیت رامنځته، د جعل، فساد او د وخت د ضیاع مخنیوی ترسره، د دقیقو ارقامو او حساب وړاندې کولو اصل پياوړی او د برښنايي حکومتولۍ پر لور بنسټیز ګام واخیستل شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ اقتصادي کمیسیون نن( چارشنبه د غویي نهمه ) په نوبتي غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت برښنايي سیسټم د بحث لپاره وړاندې او له هراړخیزې ارزونې وروسته یاد سیسټم تائید او دغه وزارت ته یې په تدریجي ډول د تطبیق لارښوونه وشوه.
د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د څرګندونو له مخې؛ د دې سیسټم له پليکېدا سره به د امارتي ادارو ترمنځ همغږي پياوړې، شفافیت، چټکتیا او امنیت رامنځته، د جعل، فساد او د وخت د ضیاع مخنیوی ترسره، د دقیقو ارقامو او حساب وړاندې کولو اصل پياوړی او د برښنايي حکومتولۍ پر لور بنسټیز ګام واخیستل شي.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې سیسټم کې د مراجعینو لپاره هم د پام وړ آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
دغه راز دې غونډې ته د ۲۲ هغو عامالمنفعه پروژو راپور هم وړاندې شو، چې د اسلامي امارت د رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده له لوري یې د کانونو د عوایدو په بدل کې د تطبیق حکمونه ورکړل شوي، چې مالیې وزارت د ۱۳ پروژو اقتصادي تحلیل ترسره کړ او اقتصادي کمیسیون تایید او د اړوند ادارې لهخوا یې د کار پیلولو سپارښتنه وشوه. دا پروژوې ساختماني، اوسپنې پټلۍ او د برښنا رسونې او توزیع پروژې رانغاړي.
د یادونې ده، چې د ۲۲ عام المنفعه پروژو له جملې د نهو پروژو عملي چارې پيل شوې، چې کاري پرمختګونه هم لري.
پرمختګ او بشپړتیا
په پنجشېر کې له شمال ختیځو ولایتونو سره د هېواد د مرکزي ولایتونه د نښلولو هڅې روانې دي
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پنجشېر- تخار سړک نه یوازې مرکزي ولایتونه له شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې اوږده لار لنډوي، ټرانسپورټي لګښت راکموي او نوې ټرانزیټي لار به رامنځته کړي.
د پنجشیر سیمهییزو چارواکي ويلي؛ د دې ولایت د والي لهخوا د ۴۵۱ میلیون افغانیو پر ارزښت د پنجشېر او تخار ترمنځ د سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پنجشېر- تخار سړک نه یوازې مرکزي ولایتونه له شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې اوږده لار لنډوي، ټرانسپورټي لګښت راکموي او نوې ټرانزیټي لار به رامنځته کړي.
چارواکو ویلي؛ پر تخار او پنجشېر سربېره به بغلان، بدخشان، کندوز او نور شمال ختیځ ولایتونه د هېواد له مرکز کابل سره ونښلیږي.
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت ویلي؛ د بدخشان- پنجشېر سړک، چې ۲۹۰ کیلومټره اوږدوالی او ۱۰ مټره پلنوالی لري؛ بشپړېدو ته نږدې دی. دغه راز د نورستان- پنجشیر ۱۶ کیلومټره سړک د جوړولو کار بشپړ شوی او په راتلونکي کې د دې ولایت والي د دې سړک د پراخوالي ډاډ ورکړ دی.
تازه خبرونه
په کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول 5G خدمات پیل شول
د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي زیاته کړې؛ په دې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر سره شریک کړ او وایي؛ اوس د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په پلازمېنه کابل کې پر امتحاني ډول د ۷۴ انټنونو ظرفیت 5G ته لوړ شوی، چې د اړوند بنسټونو له چمتو کولو او له امتحاني دورې وروسته به یې د هېواد په نورو برخو کې هم پلی کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر حمدالله نعماني د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له رییس علي الله سروري سره په لیدنه کې د مخابراتي پوښښ پر پراختیا، لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو برابرولو او د کیفیت پر ښهکېدا خبرې کړې دي.
د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي زیاته کړې؛ په دې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر سره شریک کړ او وایي؛ اوس د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په پلازمېنه کابل کې پر امتحاني ډول د ۷۴ انټنونو ظرفیت 5G ته لوړ شوی، چې د اړوند بنسټونو له چمتو کولو او له امتحاني دورې وروسته به یې د هېواد په نورو برخو کې هم پلی کړي.
دغه راز د دې شرکت مسوولانو ویلي، چې د هېواد شمال او جنوب ختیځ ولایتونو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخواني وزیر صاحب د سفر پر مهال له منظور شویو انټنونو څخه د ۸ سایټونو چارې بشپړې شوي، یو سایټ د بشپړېدا په حال کې دی او د دوه سایټونو رغنیزې چارې روانې دي او ډېر ژر به یاد ۳ انټنونه هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه راز د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د ټي ډي اف ۸ نورو سایټونو منظوري هم وړاندې شوې، چې د اترا ادارې له لوري به یې پر ټاکلې نېټه چارې بشپړې شي.
د علي الله سروري د څرګندونو له مخې؛ دې شرکت د ۲۰۲۶ز. کال له پیل راپدېخوا ۴۶ سایټونه د خپلې انکشافي بودجې له مخې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي او ۱۸۶ نور یې تر کار لاندې دي.
نوموړي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له وزیر او رهبرۍ څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې دې وزارت د چارو په آسانتیا او مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو کې یې تل همکاري او لاسنیوی کړی دی.
د یادونې ده، چې په دې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر حمدالله نعماني په اوسني عصر کې د اړیکو او ارتباطاتو تر ټولو مهمه او بنسټیزه برخه مخابرات یاد کړل او ټینګار کوي، چې د مخابراتي سکټور د ښهکېدا او ودې لپاره به له مخابراتي شرکتونو سره ګډې هلې ځلې روانې وساتي او هڅه کوي، چې په هېواد کې د پرمختللې ټکنالوژۍ پر کارولو هېوادواولو ته با کیفیته خدمات وړاندې شي.
ویل کیږي، چې په ټولو قانوني برخو کې به د یاد وزارت او مخابراتي شرکتونو ګډه همکاري روانه وساتل شي.
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
لوبی3 days agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
تازه خبرونه2 days agoپه کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د برښنا سکټور د ودې لپاره د روسیې پانګونې ته لېوال دی
-
نړۍ3 days agoد ډونالډ ټرمپ په شتون کې د سپینېماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د ډزو ښکار شوه
-
تازه خبرونه3 days agoد بیات پاور او افغان ګاز د تړون غځېدا؛ د کورني برښنا تولید به لس کاله نور هم دوام وکړي
-
څار4 days agoڅار: د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې
