تازه خبرونه
په افغانستان کې پانګونې ته د امریکايي پانګوالو هیلې ډېرې شوي
د افغانستان – امریکا ګډې سوداګریزۍ خوني مسوولینو ويلي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې راوستلو له هوکړې وروسته په ډېر شمېر امریکايي پانګوالو په افغانستان کې پانګونه کړې ده.
د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې مشر څرګنده کړې، چې له وسلوالو مخالفانو سره د امریکا له هوکړي وروسته به په ډېرشمېر امریکايي پانګوال په افغانستان کې پانګونه او سوداګري پراخه کړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې خورا لوړ ظرفیتونه لري، چې د روان زیږدیز کال په جون میاشت کې به د افغانستان او امریکايي پانګوالو په ګډه ناسته کې پرې بحث وشي.
د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګریزې خونې مشر جیفري ګرایکو ویلي؛ مونږ د امریکا او طالبانو له هوکړي وروسته هیله من شوي یو، چې ډېر امریکايي سوداګر او افغان سوداګر به ګډې پانګونې هم تر سره کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي مشر سید زمان هاشمي وایي: مونږ په دې ناسته کې چمتوالی نیسو، چې په افغانستان کې د امریکايي پانګوالو پانګونه جذب کړو.
د افغانستان او امریکا د ګډې خونې مدیره پلاوي مشر سلیمان لطفي ویلي؛ مونږ به هڅه وکړو، چې د دواړو هېوادونو پانګوالو ته د پانګونې د زمینو په اړه پوره معلو مات ورکړو.
افغان پانګوالو هم د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې په غونډه کې وویل، مونږ په افغانستان کې د سوداګرۍ لپاره ډېر فرصتونه لرو.
امریکايي سوداګر مت نیسلي وایي، مونږ په افغانستان کې د پانګونې ډېر ظرفیتونه لرو، چې ورسره به په افغانستان کې پانګونه پراخه شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خوني مسو،لینو ويلي؛ دمګړۍ د افغانستان او امریکا ترمنځ کلنۍ راکړه وکړه شپېته میلیون امریکايي دالروته رسیږي، چې ۵۵ میلیون يې واردات او پاتې یې د افغانستان صادرات دي، چې په ډېر شمېر یې غالۍ دي.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
له افغانستان سره پولې ته نږدې د تاجکستان دوه سرتېري ووژل شول
د تاجکستان ملي امنیت کمیټه زیاتوي؛ په نښته کې درې وسلوال او د دوی دوه سرتېري وژل شوي دي.
تازه خبرونه
ملا برادر په هرات ولایت کې د المونیمي ډبیو د تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده
د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن پنجشنبه( د مرغومي څلورمه ) د هرات ولایت په صنعتي پارک کې د المونیمي ډبیو د یوه تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده.
د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.
ویل کیږي، چې دغه شرکت په ۱۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي او ۱۷۰۰ هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.
تازه خبرونه
د امریکا پر ملي ګارډ شکمن ډزې کوونکي ته ممکن د مرګ سزا ورکړ شي
فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمانالله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.
امریکايي سرچینو ویلي: هغه افغان، چې په واشنګټن ډي سي کې د امریکا ملي ګارډ پر دوه غړیو د ډزو پر تور نیول شوی؛ اوس له داسې نویو تورونو سره مخ دی، چې ورته د مرګ سزا هم غوښتل کېدی شي.
فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمانالله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.
د ملي ګارد یوه غړې ۲۰ کلنه سارا بیکسټروم د نومبر د شپږویشتمې په برید کې ووژل شوه او انډریو وولف سخت ټپي شوی دی.
امریکایي څارنوال جینین پیرو ویلي؛ د لکنوال د دوسیې لېږد به له سترې محکمې څخه فډرالي محکمې ته د بیاکتنې او ارزونې داسې اجازه ورکړي، چې ووایي: آیا نوموړي ته د مجازاتو که د مرګ سزا ورکړ شي.
لکنوال د واشنګټن ډي سي د قانون له مخې د وسلې د لېږدولو، د لومړۍ درجې وژنې، د وژنې پر نیت برید او د وسلو د غلا پر څو جرمونو تورن دی.
د افبيای په یوه څرګندونه کې راغلي: هغه تومانچه، چې په ډزو کې کارول شوی؛ د ۲۰۲۳ کال په می کې د سیاټل ښار له یوه کور څخه غلا او بیا وروسته په واشنګټن ایالت کې لکڼوال ته ورکړ شوې او هغه هلته اضافي مهمات هم پېرودلي وه.
-
تازه خبرونه5 days agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
-
تازه خبرونه3 days agoد ترکیې استخباراتو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د داعش یو غړی نیولی
-
تازه خبرونه5 days agoایران ته د ناقانونه تېرېدا پر مهال درې افغان کډوال له سختې یخنۍ مړه شول
-
تازه خبرونه3 days agoد ټول عمر لپاره د عاصم منیر بښل د اسلام خلاف عمل دی
-
تازه خبرونه4 days agoکابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
-
لوبی4 days agoد افغانستان هندبال فډراسیون رییس د دې څانګې په نړیوال کانګرس کې ګډون وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoپر کابل برید د هیڅ پلمې له مخې د منلو وړ ندی
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoخلک دې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره پاڅون وکړي

