تازه خبرونه
له طالبانو سره د افغانستان د پلاوي خبرې، له بدلون سره د مخ ملت پر ارزښتونو راڅرخي
قطر- دوحه: هغه مهال، چې طالبانو د یکشنبې پر ورځ په لومړي ځل له یو شمېر افغان حکومتي چارواکو سره ولیدل؛ نو له داسې استازیو سره مخ شول، چې د دوی د واکمنۍ له پرځیدو ۱۸ کاله وروسته یې ورته د نوي افغانستان نوې څېره وړاندې کړه.
د تېرو کلونو ورانۍ او پرمختګونه له کلونو راپدیخوا څنګ په څنګ راروان دي او د میز ډېري استازي له بېلابېلو اړخونو څخه – د خپلو ځانګړيو زیانونو او اندېښنو کیسې وړاندې کوي.
په قطر کې خبرې، چې د دوشنبې پر ورځې هم روانې دي؛ په کې په لومړي ځل د افغان حکومت چارواکو برخه اخیستې او موخه یې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان پر سیاسي راتلونکی مخامخ خبرو ته دانګل دي.
د دوحې د انستیتوت مشرسلطان برکات، چې دغه ناسته یې د آلمان د یوه بنسټ پر همکارۍ جوړه کړې ویلي: دا مهمه ده، چې ټولې خواوې په تېرو ۱۸ کلونو کې رامنځته شوي بدلونونه درک کړي او وپوهیږي، چې څنګه رامنځته شوي دي. هغه دا هم څرګنده کړې، چې اتلس کاله لږ وخت ندی؛ خو جګړه غواړي خلک د ناپوهۍ په منګولو کې ښکېل کړي.
د افغان ګډون کوونکیو تر منځ د حکومت پر اوسنيو او پخوانیو لوړ پوړيو چارواکو سربېره هغو کسانو، چې په ځانمرګو بریدونو کې یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او د رسنیو یو مشر، چې د خپلو کارکوونکیو سوي بدنونه یې د اورپه لمبو کې لیدلي هم برخوال دي.
هغه مهال، چې طالبان په واک او ځواک کې ول؛ ښځو ته یې د کار او ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ورکوله؛ خو د یکشنبې د ورځې له خپلمنځي ناستې وروسته د چای او ډوډۍ په دمه کې طالب چارواکي په ډېر درناوي د ښځو له استازیو سره کښیناستل. د بېلګې په توګه د هغه مهال(۲۰۰۱) یوې ښځې، چې د یو ولایت والي وه او د وخت عامه وژنې یې زغملي او یوه بله داکتره، چې د سیکانو استازې ده.
که هغوی د یو ماشوم د ژړا غږ اوریدلی وي، هغه به د ملي امنیت د مرستیالې د دوه میاشتنې زوی غږ و. کله، چې هغې خپله څوکۍ له طالبانو لیرې کړه او میړه یې، چې هم د یو رسمي مقام لرونکی و؛ د رسمي غونډو په څنډه کې یې د ماشوم په کرارولو او ویدولو کې مرسته کوله.
کله ، چې ټولنیزو رسنیو په تېروتنه د یوه ماشوم نوم د دغې ناستې په نوملړ کې ونیوه؛ کیدی شي په همدې مناسبت و، چې له ټولو ګډونوالو یې راتلونکې ستنې لوړې وې.
د افغانانو د عامه وژنې یو خبر(په برید کې د ماشومانو پاتې کیدل) هغه مهال خپور شو، چې استازي د دوحې د ناستې شیراتون کوټې ته ورسیدل. طالبانو د یکشنبې پر ورځ په غزني کې د موتربم چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست، چې په کې اته امنیتي افسران او څلور عام وګړي ووژل شول.
ملګروملتونو وویل، چې په دې برید کې څه نا څه ۱۷۰ کسان د ۵۰ ماشومو زدکوونکیو په ګډون ټپیان شول.
په قطر کې د طالب پلاوي یو شمېر استازیو له یوې لسیزې ډېر وخت د کیوبا د ګوانتانامو د امریکایي زندان په بند کې تېر کړي.
د طالبانو د رهبرۍ مرستیال او د سولې د هڅو مسوول ملا عبدالغني برادر، چې د یکشنبې د ورځې په ناسته کې یې ګډون نه و کړی؛ څه نا څه لس کاله د پاکستان په بند کې تېر کړل، چې روغتیایي حالت یې ورته زیانمن کړی دی.
جنګیالي د خپلو هغو ملګرو او دوستانو کیسې لري، چې خپلوان او عزیزان یې د افغان او امریکایي ځواکونو په بمونو کې له لاسه ورکړي دي.
هغوی د زړه له کومي پر هغه جنګ، چې دوی یې اشغال او نیواک بولي؛ ټینګ باور لري. ان تر دې، چې د وروستي مشر زوی یې مولوي حبیب الله اخندزاده ځانمرګی برید تر سره کړ.
د دوه رښتینواندونو یو ځای کول په داسې حال کې، چې د سولې بهیر هم ناوخته پیل شوی( د پاتې څوارلس زره امریکایي سرتېرو وتل، چې کیلي یې ګڼل کیږي) په ناببره توګه چټک روان دی او دا یو بنسټیز؛ خو پراخه کار دی.
د یکشنبې د ورځې ډېرې ناستې د تړلیو دروازو تر شا ترسره شوې؛ خو ګډونوالو د ورځې په پای کې د ناستې بهیر له درناوي ډک وستایه که څه هم په کې د اندونو تبادله وشوه.
د افغانستان د ملکي خدماتو کمیسیون رییس نادر نادري د غزني له ډاره ډک برید مطرح کړ. په داسې حال کې ، چې هغه د طالبانو د حاکمیت پر مهال له خپلې ځورونې یادونه وکړه او دغه راز یې د طالب چارواکو کړاوونه هم د بند پر مهال ومنل.
د طالب پلاوي غړي ملا عبدالسلام حنفي د افغانستان پلاوی د خبرو پر مهال د ملکي تلفاتو پر غوراوي تورن کړ او هغه وویل، چې رسمې حکومتي چارواکي او رسنۍ په کلیو او لیرې پرتو سیمو کې د ملکي تلفاتو شمېر، چې د امریکایي او افغان ځواکونو له لوري رامنځته کیږي لږ ښیي.
د طالب پلاوي یو غړي سهیل شاهین په یوه مرکه کې ویلي؛ مونږ د دواړو لوریو د هغو دردونو یادونه کوو، چې پر شپنیو بریدونو او یا بمونو رامنځته شوي؛ خو اوس دلته یو.
هغه زیاته کړې، چې ټول اړخونه درد لري؛ د نیواک پای د دردونو پای دی.
د افغانستان د کابینې یو غړي عبدالمتین بیک هم په دغو خبرو کې برخه اخیستې ده او درد لومړی بولي. پلار یې، چې د ولسي جرګې غړی و د ۲۰۱۱ کال په یو ځانمرګي برید کې د جنازې پرمال ووژل شو.
ښاغلي بیک ویلي؛ د هېواد لیرې پرتو سیمو ته سفرونو یې په ډاګه کړې ، چې افغانان د جګړې پای غواړي.
هغه هیله من دی، چې روانې خبرې به مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.
نوموړي دغه را څرګنده کړې؛ دا ماته آسانه نه ښکاري، چې د پلار د وژونکیو مخې ته کښینم؛ خو مونږ باید دا کار پای ته ورسوو.
خبریال: مجیب مشعل، نیویارک تایمز |پښتو ژباړه: قتیل زوی
تازه خبرونه
بیجینګ دې له کابل سره د ترهګرۍ په اړه خبرې وکړي – اسلامآباد
د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر احسان اقبال ويلي، اسلامآباد له بیجینګ غواړي، چې له کابل سره د تروریزم پر موضوع خبرې وکړي.
احسان اقبال له امریکا غږ سره په مرکه کې، چې نن یکشنبه (د غویی دېرشمه) خپره شوې؛ ویلي، پاکستان په افغانستان کې د میشتو ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه لري، چې له دغه هېواده بهر ترهګریز فعالیتونه کوي.
هغه زیاته کړې: هغه ترهګر، چې د چینايي کارګرانو پر وړاندې یې وروستۍ پېښه کړې هم له افغانستان راغلي؛ نو زما په اند دا د اندېښنې وړ دي. مونږ هیله لرو، چې چین به هم افغانستان قانع کړي؛ ځکه افغانان هم په سیمه کې د چین واکمنۍ ته غوږ نیسي.
دغه پاکستاني چارواکي ویلي؛ په افغانستان کې د کړکېچ له کبله پاکستان ندی توانېدلی، چې په خپلو بېخبناوو کې پانګونه وکړي.
هغه افغانستان ته په نغوته کې ویلي، چې پاکستان له چین سره هوکړه کړې، چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژه کې درېیم هېواد هم شامل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم اسلامي امارت د پاکستانيو چارواکو اړوند امنیتي تورونه رد کړي.
تازه خبرونه
په فاریاب کې سیلابونو ۱۸ کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړل
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې په فاریاب ولایت کې تېره شپه سېلابونو ۱۸ کسان مړه او دوه نور ټپیان کړي دي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سیلابونو په پښتونکوټ، المار، قیصار، بلچراغ، خیبر او دولتآباد ولسوالیو کې راوتلي دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سېلابونو له کبله ۵۶۰ کورونه، ۸۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۱۰ پلورنځي او یو ګرځنده روغتیایي مرکز ویجاړ شوي دي.
ویل کیږي، چې ۳۰۰ څاروي او دوه زره میوه لرونکې ونې له منځه تللې دي.
تازه خبرونه
له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، چې په یوه مقدمه، ۳ فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی؛ د اسلامي امارت رهبر مولوی هبة الله اخوندزاده توشیح کړی او په رسمي جریده کې خپور شو.
د عدلیې وزارت ويلي؛ د دغه قانون له مخې روغ، کاسب او هغو کسانو لپاره، چې د یوې ورځې د خوراکي توکو د برابرولو وړتیا لري، سوال کول منع دي.
دا قانون د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولینو کارول هم منع کوي.
د دغه قانون له مخې: هغه مسلکي سوالګر، چې د خلکو د خواخوږۍ د جلبولو په موخه له ماشوم، لیوني او معيوب څخه کار اخلي؛ د محکمې لهخوا پر يوه مياشت بند محکومېږي او تنظيموونکي يې تر شپږ مياشتو پورې پر بند محکومېږي.
په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې، د اسلامي امارت مشر د سوالګرو راټولولو امر وکړ، چې تر اوسه په لسګونو زره سوالګر راټول او په اړه یې بېلابېلې پرېکړې شوې دي.
-
تازه خبرونه5 days ago
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
په تېرو ۲ زره کلونو کې د تېر کال اوړی له ټولو تود و – څېړنه
-
سوداگري3 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر رفح د اسرائیلو بریدونه په نړیواله محکمه کې ارزول کیږي
-
تازه خبرونه3 days ago
د تورخم لار لنډمهاله تړل کیږي
-
نړۍ3 days ago
اروپايي ټولنې روسي رسنۍ هم د بندیزونو په نوملړ کې ورزیاتې کړې
-
تازه خبرونه3 days ago
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
-
سوداگري4 days ago
تېر کال د صادراتو او وارداتو ارزښت له ۱۰ میلیارډ ډالرو ډېر و – د احصائې ملي اداره