تازه خبرونه
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره هیڅ مهالوېش نشته- ترمپ
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په فرانسه کې د جي اووه هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو کې بیړه نشته.
د امریکا د مخکښ جمهوري غوښتوونکي سناتور لیندسي ګراهام پرله پسې خبرداریو داسې ښاري، چې ترمپ هم اغېزمن کړی دی.
که څه هم ویل کیدل، چې امریکا له ۱۵ تر شل میاشتو پورې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو وتلو په برخه کې هوکړې ته رسیدلې؛ خو اوس ترمپ د دې کیسې له بل اړخ پرده پورته کوي او وایي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره هیڅ مهالوېش نشته.
هغه ټینګار کړی، چې د هېواد استازي یې په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاه له طالبانو او افغانانو سره خبرې کوي.
نوموړي په ډاګه کړې، چې زماني مهالوېش نشته؛ هر څه، چې دي شتوالی نلري. په رښتیا وایم، چې مونږ هلته د محافظتي پولیسو په توګه عمل کړی؛ مونږ له طالبانو، حکومت او خلکو سره کار کوو.
د امریکا ژمنه لکه د تېر په څېر پر ځای ده.
وایي، په افغانستان کې د امریکا حضور د سولې ټینګښت او ملاتړ لپاره دی. په داسې حال کې، چې د ډېرو په باور داسې سوله نشته، چې امریکا یې ملاتړ وکړي.
ترمپ د درېیم ځل لپاره په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو ادعا کوي؛ خو دا ځل د هند د لومړي وزیر په حضور کې.
نوموړي په بشپړ ټینګار ویلي؛ په رښتیا، چې مونږ په افغانستان کې له هر څه ډېر له سولې څخه د ملاتړ رول لرو. مونږ په دې جګړه کې ژر بریالي کیدای شوو، خو نه غواړو لس میلیون کسان ووژل شي.
که څه هم ویل کیږي، چې طالبانو او امریکا په یوه جورجاړي سلا کړې؛ خو جزئیات یې ندي خپاره شوي او ټول په تمه دي، چې دا هوکړه به په افغانستان کې د جګړې د پای لامل شي.
یو شمېر شننونکیو ویلي، چې د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ دغه څرګندونه کیدی شي د سولې روانې خبرې اغېزمنې کړي.
تازه خبرونه
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.
د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.
دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.
په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.
دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.
دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.
تازه خبرونه
د ترکیې سفیر د افغانستان سیلاب ځپلیو ته د ۶۷۰ ټنو مرستې اعلان وکړ
په کابل کې د ترکیې سفیر د اقتصاد وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې سبا (جمعه د غویی ۲۸ ) ته به د افغانستان د وروستیو سیلاب ځپلیو لپاره د لومړنیو توکو څه باندې۲۰ ټنه مرسته راولېږدول شي.
د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ جنګ اونال له دین محمد حنیف سره په کتنه کې له ترکیې څخه د ۶۵۰ ټنو نورو بشري مرستو له رالېدولو هم خبر ورکړی، چې په کې خیمې، خوراکي توکي، درمل، جامې او نور توکي شامل دي.
هغه دا ډاډ هم ورکړی، چې افغانستان ته به دا مرستې د اوسپنېپټلۍ له لارې د هرات تورغنډۍ بندر ته رادننه شي.
په دې کتنه کې دین محمد حنیف له دغو مرستو څخه د هرکلي تر څنګ ویلي، چې د ترکیې هېواد د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان یو ښه دوست او همکار پاتې شوی دی.
تازه خبرونه
ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کې د ځمکو خړبولو لپاره سولري پمپونه ولګوي
د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې پر ورځ ( د غویی پېنځهویشتمه ) د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو د دفتر (UNOPS) له اجرائیوي رییس جورج موریرا داسیلوا سره وکتل.
په دې کتنه کې جورج موریرا داسیلوا اداري مرستيال ته د خپلو تېرو هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او څرګندوي؛ دا اداره غواړي، چې په افغانستان کې د سولري پمپونو پر لګولو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو يوه نوې پروژه پيل کړي.
عبدالسلام حنفي د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د (UNOPS) ادارې له هڅو ملاتړ کوي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابروي.
ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او افغان ځوانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.
-
تازه خبرونه5 days ago
په بغلان کې سېلابونو ۱۹۴۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
لوبی3 days ago
د کابل کرکټ غوره لیګ لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
-
تازه خبرونه5 days ago
څو ایراني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې پرېکړه وکړه – قدیر قیافه
-
تازه خبرونه3 days ago
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
ملګرو ملتونو د دې ټولنې په عمومي ناسته کې د افغانستان د رایې حق وځنډاوه
-
د هوا حالاتو بدلونونه2 days ago
په تېرو ۲ زره کلونو کې د تېر کال اوړی له ټولو تود و – څېړنه