تازه خبرونه

که سرپرسته اداره ونه منل شي، په ټاکنو کې به ګډون ونکړو-معترض نوماندان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندانو د سې شنبې پر ورځ( د چنګاښ ۴) په یوه اعتراضي غونډه کې له ولسمشره د واک پرېښودو او سرپرستې ادارې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

له څو ورځو راپدیخوا دوی د حکومت ضد اعتراض د جوړیدو ګواښنه کړې وه او ستونې یې وپړسیدل، چې ولسمشر دې واک پریږدي؛ خو اوس را ټول شوي او له ولسمشره غواړي، چې واک پریږدي او سرپرسته اداره ومني.

په داسې حال کې، چې د سولې لپاره هڅې تېزې شوي؛ خو دوی حکومت تورنوي، چې د سولې دښمن دریځ یې نیولی.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمد حنیف اتمر، چې د ټاکنو یو کاندید دی، اوسنی حکومت نامشروع، ظالم او د سولې دښمن بولي.

د نوموړي د حرګندونو له مخې؛ د اوسني حکومت دوام ټاکنې او سوله ګواښي او نه یوازې د هېواد راتلوونکې ته لوی ګواښ دی، بلکې بې اتفاقۍ ته هم لمن وهي.

هغه وایي، هر نیک ګام، چې پورته شوی؛ حکومت یې نه یوازې مخالفت کړی، بلکې خنډ شوی یې هم دی.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند نورالحق علومي وایي، چې حکومتي مشران دې له سولې او خلکو سره لوبې نکوي او خنډونه دې هم نه رامنځته کوي.            

دغه راز د ولسمشریزو ټاکنو بل نوماند شهاب حکیمي ویلي، چې که پر اوسني حکومت ټینګار وشي؛ نو په ټاکنو کې به ګډون ونکړو او مخنیوي ته به یې هم ملاوې وتړل شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وایي، چې دا غونډې ټاکنیز کمپاینونه ګڼل کیږي او په خبره یې مسوولین باید دې حالت ته پام ولري.  

دې ټولو څرګندونو ته په کتو ولیدل شي، چې حالات کوم لوری خپلوي؛ ولسمشر ته سترې محکمې ټر ټاکنو پورې د کار د دوام واک ورکړی؛ خو نوماندان یې نه مني.

خبریال: خالد نیکزاد

Trending

Exit mobile version